ولسمشر پوتین: چا سره شخړه نه غواړو خو تاوان هم نشو منلی

Russian President Vladimir Putin, 1 Dec 16

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلي پوتین په خپلې وینا کې پر دې ټینګار وکړ چې امریکا او روسیه دې نړیوالو ستونزو ته د یوه بل په همکارۍ د حل لار ومومي.

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین وايي د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ادارې سره همکارۍ ته چمتو دی خو ټینګار کوي چې دا همکاري باید مساوي وي.

د روسیې پارلمان کې ولس ته په خپلې کلنۍ وینا کې ښاغلي پوتین وویل مسکو کړکېچ نه غواړي خو هغه اقدامات به ونه زغمي چې د روسیې ګټې زیانمنې کړي. ښاغلي پوتین وويل امریکا باید اصلي دښمنان وځپي نه هغه چې په لوی لاس جوړ شوي وو.

ولسمشر پوتين د خلکو ته د کلنۍ وينا پر مهال وويل دوی ته خپل مسوليتونه ور معلوم دي او غواړي د سيمه یيزو او نړيوالو ستونزو په آواري کې ونډه واخلي.

ښاغلی پوتین وايي دوی د ځينو بهرنيو ملګرو د نظر خلاف چې روسیې ته د دښمن په سترګه ګوري، له چا سره لانجه نه غواړي.

ښاغلی پوتین وایي دوی له چا سره دښمني نه غواړي خو زياتوي چې چاته به دا اجازه هم ورنه کړي چې دوی ته زيان ورسوي.

سوریه کې روسۍ اډه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سوریې کې د روسي الوتکو هوايي ډګر. ښاغلي پوتین سوریه کې د خپلو سرتېرو فعالیت وستایه.

خپلې وينا کې ولسمشر پوتين خبردارى ورکړ چې د متحدو ايالاتونو او روسيې تر منځ په ستراتېژيک تعادل او برابرۍ کې ګډوډي به، د يوه نړيوال ناورين سبب شي. خو زياته یې کړه چې غواړي د امريکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره کار او همکاري وکړي.

ولسمشر پوتین وايي "موږ چمتو يوو د امريکا نوې راتلونکې ادارې سره همکاري ولرو . ډېره مهمه ده چې خپل اړيکي سره نورمال کړو او د دوه اړخيزه برابرو ګټو پر بنسټ وده او انکشاف ورکړو. "

ښاغلي پوتین په خپلې وینا کې پر دې ټینګار وکړ چې امریکا او روسیه دې نړیوالو ستونزو ته د یوه بل په همکارۍ د حل لار ومومي.

ترامپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ډونلډ ترمپ د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د ولسمشر پوتین ستاینه وکړه.

ولسمشر پوتین وايي "د نړيوالې سولې او ثبات د ډاډمن گرځولو او د غير هستوي رژيمونو د پياوړي کولو گډ مسوليت لرو. زه غواړم په ټینګار ووایم هغه هڅې خورا خطرناکې دي چې د ستراتيژيکې نا انډولۍ په موخه په لاره لوېدلي. "

ښاغلي پوتین ګواښ وګړ چې داسې کړنې "ښايي په نړۍ کې د يوه ناورين د رامنځ ته کېدو لامل شي او دا بايد يو ثانيه هم له ذهنه ونه وېستل شي. موږ تمه لرو چې متحدو ايالاتونو ته د رښتونې نړيوالې ترهګرۍ پر ضد لاسونه سره ورکړو، نه د خیالي ترهګرۍ پرضد. "

ښاغلي پوتين پارلمان ته د وینا پر مهال خپل هېواد کې د فساد پر ضد د کلکې مبارزې هوډ څرګند کړ او اقتصادي وده یې لومړیتوب وباله، خو د ستونزو پړه یې تر ډېره پر خپلو خلکو واچوله.

سره له دې چې ولسمشر پوتین نړيوالو مارکېټونو کې نا مساعد شرايط او پر روسیې د فشار راوستلو لپاره د بنديزونو نافذول یو لامل وباله خو د "پڅې اقتصادي ودې " ترشا لاملونه، روسیه کې د پانګونې کموالی، عصري ټکنالوژۍ کې د کاري ځواک نشتوالی او وروسته پاتې سیالي وبلل.

ولسمشر پوتین یو روسی متل هم وکاروه چې وايي "د بل ډول ته نڅا کې " یې موږ بوختولو.

A Russian Tu-22M3 bomber over Syria, Aug 2016

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلي پوتین وویل، اوس د روسیې 22M3-A بم غورځوونکې الوتکې اوږد واټن هم په دقت وهلی شي.

دې وینا کې ښاغلی پوتین پر هغو ټولو مهمو نړیوالو مسلو وغږېد چې له ډېرې مودې راپدېخوا، په تېره بیا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلانه وروسته، ډېر سیاسي څارونکي ورته سترګې په لار ول.

دا چې د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به جنورۍ کې په خپل کار پیل وکړي، د روسیې د ولسشمر وینا کولی شي د هغو نړیوالو مسلو په اړه د ټرمپ د ادارې پر پرېکړو اغېز وکړي، چې دواړه هېوادونه په کې په یو ډول ښکېل دي.