د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لیدنه کې پوتین ولې بریالی بلل کېږي؟

ر

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ فېنلنډ ته رسېدلی، چې ټاکل شوې هلته نن د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره وګوري.

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې سرمشریزې ډېره تمه نه لري، خو هیله یې ښودلې چې یو څه ښه به ترې راووځي.

امريکا کې ځينو د دغې کتنې مخالفت کاوه او ويل يې چې له خطرونو سره مله ده.

د هېلسينکې سرمشريزه کې که کوم احتمالي خطر شته نو هغه ولسمشر ټرمپ ته مخامخ دى نه ویلاديمير پوتين ته، نو له دې امله يې سپينه ماڼۍ کې ځينو مخالفت کاوه.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دواړو مشرانو د لیدنې ځای.

په لومړي پړاو کې دواړه مشران نژدې يونيم ساعت لپاره دوه په دوه سره گوري.

د منتقدينو په باور ولسمشر پوتين د حکومتوالۍ ١٨ کلنه تجربه لري او د امريکا د ولسمشر تجربه اتلس مياشتنۍ ده.

خو ولسمشر ټرمپ بيا د مرکچي په توگه پر خپلې برلاسۍ ډېر ډاډمن دى.

ډېر لږ کسان په دې باور دي چې ولسمشر پوتين به په دې سرمشريزه کې د پام وړ تېرېدنې او يا منښتې وکړي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ له خپلې مېرمنې سره جوړه فنلېنډ ته ورسېد.

دا يقيني ده چې د امريکا د ٢٠١٦ م کال په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ په گټه د روسيې د لاسوهنې تورونه به و نه مني.

خو د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن د سرمشريزې په درشل کې د پخوا پر تله يو گام وړاندې لاړ او ويې ويل د دې منل گران دي چې ولسمشر پوتين دې په ټاکنو کې د روسيې له لاسوهنو نه و خبر.

پوښتنه دا را پورته کېږي چې ايا ولسمشران پوتين او ټرمپ به د اکرايين، سوريې او ايران په تړاو چې ډېر ژور سره وېشلي دي، کوم پرمختک وکړاى شي؟ هېڅ يوه غاړه هم د بري وړاندوينه نه کوي.

دواړه مشران ښايي راتلونکي کې د خپلو اټومي وسلود شمېر کمولو پر شونتياو خبرې اترې وکړي.

خو داسې برېښي ولسمشر پوتين چې د فوټبال اتلوليو د بريالي کوربه توب نړيوال وياړ يې تر لاسه کړى له دغې سرمشريزې تر ټولو ډېره گټه پورته کړي.