د بریتانیا پاچا چارلز ته په رسمي ډول تاج په سر کېښودل شو

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا پاچا درېیم چارلز او ملکې کمېلا ته په رسمي ډول په ځانګړو تشریفاتي مراسمو کې شاهي تاج په سر کېښودل شو.
دغه مراسم د لندن په ویسټ منېسټر ابي مشهوره کلیسا کې ترسره شول چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو د شاهي کورنیو غړو او مشرانو په کې برخه لرله.
پاچا چارلز د اسونو په هغه ځانګړې ګاډۍ کې چې له ۱۸۳۱ راهیسې د تاجپوشۍ په مراسمو کې کارول کېږي، له شاهي ماڼۍ دغې کلیسا ته ولاړ.
درېیم چارلز چې اوس ۷۴ کلن دی، د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د خپلې مور دویمې الېزابیت له مړینې وروسته د بریتانیا پاچا شو خو د تاج په سرولو رسمي مراسم یې نه وو تر سره شوي.
نوموړی تر ټولو زوړ پاچا بلل کېږي چې د پاچاهۍ تاج په سروي. پاچا د لوړې پر مهال د خپل نیکه شاهي چپنه په تن کړې وه.
د شاهي ماڼۍ شاوخوا لسګونه زره کسان راټول شوي چې دغه مراسم له نژدې وګوري.

د تاج په سرولو مراسیمو ته نژدې ځینې لاریونیانو هم راټول شوي وو او "زما پاچا نه دی" شعارونه یې ورکول. ځینې له دې امله هم نېوکه کوي پر دغه ډول مراسمو ډېر لګښت کېږي.
پاچا او مېرمن یې په وېسټ منېسټر ابي کلیسا کې له نژدې دوو ساعتونو او مراسمو وروسته بېرته شاهي ماڼۍ ته ولاړ چې زرګونه کسان يې لېدو ته ولاړ وو.
دغو مراسمو ته چې په ژوندۍ بڼه پر تلویزیونونو خپرېدل، نژدې ۲۲۰۰ مېلمانه وربلل شوي و.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یویټر یو پوست کې پاچا چارلز او ملکې کمېلا ته د تاج په سرولو مبارکي ویلې ده.
ښاغلي کرزي دوی دواړو، د بریتانیا شاهي کورنۍ او خلکو ته د خوښیو او نیکمرغۍ هیله کړې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په مراسیمو کې د بریتانیا ټولو پخوانیو لومړيو وزیرانو چې ژوندي دي، هم ګډون کړی و.
په تېرو ۷۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په بریتانیا کې د تاج په سرولو مرسم تر سره کېږي. د پاچا مور دویمه الېزابیت چې تېر کال مړه شوه، د دې هېواد په تاریخ کې یې تر ټولو ډېره واکمني کړې. له همدې امله په تېرو اوو لسیزو کې د تاجپوشۍ مراسم نه و ترسره شوي.
د پاچا د درناوی لپاره د بریتانیا په ۱۳ بېلا بېلو ځایونو کې د توپونو ډزې هم وشوې. د تاج په سرولو مراسمو کې د بریتانیا د پوځ نژدې ۴۰۰۰ سرتېرو هم ګډون کړی و چې ځانګړي پرېډونه ترسره کړي.
پاچا او مېرمن یې بکېنګهم ماڼۍ ته له رسېدو وروسته، د کورنۍ له نورو غړو سره د دغې مشهورې ودانۍ په برنډه کې د څو دقیقو لپاره را وتلی و چې د ورغلو ننداره چیانو مننه وکړي.









