ډونلډ ټرمپ: ټي پي پي سوداګریز تړون پرېږدو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ټاکلی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د کار په لومړۍ ورځ به خپل هېواد له ټرانس ـ پیسفیک(ټي پي پي) سوداګریز تړون وباسي.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې د خپلو لومړنیو پروګرامونو په روښانولو کې دا خبره کړې ده.
ډونلډ ټرمپ به د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې سپینې ماڼۍ ته لاړ شي او کار به پیل کړي.
دا تړون په ۲۰۱۵ کال کې هغو دوولسو هېوادونو لاسلیک کړی، چې د نړۍ ۴۰ سلنه اقتصاد جوړوي.
امریکا، جاپان، مالیزیا، ویتنام، سینګاپور، بروني، اسټرالیا، نوی زیلېنډ، کاناډ، مکسیکو، چیلي او پیرو یې غړي دي.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د دوشنبې په ورځ وویل، چې له امریکا پرته به دا سوداګریز تړون بې ګټې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټي پي پي د غړو هېوادونو مشرانو د اونۍ په وروستیو ورځو کې په پېرو کې ناسته درلوده او ویې ویل، چې د ښاغلي ټرمپ له مخالفت سره سره به ازاد سوداګریز تړونونه تعقیب کړي.
ښاغلي ټرمپ د ډبرو سکرو تولیدي صنعت کې د هغو محدودیتونو د کمولو ژمنه هم کړې، چې د هغه په وینا "کاري چانسونه له منځه وړي"
خو نوموړي د ټاکنیزو منډو ترړو د شعارونو اپوټه د روغتیايي بېمې قانون(اوباماکر) د لغوه کولو او یا هم د امریکا جنوب ته له مکسیکو سره په پوله د دېوال جوړولو خبره ونه کړه.
ښاغلی ټرمپ دوه اونۍ وړاندې په ټاکنو کې بریالی شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټي پي پي
ټي پي پي د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو یوه جنجالي موضوع وه. د ډیموکرات ګوند چپی نوماند برني سنډرز هم د دې تړون مخالف و چې په لومړي پړاو کې یې له هېلیري کلنټن سره سیالي کوله.
خو دا تړون د بارک اوباما یوه سو داګریزه لاسته راوړنه بلل کېږي.
په دې تړون هوکړه شوې، خو تراوسه رسماً تصویب او اجرا شوی نه دی.
مخالفان یې دا تړون د امریکا اقتصاد ته زیانمنوونکی بولي. دوی وايي، ستر شرکونه یې سرچینه دي او اړوند خبرې یې هم تر ډېره پټې وې.
ټي ټي پي هڅه کوي چې د تعرفو په کمولو او سوداګرۍ په زیاتولو سره د ۱۲ هېوادونو ترمنځ سوداګریز اړیکي پیاوړي کړي.
د ټي ټي پي غړي هېوادونه هیله من دي چې د دې تړون په پایله کې به په سیاست او اقتصادي اصولو کې ډېرې همکارۍ ته لار جوړه شي.
دا تړون د اروپايي ټولنې په څېر یو موټی بازار هم رامنځ ته کولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر توکي او خدمتونه په دې تړون کې راځي، خو ټولې تعرفې لکه پر وارداتو مالیې به لرې نه شي، مګر بیا هم د دې تړون له مخې په ټول کې ۱۸ زره تعرفې بدلېږي.
د بېلګې په ډول غړو هېوادونو ویلي، چې د کرنې او صنعتي توکو په تړاو تعرفې او محدودوونکی سیاست به لرې یا هم کم کړي.
د ډونلډ ټرمپ شپږ کارونه
ډونلډ ټرمپ په ویډیو پیغام کې دا هم وویل، چې د کار په لومړۍ ورځ به شپږ کارونه وکړي.
- د ټي ټي پي د پرېښودلو فرمان ور کول.
- په امریکا کې د انرژۍ پر تولید د بندیزونو ختمول.
- د سایبر بریدونو د درولو لپاره د پلان جوړول.
- د کاروبار لپاره اوسني اصول او مقررات کمول.
- پر هغو خلکو پنځه کاله بندیزونه لګول چې د لابیتوب لپاره حکومت پرېږدي.
- د ویزې د چارې ارځول، چې معلوم شي، له امله یې امریکايي وګړو کاروبار ترلاسه کولو کې ستونزې نه پېښږې.









