د اروپایي کمیسیون مشر وايي 'د ټرمپ غوراوی د اروپا او امریکا پر اړیکو ناوړه اغېزه کولی شي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپایي کمیسیون مشر جېن کلود یونکر وایي د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ غوراوي کې، د دې خطر شته چې د اروپا او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شي.
ښاغلي یونکر لوګزمبورګ کې یو شمېر زده کوونکو ته وویل " موږ به اړ یو ټاکل شوي ولسمشر ته زدکړه ورکړو چې اروپا څه ده او څنګه کار کوي ".

د عکس سرچینه، EPA
تر دې وړاندې د اروپايي هېوادونو مشرانو د ښاغلي ټرمپ د غوراوي پر وړاندې له احتیاطه ډکې څرګندونې کړې وې.
د ټاکنیز کمپاین پر مهال ښاغلي ټرمپ د اروپايي ټولنې او ناټو په اړه سختې خبرې وکړې او له روسیې سره یې د ښو اړیکو د جوړولو لیوالتیا وښوده.
بله خوا د امریکا ځینو ښارونو کې د ښاغلي ټرمپ پر وړاندې مظاهرې وروسته له دوو شپو اوس هم روانې دي او په تاوتریخوالو اووښتي.

د عکس سرچینه، Reuters
ځینو مظاهره کوونکو شخصي ملکیتونو ته هم تاوان اړولی دی، د موټرونو ښیښې یې ماتې کړي او پر پولیسو یې توکې ور ګوزار کړي.
پولیسو بیا له مرچ شیندونکو او ربړي مرمیو کار اخیستی دی او ۲۶ کسان یې نیولي دي.

د عکس سرچینه، AFP
نیویارک کې ښاغلی ټرمپ د هغې کاري ډلې په جوړولو بوخت دی چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۲۰ یې، د اوسني ولسمشر بارک اوباما د ځای ناستي کېدو او سپینې ماڼۍ ته د ننوتو پر مهال بدرګه کړي.









