ډونلډ ټرمپ له خپل مخالف ميټ رامني سره کتلي

ټرمپ او رامني

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلی رامني د امريکا د ۲۰۱۲ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند نوماند و، چې د ډيموکراتانو د ګوند نوماند بارک اوباما ته يې ټاکنې وبايللې.

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل يوه انتقاد کوونکي او مخالف ميټ رامني سره کتلي او داسې اټکل کېږي چې ده ته به د بهرنيو چارو د وزارت څوکۍ ورکړل شي.

ښاغلی رامني د امريکا د ۲۰۱۲ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند نوماند و، چې د ډيموکراتانو د ګوند نوماند بارک اوباما ته يې ټاکنې وبايللې.

د امريکا د وروستيو ټاکنو پر مهال ميټ رامني، ډونلډ ټرمپ يو "ټګ" کس بللی و او ويلي يې وو چې ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ "اخلاق نه لري او وړ کس نه دی"

ښاغلي ټرمپ، ټويټر پيغام کې ويلي، "د هغو ښځينه وو او نارينه وو پر ټاکلو بوخت يم چې وکولی شي يو ځل بيا د لويې امريکا په جوړولو کې مرسته وکړي."

د ډونلډ ټرمپ يوه وياند شون اسپايسر خبريالانو ته ويلي"ټاکل شوی ولسمشر د دغه هېواد د پرمختګ لپاره تګړه او غوره کسان غواړي، که هغوی له ده ملاتړ کړی وي که نه"

ښاغلي اسپايسر ويلي، له ښاغلي رامني سره ليدنه به د دې فرصت رامنځ ته کړي چې د يو بل نظرونه او افکار واورېدل شي.

ميټ رامني د روسيې پر رول يو له سختو انتقاد کوونکو څخه ګڼل کېږي او د ډونلډ ټرمپ سره چې د ټاکنو پر مهال يې د روسيې د ولسمشر ولادي مير پوتين ستاينه کوله همغږی نه ښکاري.

ويل کېږی ميټ رامني د ايران د هستوي پروګرامونو او له دغه هېواد سره د بارک اوباما د توافق له مخالفينو څخه هم و.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانی استازی جان بولټن، سناتور باب کروکر، زلمی خليلزاد او نيکي هيلي هم د بهرنيو چارو وزارت له احتمالي کانديدانو څخه دي.