ټرمپ د خپلې کابینې لومړنۍ ښځینه چارواکې ونومولې

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د متحده ایالتونو ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې ادارې د غړو د نومولو دوهمې جوپې کې، دوه مېرمنې نکي هالي او بتسي دېووس ونومولې.
د جنوبي کارولاینا والۍ نکي هالي ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو د استازې په توګه او بتسي دېووس د پوهنې د وزیرې څوکیو ته نومول شوي دي.
دا دواړه مېرمنې د ښاغلي ټرمپ د پخواینو نیوکه کوونکو په ډله کې وې.
د ټاکنو په لومړي سر کې د ښاغلي ټرمپ یوه سیال بېن کارسن هم اشاره رسولې چې دی به هم ډېر ژر یوې څوکۍ ته غوره شي.
مېرمن هالي او دېووس باید لومړی د امریکا د مشرانو جرګې تایید ترلاسه کړي چې دا دوره جمهوریپال پکې واکمن دي.
تر دې وړاندې ښاغلي ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په ګډون دریو مهمو څوکیو ته کسان ونومول.

د عکس سرچینه، Getty
ډونلډ ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار څوکۍ وړاندیز وکړ. د سي آی اې د ریاست لپاره یې له کانزاس ایالته د پارلمان غړی مایک پومپیو او جمهوریپال سناتور جف سشنز یې لوی څارنوالۍ مقام ته ونومول.
هغه په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې له مسلمانانو وېره عقلاني وبلله.
مایک پومپیو چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آي اې د ریاست لپاره نوماندي منلې، د جمهوریپال ګوند غړی دی.
ښاغلی پومپیو یو له هغو کسانو ؤ چې ایران سره د اټومي هوکړې مخالفت یې کاوه.
لوی څارنوالۍ ته نوماند سناتور سشنز د ټاکنو پر مهال د ډونلډ ټرمپ یو له کلکو متحدانو ؤ.









