ټرمپ او مسلمانان
ډونلډ ټرمپ د سي بي اېس خبري شبکې ته ويلي چې د سترې محکمې لپاره به یې نوماندان د ژوند پلويان، يا په بله معنا د ميندوارۍ پر مهال د ماشوم غورځولو ضد وي.
ښاغلي ټرمپ د خپلې ډلې پر غوراوي هم پيل کړی دی.
د ده د دفتري چارو مشر به رېنس پرېبوس وي، چې د جمهوريانو د ملي کمېټې مشر دی، او د ګوند جوړښت ترمنځ به یې پول جوړوي.
سټېفن بنن يې هم د مشر سټراټيژۍ جوړونکي په توګه نومولی دی. مركه كې ښاغلي ټرمپ د مسلمانانو او لاتينو امريکايانو له ځورولو د لاس اخيستو غوښتنه هم وکړه.
خو د ټاکنيزې مبارزې پر مهال يې امريکا ته د مسلمانانو پر ورننوتلو د بنديز غوښتنه کړې وه.