پوتین: له روسیې باید ۷۵۵ امریکايي ډیپلوماټان ووځي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مسکو کې د امریکا سفارت.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، له دغه هېواد باید ۷۵۵ امریکايي ډيپلوماټان ووځي.

د ښاغلي پوتین دا پرېکړه له هغه وروسته ده چې امریکا په وروستیو کې پر مسکو تازه بندیزونه ولګول.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم له امریکا غوښتي و، چې د سږکال تر سپټمپر په دغه هېواد کې د خپلو ډيپلوماټانو شمېر ۴۵۵ ته ټیټ کړي.

دا شمېر په امریکا کې د روسیې د ډیپلوماټانو له شمېر سره برابر دی.

امریکا متحده ایالتونه د روسیې دا پرېکړه "خواشینوونکې" بولي او وايي، د مسکو د دې پرېکړې اغېز ارزوي او پر ځواب ور کولو غور کوي.

روسیې دوه ورځې وړاندې هم امریکا ته خبرداری ور کړی و، چې د امریکا د دوو ډيپلوماټیکو ودانیو واک هم په خپل لاس کې اخلي.

د روسیې ولسمشر د روسیه- ۲۴ تلوېزون سره مرکه کې وايي: "روسیه کې له زرو ډېر امریکايي ډيپلوماټان کار کوي او اوس هم کار کوي، چې په دوی کې ۷۵۵ باید خپل فعالت په روسیه کې پرېږدي".

په ورته مهال ښاغلی پوتین وايي، د سوریې په سوېل کې امن سیمه جوړول د مسکو او واشنګټن د خپلمنځي همکارۍ د پرمختګ نښه ده، خو له دې ډېر له امریکا سره د روسیې د اړیکو د ښه والي تمه نشي کېدلی:

"موږ په دې هیله ډېر صبر وکړ، چې وضعیت به ښه شي، خو داسې ښکاري چې که وضعیت ښه کېږي، نو په نږدې راتلونکي کې به ښه شي".

د مسکو نور ګامونه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیي ولسمشر وايي، له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره یې ډېر صبر وکړ.

د روسیې ولسمشر په یوه بله تلوېزوني مرکه کې هم وویل، چې ممکن مسکو د واشنګټن پرضد نور ګامونه هم په پام کې ونیسي، خو "دمګړۍ له دې کار سره مخالف یم".

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله لورا بېکل وايي، د روسیې دا پرېکړه په اوسمهالي تاریخ کې د یو هېواد خورا ډېر ډيپلوماټان دي چې اېستل کېږي.

په مسکو کې د بي بي سي خبریاله سارا رینسفورډ وايي، دا ۷۵۵ کسان په ټوله روسیه کې د امریکا د ډيپلوماټیکو مرکزونو کارکوونکي دي.

د هغې په خبره، د ویلادیمیر پوتین په دې امر کې په مسکو کې د امریکا د سفارت، همدارنګه په اکاترینبرګ، ویلادیوووستوک او سن پترزبرګ کې د کونسلګریو کارکوونکي راځي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف هم د امریکا له اې بي سي تلوېزون سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکايي ډيپلوماټانو اېستل "له اندازې ډېر ځنډول" شوي، خو که امریکا خپل چلند بدل نه کړي، د نورو ګامونو په تمه دې وي.

د ښاغلي ریابکوف په خبره، د امریکا وروستي بندیزونه چې "د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د لاسوهنې" د تور په نوم د روسیې د سزا کولو لپاره دي د "نه منلو" دي.

د بندیزو په تړاو د ټرمپ دریځ

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، روسیي د دوو امریکايي ډيپلوماټیکو ادارو واک هم په ځپل لاس کې واخیست.

د امریکا ولسي جرګې پنځه ورځې مخکې د روسیې پرضد نوي بندیزونه ولګول، داسې ښکاري چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې مصوبې سره مخالف دی، خو له دې تصویب وروسته سپینې ماڼۍ وویل، چې ښاغلی ټرمپ له بندیزونو سره مخالف نه دی، مګر له ځینې کلیمو سره یې جوړ نه دی.

دا بندیزونه د کانګرېس دواړو جرګو په خورا لوی اکثریت تصویب کړل او ډونلډ ټرمپ هم پرون وویل، چې دی به یې لاسلیک کړي.

د دې مصوبې له مخې نوموړی هغه دودیز واک هم له لاسه ور کوي چې د امریکا یو ولسمشر یې د بندیزونو د ردولو لپاره لري، دا داسې مسله ده چې سپینې ماڼۍ پرې نیوکه کړې ده.

امریکا په تېر ډیسمبر کې پر روسیه بندیزونه سخت کړل او د هغې میاشتې په وروستیو کې پخواني ولسمشر بارک اوباما له خپل هېواد د ۳۵ روسي ډيپلوماټانو د وتلو امر هم وکړ.

دا امر د هغه څه له امله و چې امریکا یې د ډیموکراټ ګوند پر مرکزي کمېټه د روسیي سایبري برید او امریکايي ډيپلوماټانو ته د مزاحمت ځواب بولي.

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا او روسیې ولسمشران په جي شل سرمشریزه کې.