ډونالډ ټرمپ: باید امریکا خپلې اتومي زېرمې پراخې کړي

د عکس سرچینه، AP
د امریکا متحدو ایالتونو ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا باید د خپلو اتومي وسلو زېرمې پیاوړې او پراخې کړي. ډونالډ ټرمپ چې راتلونکې میاشت به رسماً د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه دنده پیلوي وايي:
'' تر هغې چې نړۍ د اتومي مسالې په هکله په هوش راځي متحده ایالتونه باید خپلې اتومي زېرمې پیاوړې او پراخې کړي. ''
نوموړي دغه څرګندونې له هغه څو ساعته وروسته کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په ورته څرګندونو کې ویلي و، روسیه د خپل اتومي پوځي ځواکمني وړتیا ډېرولو ته اړتیا لري.
روسیه او د امریکا متحده ایالتونه دواړه له ۷ زرو ډېرې اتومي وسلې لري.
د ټاکنیز کمپاین پر مهال ښاغلي ټرمپ ویلي و، جاپان او سویلي کوریا باید د امریکا له مرستې پرته له شمالي کوریا نه د دفاع په موخه په اتومي وسلو د ځان سمبالولو په اړه غور وکړي.
خو نوموړی وروسته له خپلو هغو څرګندونو منکر شو او ویې ویل، هیلیري کلنټن د ده د بهرنۍ پالیسي دریځ په تړاو دروغ وايي.
د ښاغلي ټرمپ دغه اعلان د پنجشنبې پر ورځ د یو شمېر ټویټر پیغامونو په لړ کې خپور شو.
ښاغلي پوتین اتومي توغندیو ته د پراختیا ورکولو غوښتنه وکړه، چې وکولای شي له توغندي ضد سسټمونو تېر شي.
روسیې څو میاشتې مخکې له امریکا سره د پلوتونیم تولید محدودیت اتومي هوکړې لاسلیک وځنډاوه.
د روسیې ولسمشر ( د امریکا غیر دوستانه اقدامات ) او د روسیې ګټو ته ګواښونه د دغې هوکړې د ځنډېدو لاملونه بللي وو.

د عکس سرچینه، TWITTER
له ۱۹۷۲ کال راهیسې، چې د شوروي اتحاد د هغه مهال ولسمشر لیونیدبریژنیف او د امریکا د هغه مهال ولسمشر ریچارډ نکسون د اتومي زېرمو محدودولو هوکړه لاسلیک کړې امریکا او روسیې بیا، بیا د اتومي وسلو کنترول دوه اړخیزې هوکړې کړې.








