واشنګټن پوسټ: روسیې د ټرمپ بریالیتوب سربېره نور څه هم غوښتل
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
واشنګټن پوسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې چې عنوان یې دی "د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې پټې ارزونې ښيي چې روسیې غوښتل ټرمپ په ټاکنو کې بریالی شي" ویلي؛ یواځې د ټرمپ بریالیتوب د روسیې هدف نه و بلکې غوښتل یې د امریکا ټاکنیز نظام زیانمن کړي.
واشګنټن پوسټ زیاتوي؛ سی آی اې هغه کسان په ګوته کړي چې د سوریې له حکومت سره یې اړیکې وې او ویکي لیکس ویبپاڼې ته یې زرګونه هک کړل شوي ایمیلونه ورکړي. په دې ایمیلونو کې د ډیمواکراتانو ملي کمیټې ایمیلونه او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراتې نوماندې هېلیري کلنټن د کمپاین د مشر ایمیلونه هم شامل دي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ دغه کسان د هغې ډلې غړي و چې غوښتل یې د ډونلډ ټرمپ د بریالیتوب چانس زیات او د میرمن کلنټن د بریا امکانات کم شي.
نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د اوسني حکومت لخوا د نړۍ د اقلیمي بدلون په اړه د کړو نړیوالو ژمنو په اړه یوه مطلب کې لیکلي؛ د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملاتړي هیله لري د اوباما ژمنې چې په دې برخه کې یې کړي ماتې کړي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ په ښکاره ددغو ژمنو ماتول اسان کار ښکاري، خو په عمل کې به دغه ډول یو اقدام داسې اسانه کار نه وي.
ګارډین:

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانوۍ ورځپاڼېه ګارډین په یوه راپور کې ویلي؛ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د هغو ماشومانو د را وستلو چاره بنده کړې چې په فرانسه کې د کالې په جنګل کمپ کې اوسیدل.
په راپور کې ویل شوي، په تیره موده کې چې ۷۵۰ ماشومان بریتانیا ته راوستل شوي، له دوی سره د قانوني اجرااتو په لړ کې مرکې شوي دي.
د برتانیا د کډوالو چارو وزیر رابرټ ګوډویل ویلي، دوی هغه ټول ماشومان چې بریتانیا ته یې د راتګ امکانات و ځای پرځای کړي دي. کاله ښار کې د جنګل کمپ د افغانانو په ګډون د زرګونو کډوالو میشت ځای و چې څو اونۍ وړاندې فرانسې وتړلو.
شرق الاوسط:

د عکس سرچینه، Getty Images
له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې الشرق الأوسط د سیمې په شخړو کې د ایران د رول په اړه یوه مطلب کې ویلي؛ د منځني ختیځ له قضیو سره لویدیځه نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا چې د کومو معیارونو له مخې چلند کوي پوهیدل پرې اسانه نه دي.
لیکوال پوښتي آیا اړتیا ده چې عربي هېوادونه هم لکه د ایران په څیرې ملیشې رامنځته کړي او له لارې په سیمه کې خپل هدفونه تعقیب کړي.








