ټرمپ: ویلادیمير پوتین له بارک اوباما غوره مشر دی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوريپال نوماند د دغه هیواد د اوسني حکومت له خوا د چارو پر اداره کولو نیوکه کوي او وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په ځلونو"له بارک اوباما ښه مشر دی".
ډونالډ ټرمپ له اېن بي سي تلوېزون سره په مرکه کې وايي، ویلادیمیر پوتین "پر خپل هیواد سخت کنټرول لري".
نوموړی د روسیې د ولسمشر واک چلول ستايي او زیاتوي، په روسیه کې"البته یو مخ متفاوت نظام دی، چې زه یې نه خوښوم، خو په هغه نظام کې پوتین زموږ له ولسمشر د مشرتابه ډېر ښه څرنګوالی لري"
دغه جمهوریپال نوماند وايي، د داعش د ماتولو په موخه له امریکا سره د ګډې جبهې د جوړولو لپاره د ویلادیمیر پوتین د وړاندیز هرکلی کوي.
ډونالډ ټرمپ له دې مخکې هم د ویلادیمیر پوتین شخصیت او د واک چلولو څرنګوالی ستایلی و او هغه یې ځواکمن او پرېکند مشر بللی و.
په مقابل کې د روسیې ولسمشر هم د نوموړي په وړاندې مناسب نظر څرګند کړی دی.
ښاغلی ټرمپ په دغه تلوېزوني مرکه کې وایي: "که هغه زما په هکله ښه خبره کوي، زه به هم د هغه په تړاو ښې خبرې وکړم."

د عکس سرچینه، Reuters
له دې مخکې ډونالډ ټرمپ د پخوانیو پوځیانو یوې ډلې ته په وینا کې ویلي و، که ولسمشرۍ ته وټاکل شي، نو په پام کې لري د امریکا دفاعي بودیجه زیاته کړي. نوموړي له نیم میلیون د پوځ د ډېرولو، تر ۱۲۰۰ پورې د پوځي الوتکو د زیاتولو او د ۳۵۰ جنګي بېړیو او اوبتلونو د تجهیزولو خبره کړې ده.
په داسې حال کې چې ویلادیمیر پوتین روسیه یو زبرځواک او د لوېدیځ پوځي سیاله بولي، معلومه نه ده د امریکا د پوځي بودیجې د زیاتوالي پرېکړه به ـ چې اوس هم د نړۍ په هیوادونو کې تر ټولو ډېره بودیجه لري ـ د مسکو له څه ډول غبرګون سره مخ شي.
ښاغلي ټرمپ ویلي، له خپلو مسوولو چارواکو او سلاکارانو به وغواړي چې د داعش د ماتولو لپاره ځانګړې عملیاتي نقشه ورته برابره کړي.
دغه جمهوريپال نوماند د پوځ لویو قومندانانو ته هم ګوته ونیوله او ویې ویل، اوباما او کلېنټن یې لاس او پېښې تړلي، خو بیا یې هم ټینګار وکړ، چې "د ځینې قومندانانو په وړتیا" باور لري.

د عکس سرچینه، Reuters
د ډونالډ ټرمپ له دې توندو نیوکو سره سره کارپوهان باوري دي، چې په وروستیو ورځو کې د نوموړي په تبلیغاتي لارو کې بدولون لیدل کیږي.
ښاغلی ټرمپ چې په جنجالي نظر څرګندونو مشهور دی، څه مهال مخکې یې بارک اوباما د داعش له رامنځ ته کېدلو سره په مرستې تورن کړل.
د هغه دا خبرې ان د جمهوريپالو له سختو نیوکو سره مخ شوې.
داسې ښکاری چې په وروستیو ورځو کې د ډونالډ ټرمپ د خبرو انداز نرم شوی او په ورته مهال په نظرپوښتنو کې یې له ډیموکراټې سیالې سره واټن هم کم شوی دی.

د عکس سرچینه، AP








