ملکې الېزابت تل خپلې دندې ته لومړيتوب ورکړی و
د ملکې دویمې الېزابت د واکمنۍ موده تر شپږو لسیزو ډېره او د بریتانیا په شاهي تاریخ کې تر ټولو اوږده دوره وه.
کله چې یې تاج پر سر کړ دا ۲۵ کلنه وه او هغه مهال یې لومړی وزیر وېنسټن چرچل و، اوسنۍ لومړۍ وزیره، لېز ټرس دیارلسم کس دی چې د دې د واکمنۍ پر مهال پر دغې څوکۍ کېني.
په همدې ټوله موده کې ملکې تل خپلې دندې ته لومړیتوب ورکړی او داسې ډېر لږ پېښېدل چې دا دې په عام مظهر کې د خپلې دندې تر سره کولو لپاره نه راڅرګندېږي.