ډونلډ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې او د متحده ایالتونو ۴۵ ولسمشر شو
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد ټاکنې وګټلې او د متحده ایالتونو ۴۵ ولسمشر شو.
په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره پراخه بلل شوې ده.
د ټرمپ د ګټلو امکان هغه وخت زیات شو چې د اوهایو، فلوریدا او شمالي کارولاینا په څېر یې په اوښتونکو ایالتونو کې ډېرې رایې و ګټلې.