چهارشنبه افغانستان، سعودي او د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ ده
افغانستان، سعودي عربستان، مصر، قطر، متحده عربي اماراتو، کویت، لبنان، بحرین، فلسطین او یو شمېر نورو هېوادونو اعلان کړی چې د روژې میاشت لیدل شوې او سبا چهارشنبه، د فبرورۍ ۱۸مه، د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو حکومت کې د سترې محکمې ویلي " په پروان، هلمند، زابل او څو نورو ولایتونو کې ځايي خلکو څو ځایه میاشت لیدلې او ولایتي محکمو کو کې شاهدي ورکړې ده." پر همدې بنسټ سبا چهار شنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د عمان سلطنت، ترکیې، سوریې، اردن، اندونیزیا، مالیزیا او ځینو نورو هېوادونو بیا بل سبا، پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده. د عمان سلطنت د میاشت لیدلو کمیټې ویلي دي چې: "د ستورپوهنې د علم له مخې، میاشت د سې شنبې پر ورځ چې د شعبان ۲۹مه او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۱۷مې سره برابره ده، د لمر له لوېدو مخکې یا ورسره سم د عمان د سلطنت په ټولو ولایتونو کې ډوبېږي"، دا په دې معنا ده چې "په دې ورځ د میاشتې لیدل ناممکن دي."
دې کمیټې زیاته کړې ده: "د دې کړنلارې له مخې هغه راپورونه د منلو وړ نه دي چې له واقعیت او علم سره په ټکر کې وي، نو کله چې علم د لیدلو ناممکنوالی مني، کمیټه اعلانوي چې چهارشنبه د شعبان میاشتې وروستۍ ورځ او پنجشنبه چې د فبرورۍ له ۱۹مې سره برابره ده، د روژې لومړۍ ورځ وي."
هاخوا ایران، مراکش، هند، پاکستان او بنګله دېش اعلان کړی چې نن سې شنبه د فبرورۍ ۱۷مه، د شعبان ۲۸مه ده او سبا چهارشنبه به اعلان وکړي چې ایا پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده که جمعه.
اسلامي هېوادونه تر ډېره هر کال د اسلام د دې تر ټولو سپېڅلې میاشتې د پیل په اړه اختلاف لري چې فقهي او سیاسي عوامل په کې ټاکونکې ونډه لري.
د میاشتې لیدل څنګه تشخیص او ثابت شي؟ او ایا په یوه جغرافیه کې د میاشتې لیدل د بلې لپاره هم الزامي دي؟ کتونکي د اسلامي هېوادونو ترمنځ سیاسي سیالۍ او اختلاف په دې برخه کې بل مهم عامل بولي.















