ټرمپ: ښايي واشنګټن د "یو چین" پر پالیسۍ بیا کتنه وکړي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سیاسي او اقتصادي برخه کې پر چین نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ممکن حکومت یې د واشنګټن د "یو چین" پر پالیسۍ د بیا کتنې لپاره غور وکړي.
د دې پالیسۍ له مخې امریکا له ۱۹۷۹ راهیسې د تایوان په مسله کې د چین د دریځ درناوی کوي او له تایوان سره یې رسمي اړیکي ختم کړي دي.
بېجینګ تایوان خپل ولایت بولي او د هرې هغې هڅې مخنیوی یې د پالیسي برخه ده چې د تایوان د خپلواک دولت سبب کېدلی شی.
ډونلډ ټرمپ ویلي، چې په سوداګرۍ او نورو مسلو کې د چین له لوري له رعایت پرته د دې پالیسۍ د ساتلو لپاره کوم دلیل نه ویني.
د امریکا ټاکلي ولسمشر له دې مخکې د تایوان له ولسمشرې سايي اینګ وین سره نېغې ټلیفوني خبرې کړې وې، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
ډونلډ ټرمپ له هغه وروسته په ډېرو ټوېټونو کې په چین او په جنوبي چین سمندرګي کې د دغه هېواد پر هڅو نیوکه کړې ده.
"عجیبه خبره ده، چې امریکا پر تایوان په میلیاردنو ډالرو وسله پلوري، خو له هغه ځایه زما سره د مبارکۍ ټیلېفون نه مني".
ښاغلي ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي: " نه غواړي چې بېجینګ مسوولیت ورته وټاکي"
ډونلډ ټرمپ دا هم ویلي چې د کرنسۍ او شمالي کوریا په تړاو چین له امریکا سره همکاري نه کوي.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې دا دعوه هم نه ده منلې چې روسي هېکرانو د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ده د بریالیتوب لپاره رول لوبولی دی.
سي ای اې د تېرې جمعې په ورځ وویل، چې روسي هېکرانو په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په ګټه د لاسوهنې هڅه کړې ده.

د عکس سرچینه، AP








