د اسټرالیا افغان ایکس پرېس تر غان اورګاډي

د نړۍ یو له تر ټولو په زړه پورې سفرونو ، د افسانوي ریل ګاډي "ګان" (The Ghan) په وسیله ترسره کېږي. دا تاریخي افسانه په دې وروستیو کې له الیس سپرینګز څخه تر ډاروین پورې د لارې په غځولو سره یو ځل بیا ژوندۍ شوې ده. له ۷۰ کلونو انتظار وروسته، دا خوب په حقیقت بدل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګان/غان اورګاډي سفر ډېرو ته یو افسانوي سفر برېښي.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بریتانیا مېشتی خبریال
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

ټیک ۲۲ کاله مخکې د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا د يوه تر ټولو اوږد اورګاډی غان- چې د افغان لنډیز دی- بشپړ چوپړ د پټلۍ د پاته برخې تر جوړېدو وروسته پیل شو. او ددې لويي وچې شمال او سوېل یې له دې لارې مخامخ سره ومښلول.

د اسټرالیا دولتي رسنۍ یا اې بي سي له سویلي ښار اېډیلېډ څخه تر شمالي ښار ډاروين پورې د دې اورګاډي د سفر د پیلېدو د ورځې د خبر سرلیک و: "غان خپل تاریخي سفر پیل کړ. "

په دغه خبر کې راغلي وو: "د اېډيلېډ په لوی ټرمینل کې ډېره ګڼه ګوڼه ده، ځوانان لمانځنې کوي. سلګونه کسانو د اسټرالیا او غان اورګاډي بیرغونه په لاس کې نیولي، د غان روانېدو ته شېبې شمېري. "

دا رسنۍ وايي له اېډيلېډ تر ډاروین د غان اورګاډي لومړني سفر سره د اسټرالیایانو د یوې پیړۍ پخوانی خوب ریښتیا شو.

د دومره لوی واټن یا د نږدې درې زره کیلومتره مزل لنډولو لپاره هم یو کیلومتر اوږد غان اورګاډی د اسټرالیا په تاریخ کې تر ټولو اوږد اورګاډی دی. غان د اسټرالیا د اورګاډي تر ټولو مشهور سفر دی او په کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو سیلانیان د دغې لویې وچې له یو کونج تر بله لکه روان هوټل کې ننداره کولی شي. خو دغه روان هوټل ته ورته د غان اورګاډي نوم او کیسه هم د اوښبنو افغانانو له هڅوسره تړاو لري، ځکه پر دې لويه وچه ډېر سړکونه او د اورګاډي پټلۍ د دوی د اوښانو د تګ راتګ پر مسيرونو جوړ شول.

د ګان (The Ghan) ریل ګاډی له الیس سپرینګز څخه اډیلایډ ته روانېږي؛ دا یو درې ورځنی سفر دی چې له انګلستان څخه د عصري ډیزلي-برېښنايي لوکوموټیوونو (انجنونو) په کارولو سره به یې موده دوو ورځو ته راکمه شي. (۱۰ د اګست، ۱۹۵۳ کال)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۹۵۳ کال یو انځور چې ښيي، غان/ګان اورګاډی له الیس سپرینګره اډیلایډ ته رهي دی.

اسټرالیا ته د افغان اوښبنو تګ

اسټرالیا ته د افغانانو د تللو په درشل کې دا لویه وچه د بریتانیا تر ښکېلاک لاندې یا مستعمره وه او د سیمو د موندلو او ېخ بنسټيزو جوړښتونو پروژو د پلي کولو لپاره یې اسونه او غوايان ور وستل چې اړوند سیمو ته وسایل او توکي ورسوي.

اسټرالیا کې د افغان اوښبنو څېړونکې رېکاوسکي وايي، اسان او غوایان چې هره ورځ اوبو ته اړتیا لري، په دښتو کې یې اوږد سفر نه شو کولی. هغې چې پر افغان اوښبنو څو کتابونه لیکلي او لا هم دې برخو کې فعاله ده له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، چې د دې ستونز ې د حل لپاره د هغه وخت واکمنو د غوایانو او اسانو بدیل اوښان وبلل او اسټرالیا ته د افغان اوښبنو تګ ته لار جوړه شوه.

افغان تاریخپوه او څېړونکي ډاکټر لطیف یاد بي بي سي ته وویل، د اسټرالیا پراخو دښتو کې د افغانانو اوښانو د صحرایي کښتیو حیثیت درلود او درانه بارونه یې له يوې سيمې بلې ته ليږدول:"ځکه او ښان درانه بارونه وړي او د اسټراليا په څېر ګرم هيواد کې چې سوځند دښتې لري دغو اوښانو له تندې سره مقاو مت کو لی شو . "

د ځمکې د شمالي کورې له افغانستانه نږدې لس زره کیلومتره لرې د سوېلي کورې اسټرالیا ته اوښبه افغانان اول ځل په ۱۸۳۰ کلونو کې لاړل او تر ۱۹۲۰ کلونو پورې دوی د دغې وچې بېلابېلو سیمو ته وکوچېدل.

په اسټراليا کې د افغان اوښبنو کره شمېر مالوم نه دی، خو د بي بي سي دواد اعظمي چې په اسټراليا، افغانستان او پاکستان کې د افغان اوښبنو د رول او د اسټراليا په پرمختګ او وده کې د هغو د ونډې په اړه څېړنې کړې او په دوه زره شپاړسم زېږدیز کال کې یې پر دې موضوع په پښتو او انګرېزي ژبو کې د راډیويي خپرونو لړۍ جوړه کړې، د دوی شمېر له دریو تر څلور زرو اټکل کړی دی.

اسټرالیا ته د افغان اوښبنو د تګ پر مهال ګاډی او اورګاډی نه و، په همدې وجه یې ډېرې هغه مهمې او ضروري چارې پر غاړه وې چې وروسته ګاډي او اورګاډي کولې لکه د اسټرالیا لویې وچې د نویو سیمو موندلو کې مرسته، بندرونو او د پټلۍ تمځیو ته د وړیو او کاني موادو لېږدول، له بندرونو لرې پرتو سیمو ته خوراکتوکي او نور مواد وړل، وچکالۍ ځپلو او وچو سیمو ته اوبه رسول، د اړیکو لپاره پوستي سیستم فعال ساتل، د پټلۍ او ټیلګرام پروژو ته ساختماني مواد وړل او د پټلۍ غځولو نورو چارو کې کار کول د دوی دندې وې.

افغان ایکس پرېس

اسټرالیا ته د افغانانو له تګ نږدې درې لسیزې وروسته په دغه لویه وچه کې د پټلۍ جوړېدو هڅې پیل شوې او د افغانانو رول هم پسې لا مهم او زیات شو.

د لطیف یاد په خبره، په هغه وخت کې ګاډي او موټر نه وو او بریتانویانو د پټلۍ او د تیلګراف مزو د غځولو لو لپاره دغو اوښبنو او د دوی اوښانو ته ډیره اړتیا درلودله. هغه وايي چې اوښبه افغانانو د دغو بېخ بنسټو پروژو د پليتابه وسایل رسول: "د همدغو اوښبنو او د دوی د اوښانو په برکت انګریزان په دې وتوانیدل چې د جنوبي اسټرالیا نه شمالي اسټرالیا ته پټلۍ او د تیلګراف مزی وغځوي. "

نوموړی زیاتوي چې افغانان پر اوښ چلولو سربېره د پټلۍ جوړولو نورو چارو او بیا د اوښانو سوداګرۍ کې هم بوخت وو.

په ۱۸۹۱ کال لومړنی اورګاډی له کورن تمځي د اوډناډاټا اورګاډو تمځي ته ورسېد. په دې طرحه کې ۱۵۰ افغان اوښبانه په کار بوخت وو. د دوی د خدمت ستایلو لپاره دغه اورګاډي ته ''افغان ایکسپرېس'' نوم غوره شو.

د وخت تېرېدو سره افغان ایکس پرېس پر افغان اورګاډي، بیا غان اورګاډي او وروسته پر غان بدل شو.

د افغان ایکس پرېس له پیلېدو سره پلان و چې په پټلۍ د اېډيلېډ او ډاروین ښارونه په اورګاډي سره ونښلول شي، خو د مالي ستونزو له امله ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې پاتې شول.

د اورګاډي ډبه کې سپرلۍ ناسته لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۱ پېړۍ په لومړیو یانې د ۲۰۰۴ کال د فبروري په اوله دا ښارونه په غان اورګاډي سره وتړل شول.

غان نږدې درې زره کیلومتره واټن په ۵۴ ګړیو یا په درو و رځو او دوو شپو کي بشپړوي.

خو پخوا به دا ډول سفرونه افغان اوښبنو له خپلو اوښانو سره پر پښو کول.

سره له دې چې غان د اسټرالیا یو تر ټولو اوږد اورګاډی او یو کیلومتر کېږي، خو تر درو سوو ډېر مساپر وړي.

ښايي دا پوښتنه پیدا شي چې ولې دومره لوی اورګاډی دومره لږ سپرلي لري، ځواب یې دا دی چې غان د نورو اورګاډو اپوټه د خوځند هوټل یا کور په څېر دی، چې د دې لویې وچې ښکلې سیمې په سیلانیانو ویني.

په غان اورګاډي کې د سپرلۍ لپاره پر څوکیو سربېره ان ځانګړې کوټې، شاورونه، بار او هر وخت تیار پخلنځی یا اشپزخانه هم شته.

دومره اسانتیاوو ته په پام د غان اورګاډي سفر یو ډېر ګرانبیه سفر ګران هم دی، چې پکې تګ د هر چا د وس کار نه دی او لګښت یې د یو کس لپاره څو زرو ډالرو ته رسېږي.

که څه هم د اسټرالیا د دغه اورګاډي نوم د افغان پر ځای په لنډه بڼه غان ته بدل شوی دی. خو د نوم له بدلون یا اورګاډي له بدلون سره د افغان اوښبنو سمبول یې پاته دی. اسټرالیا کې د افغان اوښبنو متخصصه پامېلا رېکاوسکي وايي دا سمبول هم د داسې افغان اوښبه انځور دی چې پر اوښ سپور دی.

د انځور دواړو خواوو ته د غنمو دوه وږي دي چې د ملتونو د یووالي، پرمختګ او هوساینې مانا لري او له دغه سمبول سره دا وږي د اسټرالیا په ښېرازۍ او پرمختګ کې د افغانانو اوڅار رول ښيي.

له همدغه سمبول مجسمې هم جوړې شوې او د غان اورګاډي تمځیو او د پټلۍ اوږدو کې ځای ځای دنګې ولاړې دي. د غان تمځیو او ترمینالونو کې پر موادو د بار اوښانو او د دوی د اوښبنو لوی لوی انځورونه هم ځړېدلي دي.

غان اوس یواځې د اورګاډي نوم نه دی، بلکې د دغه اورګاډي تمځیو کې د غان په نوم، خولۍ، پیالې، ګیلاسونه، نانځکې، اغوستوکي او د کوچنیانو لپاره کتابونه هم شته.

تر غان او د هغه تر تمځیو هم افغان نوم ایسار نه دی، بلکې د غان په نوم یو وخت پوستي ټیکټونه او سیکه هم وو.

د پټلۍ او ټلیګراف غځولو اړوند توکو پر پاکټونو هم د افغان اوښبنو او د دوی د اوښانو انځورونه لګول شوي وو.

همدارنګه د اسټرالیا مختلفو سیمو کې د همدغو افغانانو نومونه پر سړکونو او کوڅو یا ځایونوهم اېښودل شوي، په ایلیس سپرینګز کې افغان جومات، افغان یا ګان/غان سټریټ، محمد ستریټ او خالق سټریټ یې څو بېلګې دي. د سوېلي اسټرالیا په پورټ اګوسټا کې له غان اوښبنو د مننې یادډبره هم جوړه شوې او پرې لیکلي دي: "د هغو مخکښو افغان اوښبنو په یاد چې ۵۰ کاله یې د اسټرالیا په لرې پرتو سیمو کې بې وېرې خدمت وکړ، الحمدالله. "

خو د ټلیګراف او پټلۍ چارو پرمختګ سره د دوی د اوښانو رول هم پیکه شوه. دغو اوښبنو نورو چارو لکه د سرو کانونو کې کاروبار ته مخه کړه، خو د هغه وخت د پالیسۍ له مخې یې په مخ کې خنډونه ډېر و، ځکه یې افغانستان ته د ستنېدو تکل وکړ.

خو اوښان یې په اسټرالیا کې پرېښودل، چې وخت ناوخت اسټرالیا ځان ته سرخوږی بللي او د وژلو هڅه یې کړې، خو د چاپېریال ساتو او ژوپالو له غبرګون سره مخ شوي دي. اوس اسټرالیا کې تر میلیون ډېر اوښان شته چې هر کال یې اوښلوبه هم کېږي او د اوښبنو افغانانو یاد ساتي. افغان اوښبانه د اسټرالیا د ښارونو په څنډو او بیا د پټلۍ له ترمینالونو سره اوسېدل او مېنې یې جوړې کړې وې چې غان مېنې یا ښارګوټي یې بلل. دوی په دغو مېنو کې جوماتونه هم جوړ کړي وو، چې د لمونځ او د خپلو ټولنیزو چارو لپاره یې کارول.

ډاکټر لطیف یاد وايي، افغانان د اسټرالیا لومړني مسلمانان دي او هلته تلو سره په دغه لویه وچه کې یې ډېر جوماتونه هم جوړ کړي چې ځینې یې اوس هم شته: "لکه د بروکن هيل جومات، د جنوبي اسټراليا د ایډليډ جامع جومات، د لويديځې اسټراليا د پرت ښار جامع جومات. دا جوماتونه اوس هم شته، خو بدل شوي او واک یې هم له نورو مسلمانانو سره دی. "

په بروکن هيل کې د افغانانو جومات په موزیم بدل شوی دی. دا جومات په ۱۸۹۰ کال کې جوړ شوی او اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه ولاړ دی.

د بي بي سي داود اعظمي د خپلو څېړنو پر مهال په ۲۰۱۶م کال کې دغه جومات ته هم ورغلی او وايي د جومات انګړ کې د خورما ونې ولاړې دي او هم د اوښانو د بار وړلو وسیلې شته. دی زياتوي چې که څه هم دغه جومات لمونځ کونکي نه لري، خو د اوښبه افغانانو یاد ژوندی ساتي او حکومت د تاریخي ارزښت له امله په پخوانۍ بڼه ساتلی دی. داود اعظمي په خپل پروګرام کې ويلي چې د دې جومات ساتونکی امان الله نومیږي چي سپین ږیری دی او وايي چې پلار یې شمروز خان له پېښور اسټراليا ته تللی و. دی وايي اوښبنو افغانانو د اسټرالیا پرمختګ کې مهم رول درلود، خو دوی هغسې یاد نه شول او هغه درناوی یې و نه شو لکه چې په کار ده.

پخپله د اسټرالیا ځینې تاریخپوهان هم پر دې باور دي چې دغې وچې ته تر نورو توکمونو د شمېر له مخې افغانان کم ورغلي، خو په پرمختګ او پراختیا کې یې بې جوړې برخه اخیستې ده، خو په تاریخ کې یې هغسې يادونه نه ده شوې ، څومره چې یې حق و.