کېري: ټرمپ دې تر سلا وروسته له بهرنیو مشرانو سره خبرې وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا متحدوايالتونو بهرنيو چارو وزير وايي، د دغه هېواد نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې له بهرنيو مشرانو سره تر خبرو وړاندې د بهرنيو چارو له وزارت سره سلا مشورې وکړي.
جان کېري د نوموړي د واک ليږد ډلې ته دا سلا ور کړې ده.
د ښاغلي کېري دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې د تايوان د ولسمشرې ساى اين ونگ او د ښاغلي ټرمپ ترمنځ ټيليفوني خبرو اترو د چين سخت غبرگون وپاراوه.
تېره ورځ د ښاغلي ټرمپ نژدې همکارانو هڅه وکړه چې له رسنيو سره د مرکو پر مهال دغه ناندريزې ټيليفوني خبرې اترې کم ارزښته وښيي.
مرستيال ولسمشر مايک پنس وويل دا يواځې يو تشريفاتې ټيليفوني تماس و، او پر تگلارو هېڅ راز خبرې نه دي شوې.
د ښاغلي ټرمپ د ټاکنيزې ډلې مشرې کليان کانوې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دا د چين په وړاندې تگلاره کې د بدلون په مانا ده او که څنگه، وويل "ولسمشر به د لوړې له مراسمو وروسته خپلې تگلارې څرگندې کړي."
اغلې کانوې زياته کړه چې له دغو ټيليفوني خبرو اترو بايد بېلابېل تعبيرونه ونشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير بيا د ښاغلي ټرمپ کاري ډلې ته وړانديز وکړ چې په دغه راز کړنو کې د بهرنيو چارو وزارت سلا مشورې په پام کې ونيسي.
ښاغلي کېري وويل "دا ارزښتمنه چاره ده چې په دغه اداره کې له هغو مامورينو سلا واخيستل شي چې اوږده کاري تجربه لري."
چينايي چارواکو د تايوان له ولسمشرې سره د ښاغلي ټرمپ خبرې د يوموټي چين تگلارې خلاف عمل او په بهرنۍ تگلاره کې د نوموړي بې تجربېتوب بللى.
دوى وايي دغه راز سرغړونې به د امريکا او چين ترمنځ اړيکي خراب کړي.








