د بریتانیا ملکې ۷۰ کلنه واکمني: ځینې همګټي هېوادونه بشپړه خپلواکي غواړي، ځینې نور بیا د ملکې رول ستايي

People gather along The Mall for the Queen"s Platinum Jubilee celebrations in London, Britain June 2, 2022

د عکس سرچینه، Reuters

سږ کال د بریتانیا ملکه الېزابېت دویمې د واکمنۍ ۷۰ کاله لمانځل کېږي. په دې مهال ځینو هم ګټو هېوادونو کې چارواکو داسې هوډ ښوولی چې کېدای شي نوموړې د هېواد مشرۍ له "اعزازي" دندې لرې کړي خو ټول په دې نظر هم نه دي.

د هم‌ګټو هېوادونو ټولنه کې د بریتانیا په ګډون ۵۳ هېوادونه برخه لري او د نړۍ نژدې درېیمه برخه وګړي په کې ژوند کوي، دغه ټول هېوادونه یو وخت د بریتانیا د پخواني سلطنت برخه وو او ډېری یې یو وخت له لندنه اداره کېدل.

اوس ډېری هغو هېوادونو چې پخوا د بریتانیا د سلطنت برخه وو بشپړه خپلواکي ترلاسه کړې او په جمهوریتونو بدل شوي، خو د بریتانیا ملکه لا هم د ۱۴ هم ګټو هېوادونو د مشرۍ اعزازي دنده پر غاړه لري.

باربېډوس وروستی هېواد وو چې تېر کال نومبر کې په جمهوریت بدل شو او د ملکې د هېواد مشرۍ دنده یې ختمه کړه. ځینې افریقايي هېوادونه ښايي وغواړي چې د باربېډوس په پله پل کېږدي خو نور یې ښايي د بریتانیا شاهي کورنۍ سره تړاو وساتي او پرې وویاړي.

"زه پرته له ملکې د بېلیز هېڅ تصور نه شم کولی. هغه زموږ د هېواد مهمه برخه ده." دا خبره جوردانا رېورول کوي.

نوموړې زیاتوي: "له کله چې زه زېږېدلې یم، ملکه شته او اوس هم په خپل ځای ده. سخته ده چې هغه له بېلیزا جدا کړو."

نژدې درې لسیزې وړاندې ۹ کلنه جورډانه د هغې نڅا ډلې برخه وه چې ۱۹۹۴م کال کې بېلیز ته د ملکې الېزابېت دویمې د سفر پر مهال یې هغې ته د خپل هېواد دودیزه مېستېزو نڅا وړاندې کړې وه.

د هغه مهال دا لنډ دوه نیم ورځنی سفر بریالی بلل شوی و او د بېلیز نژدې ۹۰ فیصده وګړو خپلې ملکې ته تود هرکلی ووایه.

د جورډانه د کاکا لور او د نڅا ډلې غړې اندریا ګارسیا وايي: "تر ټولو مهم اړخ یې چې زما په یاد دی هغه د دې سفر په اړه عامه غبرګون وو. زه هغه وخت نه پوهېدم چې څومره مهم سفر وو، یوازې دا مې په یاد دي چې ډېر زیات خلک راټول وو او زموږ د نڅا ډلې غړي یو څه وارخطا وو."

د بېلیز مشهور مېموریل بڼ له وربلل شویو مېلمنو او کورنیو یې ډک وو، ګڼ کسان د کورونو چتونو او ونو ته پورته شوي وو چې د ملکې یو څرک وویني.

خو د سږ کال پیل کې بېلیز ته د بریتانیا شهزاده وېلیمز او مېرمن یې کترېن د سفر پر مهال د پخوا په څېر جم و جوش نه و.

انډریا ګارسیا وايي: "کله چې شهزاده وېلیم راغی نو لاریونونه هم وو، فکر کوم دا کار به ۹۰مه لسیزه کې نه و شوی. اوس خلک د خپل هېواد په جمهوریت بدلولو په اړه ډېر غږېږي. د ملکې د سفر پر مهال حالت داسې نه و."

کارابین هېوادونو کې د استعمار پای

The Queen attends A Gallop through History performance

د عکس سرچینه، ITV

د بریتانیا ملکه اوس مهال د بېلیز په ګډون د کارابین په اتو هېوادونو کې د ملکې په توګه منل کېږي.

لږ تر لږه شپږو هېوادونو داسې هوډ ښوولی چې خپل هېوادونو په جمهوریت واړوي.

دا غوښتنه تر ډېره په تېرو څو میاشتو کې رابرسېره شوې ځکه د بریتانیا شاهي کورنۍ غړي د ملکې ۷۰ کلنې واکمنۍ لمانځلو لپاره هم ګټو هېوادونو ته په سفرونو تلل.

که څه هم دغو هېوادونو ته د شاهي کورنۍ د سفر ملاتړي وو خو ګڼ لاریونونه هم وشول چې د برتیانیا له شاهي کورنۍ د بخښنې غوښتونکي وو او دا چې باید ومني پخوا یې د غلامۍ له تجارته یې ګټه اخېستې وه.

د بېلیز د سیاسي او اساسي قانون د رېفارم وزیر اعلان وکړ چې یوه کمېټه به دا ارزوي چې هېواد یې څه ډول اداره کېږي.

ده د خپل هېواد پارلمان ته داسې ویلي وو:‌ "کارابین کې د استعمار پای د دې سیمې پرمختګ دی. فکر کوم اوس وخت راغلی چې بېلیز هم دا ګام واخلي او په رېښتیني ډول خپله ازادي ترلاسه کړي."

دې سره هم مهاله جمایکا، د باهاماس، انټیګوا او باربوډا، سېنټ کېټېز - نېوېس او ګرېنادا هېوادونو هم هوډ ښوولی چې د هېواد مشرې په توګه د بریتانیا ملکه لرې کړي.

بدلېدونکی وخت

Royal supporters get ready to spend the night on the Mall after setting up their tents ahead of the upcoming Jubilee events on June 01, 2022 in London, England.

د عکس سرچینه، Getty Images

بېلیز ته د بریتانیا شهزاده وېلیمز او مېرمن یې کترېن د سفر پر مهال د لاریونونو له امله دوی اړ شوي وو چې ځینې غونډې لغوه کړي.

بکېنګهم ماڼۍ رسمي اعلامیه کې ویلي وو چې د شاهي کورنۍ غړي ځايي ټولنه کې د حساسیتونو له امله اړ شول چې خپلې ځینې غونډې وځنډوي.

د دوی د سفر پر مهال د بېلیز لومړي وزیر جان برېسینو ویلي وو چې وخت راغلی هېواد کې یې دېموکراسۍ او ادارې ته له سره کتنه وشي.

ده ویلي وو: "موږ، وخت، څېزونه - هر څه بدلېږي او پر مخ ځو. موږ باید دا وارزوو چې ایا زموږ وګړي په ريښتیني ډول د خپل هېواد د خپلواکۍ احساس کوي که نه."

ډیری کسان دا وايي چې ټولنیزو رسنیو د بریتانیا شاهي کورنۍ پر وړاندې د خلکو نظریو بدلولو کې رول لرلی او دا کار په ۹۰مه لسیزه کې شونی نه و.

خو سره له دې چې د بریتانیا ملکه بېلیز ته یوازې دوه ځلې تللې، لا هم هلته بې شمېره مینه وال لري.

ونېسا د ملکې د محبوبیت په اړه وايي: "فکر کوم هغې بېلیز لپاره ډېر څه کړي. دا مهمه خبره ده، هغه تل له موږ سره وه. د بېلیز په پیسو یې عکس چاپ دی نو هره ورځ یې وینو او هېڅکله یې نه شو هېرولی."

جوردانا هم ونېسا سره همغږې ده او وايي: "دا زما شخصي نظر دی خو بېلیز کې زموږ لپاره دا د ویاړ ځای دی چې ملکه لرو. ډېری خلک دا اعزاز نه شي خپلولی او دومره اوږد مهال لپاره ملکه پاتې کېدل ډېره په زړه پورې ده."