تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا پاچا چارلز د خپلې مور ملکې الیزابېت ۱۴ اسونه پلوري
د بریتانیا پاچا دریم چارلز به د خپلې مور ملکې الیزابېت دویمې له میراث ورپاتې ځینې د ځغاستې اسونه وپلوري.
د مړې شوې ملکې د ځغاستې اسونه ډېر خوښېدل او ځینې وخت به د اسونو د ځغاستې سیالۍ ته ورتله او ان پر اس سپرېدل یې خوښېدل.
د انګلستان په ختیځ نیومارکېټ ټاټرسالس لیلامځي ویلي، د ملکې له اسونو به ۱۴ وپلوري.
خرڅلاو ته د وړاندې شویو اسونو ډله کې د (جاسټ فاین) او (لاف افایزر) په نامه اسونه هم دی چې سر مایلک سټاوټ د شاهي اسونو سیالیو لپاره په څه باندې ۱۰۰ اسونو کې ښه روزلي دي.
د ټاټرسالس ویاند جیمي جورج ویلي دا "د معمول خلاف کار نه دی. هر کال دوی اسونه پلوري".
نوموړی زیاتوي: "ملکې د بروډ ماریس ډوله اسونه لرل او د نسل ډېرېدو او خرڅلاو لپاره یې پالنه کوله. ټول دا ډول اسونه تاسو نه شئ ساتلی".
دی وايي، د ملکې د اسونو خرڅول په دې معنا نه ده چې ګنې شاهي کورنۍ له اسونو سره خپله تړاو ختموي.
جیمي جورج وايي: "هر کال شاهي کورنۍ ځینې اسونه خرڅوي او ملکې هم د اسونو د نورو څښتنانو په څېر دا کار کاوه".
ملکې ته له خپل پلار پاچا جورج شپږم د اسونو پالنه په میراث ورپاتې وه.
د ملکې د اسونو د ځغاستې سمبالګر جان وارن مخکې ویلي وو، اسونه د ساتېرۍ ښه نښه ده.