چین د وسلو د پنځو سترو صادروونکو هېوادونو په کتار کې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا او چین پر یو بل د وسلو د پراختیا نیوکې کوي.

چین اوس له امریکا وروسته په نړۍ کې ستره دفاعي کالنۍ بودجه لري او د دغه هېواد د دفاعي صنعت کمپنۍ عصري او پرمختللې وسلې د نړۍ پر نورو هېوادونو پلوري.

د نویو شمیرو له مخې چین په نړۍ کې د وسلو د سترو پنځو صادروونکو هېوادونو په کتار کې ځای نیولی.

خو تر دې دمه د دفاعي صادراتو په برخه کې د چینايي کمپینو په اړه ډیر لږ معلومات برسیره شوي و.

د ستراتیژیکو څېړنو د نړیوال انسټیټیوټ د دې نوې څېړنې له مخې د چین اوه لویې کمپنۍ په نړیواله کچه د دفاعي صنعت د شلو لویو کمپینو په ډله کې راځي.

له دې ډلې سوت چاینا ګروپ کارپوریشن کمپنۍ له بي اې اي سیسټم، ریتیون، بوینګ او لاکهیډ مارټین وروسته د شلو لویو کمپنیو په ډله کې پنځم نمبر ده.

چین د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ په برخه کې هم ډیر پرمختګ کړی.

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، چین پر ۲۰۱۶ کال د داسې الوتکې د جوړولو خبره هم وکړه چې په وچه او اوبو دواړو کې تللی شي.

څو میاشتې وړاندې یوې امریکايۍ څېړنییزې ادارې خبرداری ورکړی و چې په دې برخه کې د چین پرمختګ په نړۍ کې اقتصادي او پوځي توازن ګواښي.

دغې څېړنيزې ادارې په پوځي برخو کې د دا ډول ټکنالوژۍ کارول د یوه دلیل په توګه وړاندې کړی و.

تیر کال په همدې ورځو شپو کې چین د مصنوعي ځیرکتیا لپاره خپل ملي پلان په ډاګه کړ او غوښتنه وشوه چې چین باید په دې برخه کې له امریکا وروسته پاتې نه شي.

د یاد بنسټ له خوا د شوې څېړنې په پایله کې ویل شوي چې چین د مصنوعي زیرکتیا په برخه کې له امریکا هم ډیره وړتیا لري او په برخه کې له امریکا سره ښه سیالي کولی شي.