د بریتانیا پاچا د نړۍ جګړو ته د حل موندلو لپاره د ډونلډ ټرمپ "ژمنتیا" وستایله

ډونلډ ټرمپ له پاچا چارلس درېیم سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا پاچا په نړۍ کې جګړو ته د حل‌ موندلو لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "ژمنتیا" ستاینه کړې.

پاچا چارلس درېیم په وینزر ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ د هرکلي لپاره د جوړو شوو ځانګړو مراسمو پر مهال د بریتانیا او امریکا د ژورو اړیکو په اړه وویل چې، "زموږ خلک موږ ته د ګرانو ارزښتونو لپاره په ګډه جنګېدلي او مړه شوي‌ دي."

پاچا چارلس که څه هم د اوکرايين او د منځني ختیځ په ګډون د کومې ځانګړې جګړې نوم وانخیست خو د ډونلډ ټرمپ ستاینه یې وکړه چې "د نړۍ ځينو ډېرو پېچلو جګړو ته د حل موندلو لپاره شخصي ژمنتیا لري."

چارلس درېیم همداراز نننۍ لیدنه د بریتانیا او امریکا تر منځ د اړیکو د نوي کولو په توګه یاده کړه او دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ "نه ماتېدونکی باور او ملګریتا" شته او "د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره ګډه ژمنتیا" لري.

ډونلډ ټرمپ څه وویل؟

ډونلډ ټرمپ بیا خپلې لیکل شوې وینا ته ژمن پاتې شو او د پاڼې له مخې یې خبرې وکړې. هغه څه چې په وینزر ماڼۍ کې د بي‌بي‌سي خبریالان وايي، ډېر کم پېښېږي او د وینا پر مهال د ښاغلي ټرمپ چلند کنټرول و او له حاشیوي یا څنګزنو خبرو یې ډډه وکړه چې دی یې وخت ناوخت کوي.

ټرمپ د پاڼې له مخې وینا کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د وینا پرمهال یې د کوربه ستاینه کوله او د ځان په صفت کې یې وویل چې له کومه راهیسې چې د امریکا د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته ننوتی "امریکا یې د نړۍ د هېوادونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولې ده."

ده همدا راز یو څه په شوخ انداز وویل چې هیله‌من دی د امریکا یوازېنی داسې ولسمشر وي چې دوه ځلې د بریتانیا د شاهي کورنۍ په رسمي بلنه په شاهي ماڼۍ کې مېلمه کېږي.

ښاغلي ټرمپ دا د خپل ژوند "تر ټولو ستر ویاړ" وباله.

ډونلډ ټرمپ د امریکا او بریتانیا "تړاو" یوه "ځانګړې اړیکه" یاده کړه او ویې ویل چې د امریکا له نظره، دې تړاو ته د "خاص" کلمې کارول به "انصاف" نه وي. ځکه چې د ده په وینا، دواړه هېوادونه د تاریخ، ژبې،‌کلتور، دود او نسب په څېر په ځينو فوق العاده ګډو ارزښتونو سره نښلېدلي دي.

د بریتانیا پاچا وینزر ماڼۍ کې د ټرمپ او د هغه د مېرمنې هرکلی وکړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې مېرمنې مېلانیا په ملتیا د سې‌شنبې ماښام بریتانیا ته ورسېد.

د بریتانیا پاچا او ملکې په وېنزر ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د مېرمنې مېلانیا هرکلی وکړ. ښاغلي ټرمپ، چې دا یې بریتانیا ته د ولسمشر په توګه دویم رسمي سفر دی، په چورلکه کې د وېنډزور ماڼۍ ته ورسېد.

د ویډیو تشریح، ولسمشر ټرمپ او پاچا چارلس له یوه ساتونکي سره غږېږي

د ښاغلي ټرمپ حضور به په وېنډزور کې له عامو خلکو پټ وي، خو د هغه پلویان او مخالفان دواړه په ښار کې لیدل کېږي.

دا ډېر کمپېښ رسمي سفر دی چې د پاچا چارلس درېیم په بلنه ترسره کېږي. دا یوه تاریخي شېبه ده او د دې سفر لپاره له میاشتو راهیسې پراخ چمتووالی نیول شوی و.

له هغه وخت راهیسې چې ملکې الیزابت دویمه په ۱۹۵۲ کال کې د بریتانیا پر تخت کښېناسته، د امریکا یوازې درېیو ولسمشرانو د دولت په کچه رسمي سفرونه کړي دي: جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۳ کې، بارک اوباما په ۲۰۰۹ کې او ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۹ کې بریتانیا ته تللي وو.

بګۍ

د عکس سرچینه، Reuters

بګۍ

د عکس سرچینه، PA Media

د بګیو له کاروانه د وینډزور شاهي ماڼۍ انګړو ته تر رسمي مېلمستیا پورې، د راتلونکو دوو ورځو لپاره به ولسمشر ټرمپ ته د ده په دویم رسمي سفر کې سره غالۍ وغوړول شي.

دا سفر د لومړي وزیر کېیر سټارمر حکومت ته مهمه موکه ورکوي چې د امریکا او بریتانیا اړیکې پیاوړې کړي. خو، لکه د بي بي سي د ډيپلوماسۍ چارو خبریال جېمز لاندېل چې لیکي، دا سفر له احتمالي خطرونو هم خالي نه دی.

د ټرمپ د سفر پرمهال، د بریتانیا حکومت د ۴۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د تړون اعلان وکړ چې د امریکا له سترو ټیکنالوژۍ شرکتونو، لکه مایکروسافټ، نویدیا او ګوګل سره لاسلیک شوی، چې د مصنوعي ځیرکتیا، کوانټم او اټومي ټیکنالوژۍ په برخه کې پانګونه او وده وکړي.

ټرمپ: "پاچا چارلس د هېواد ښه استازولي کوي"

ټرمپ او پاچا چارلز

د عکس سرچینه، PA Media

د ولسمشرۍ اړوندې الوتکې ته له جګېدو څو ساعته مخکې ولسمشر ټرمپ د پاچا چارلس درېیم په اړه خبرې وکړې او هغه یې " ملګری" وباله.

ټرمپ وویل پاچا "ډېر باوقاره سړی" دی او زیاته یې کړه چې "د هېواد استازولي په ښه ډول کوي".

له ټرمپ سره څوک ملګري دي؟

ټرمپ او مېلانیا سره یو شمېر امریکايي چارواکي هم ملګري دي. د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې له ټرمپ لږ وړاندې ورسېد، د ده د سفر ملګری و.

همدارنګه تمه کېږي چې نور چارواکي هم ورسره یوځای شي، لکه د خزانې وزیر سکاټ بيسنټ، د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنيک، د کرنې وزیره بروک رولینز، د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکوف او د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشره سوزي وایلز.

له هغوی سره د سپینې ماڼۍ مرستیالان او د امنیتي خدمت ځانګړي کسان هم عموماً ملګري وي.

ټرمپ بریتانیا ته په خپلې ځانګړې او لوړ ظرفیت لرونکې الوتکې، د بوینګ 747-200B، چې د "ایر فورس ون" په نوم پېژندل کېږي، سفر وکړ.

تر اوسه څه معلوم شوي دي؟

ټرمپ او پاچا چارلز

د عکس سرچینه، PA Media

دا یو رسمي دولتي سفر دی چې معمولاً د پاچا په بلنه ترسره کېږي او پاچا د حکومت د مشورې پر بنسټ عمل کوي.

که څه هم دا سفرونه "لوی" پروګرامونه ګڼل کېږي، خو یوازې د نمایش لپاره نه دي، بلکې حکومت یې د ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره هم کاروي.

د بوش (۲۰۰۳) او اوباما (۲۰۰۹) له سفرونو وروسته، ټرمپ درېیم امریکايي ولسمشر دی چې بریتانیا ته د دولت په کچه رسمي سفر کوي.

د دې سفر هدف د امریکا او بریتانیا اړیکې لا پیاوړې کول او له یو داسې متحد سره د اړیکو ټینګښت دی چې ځینې وختونه د باور وړ نه ګڼل کېږي.

ډیپپلوماټان وایي ټرمپ به پر شاهي مراسمو تمرکز وکړي او له شخړو به ډډه وکړي، خو د اختلاف امکان لا هم شته.

  • پیټر مانډلسون: د بریتانیا پخوانی استازی په واشنګټن کې، لارډ مانډلسون د ماشومانو د جنسي تېریو په جرم له تورن جېفري اپستین سره د اړیکو لرلو له کبله له دندې ګوښه شوی. ویل کېږي چې دا موضوع به د سفر پر فضا سیوری واچوي او کېدلی شي د پنجشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې ډېرې پوښتنې راپورته کړي.

خطر دا دی چې تمرکز د لومړي وزیر سټارمر له وړتیا د ټرمپ د اپستین اړیکو ته واوړي.

  • منځنی ختیځ: تمه ده بریتانیا راتلونکې اونۍ په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني چې د دوو دولتونو د منحلېدو طرحه ژوندۍ پاتې شي. امریکا په کلکه د دې مخالفه ده او وایي چې دا ګام به ترهګرۍ ته انعام ورکړي او اسرائیل به وهڅوي چې د لوېدیځې غاړې برخې خپلې کړي.
  • د وزینا ازادي: سپینه ماڼۍ ادعا کوي چې د بریتانیا له خوا د انټرنېټ تنظیمول د بیان ازادي ګواښي، خو وزیران دا خبره ردوي. امریکايي چارواکي وایي دا موضوع ښايي د بحث وړ شي ځکه چې "موږ په دې اداره کې ډېر تمرکز پرې کوو".
  • اعتراضونه: دا سفر به په ټینګو امنیتي تدابیرو کې ترسره شي. خو د ټرمپ ضد لاریونونه پلان شوې دي او که ټرمپ د دغو مظاهرو تلویزیوني پوښښ وویني، امکان شته په غوسه شي.

نورې پوښتنې

مراسم چیرې وو؟

ټرمپ او د هغه مېرمنې مېلانیا په وینزور شاهي ماڼۍ کې غونډه کې ګډون وکړ. دا ځای ځکه غوره شوی چې بکنګهم ماڼۍ د بیا رغونې په حال کې ده.

هلته د دوی رسمي هرکلی وشو او د وینزر ماڼۍ د سېنټ جورج په تالار کې مېلمستیا ورته برابره شوې وه. .

وینډزور ماڼۍ چېرې ده؟

وېنډزور ماڼۍ

د عکس سرچینه، EPA

وېنډزور ماڼۍ

د عکس سرچینه، PA Media

د نن ورځې شاهي مراسم به د وینډزور یا وینزر ماڼۍ کې ترسره شي چې له مرکزي لندن نه شاوخوا ۲۵ مایله (۴۰ کیلومتره) لیرې د برکشایر په سیمه کې موقعیت لري.

پاچا چارلس درېیم او ملکه کاملا به د ټرمپ او د هغه د مېرمنې مېلانیا په وینزر شاهي ماڼۍ کې هرکلی ووایي.

په دې کتنه کې به د شاهي کورنۍ ټول مهم غړي، لکه د وېلز شهزاده ویلیم او د وېلز شهزادګۍ کترین ګډون وکړي.

ایا ټرمپ به ولس ته راووځي؟

د هر امریکايي ولسمشر سفر له امنیتي ننګونو سره مل وي او لږ امکان شته چې د ټرمپ په پروګرام کې عام ولس ته د ورنژدې کېدو مراسم شامل وي.

په ۲۰۱۹ کال کې د هغه د سفر پر مهال هم د امنیتي دلیلونو له امله د "ده مول" پر سړک رسمي لاریون ونه شو او ټرمپ د ځمکې پر ځای د هوا له لارې له یوه ځایه بل ته تګ کاوه. د سې شنبې پر ماښام کله چې هغه بریتانیا ته ورسېد له هوايي ډګره په چورلکه کې مرکزي لندن ته لاړ او شپه یې د امریکا سفارت په یوه مېلمستون کې تېره کړه.

تر اوسه نه ده څرګنده چې ټرمپ به د بریتانیا د پارلمان له غړو سره وویني که نه، چې دا معمولاً د رسمي سفرونو برخه وي.