ټرمپ درې مهمو څوکیو ته نوماندان غوره کړل

مایک پومپئو

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، مایک پومپیو

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار څوکۍ وړاندیز کړی دی. د سي آی اې د ریاست لپاره یې له کانزاس ایالته د پارلمان غړی مایک پومپیو او جمهوریپال سناتور جف سشنز یې لوی څارنوالۍ مقام ته نومولي دي.

مایک پومپیو چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آي اې د ریاست لپاره نوماندي منلې، د جمهوریپال ګوند غړی دی.

ښاغلی پومپیو یو له هغو کسانو ؤ چې ایران سره د اټومي هوکړې مخالفت یې کاوه.

لوی څارنوالۍ ته نوماند سناتور سشنز د ټاکنو پر مهال د ډونلډ ټرمپ یو له کلکو متحدانو ؤ.

جف سشنز

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ټرمپ ودانۍ سره، جف سشنز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه ښاغلی سشنز ۱۹۸۶ کال کې د هغه مهال د ولسمشر رونالډ رېګن له خوا قضايي مقام ته ورپېژندل شوی ؤ، خو سنا مجلس کې یوې کمیټې د دې لپاره رد کړ چې تند توکمیز لیدلوری لري.

درې معرفي شوي کسان

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، له ښی لاس: لوی څارنوالۍ ته نوماند جف سشنز، سي آی اې ته نوماند مایک پومپئو، د ملي امنیت مشاوریت ته نوماند مایکل فلین

ښاغلی فلین چې په ټاکنیز کمپاین کې د ښاغلي ټرمپ سلاکار و، د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په تړاو افراطي نظر لري.

هغه په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې له مسلمانانو وېره عقلاني وبلله.

مایکل فلین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلی فلین په ټاکنیز کمپاین کې د ښاغلي ټرمپ سلاکار و

مایکل فلین د دوو کلونو لپاره تر ۲۰۱۴ کال پورې د امریکا د دفاعي اطلاعاتو سازمان مشري کوله.

هغه مهال فلین د داعش پروړاندې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د سیاستونو له سختو منتقدینو و.

ښاغلي فلین همداراز ویلي؛ واشنګټن باید له مسکو سره نژدې همکاري ولري.

څو ورځې وړاندې ښاغلي ټرامپ رېنس پریبس د خپل دفتر د رییس په توګه وټاکه.