نيويارک ټايمز: زلمی خليلزاد د امريکا بهرنيو چارو وزارت لپاره يو احتمالي نوماند

زلمی خليلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نيويارک ټايمز په لست کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت لپاره د زلمي خليلزاد په ګډون د پنځو تنو نومونه راغلي دي

د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز د ډونلډ ټرمپ د احتمالي کابينې لست خپور کړی دی. په دغه لست کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت لپاره د زلمي خليلزاد په ګډون د پنځو تنو نومونه راغلي دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د لست له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته زلمی خليلزاد، جان بولټن، باب کروکر، نيوېټ ګېنګرېچ او سټنلي مکرېسټل احتمالي کسان بلل شوي دي.

تر دې وړاندې زلمی خليلزاد په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کړې او جمهوريپال ګوند ته يو له نژدې کسانو بلل کېږي.

د نيويارک ټايمز په دغه لست کې ګڼ نومونه راغلي دی چې په هغو کې د سپټمبر يوولسمې پر مهال د نيويارک ښاروال روډولف جولياني د دوو نورو کسانو تر څنګ د احتمالي لوی څارونوال په توګه ښودل شوی دی.

په دغه لست کې د دفاع وزارت ته د کېلي ايوټ، مايکل فلين، سټېفن هډلي، جان کېل او جېف سيسزنز نومونه راغلي دي.

زلمی خليلزاد يو له هغو امريکايي سیاستوالو دی چې په افغانستان کې د پاکستان پر رول نيوکې کوي.

ټرمب او خليلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خليلزاد يو له هغو امريکايي سیاستوالو دی چې په افغانستان کې د پاکستان پر رول نيوکې کوي

تېر جولای کې خليلزاد له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای د حقاني شبکې او افغان طالبانو په ملاتړ تورنه کړې وه او ويلي يې وو چې پر دغه هېواد بايد اقتصادي او پوځي بنديزونه ولګول شي.

وړاندي نیويارک ټايمز ورځپاڼې په افغانستان کې د شته امريکايي سرتېرو په اړه د امريکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ احتمالي پرېکړې ته کتنه کړې وه.

د ورځپاڼې په وينا، د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال د افغانستان نوم نه يادېده، خو دغه ورځپاڼه د ښاغلي ټرمپ وروستيو ويناوو ته په اشاره ليکي، داسې ښکاري چې نوموړی په افغانستان کې د سرتېرو ساتنې ته ليواله دی.