ملانیا ټرمپ د جنسي کار ادعاوو په تړاو محکمې ته شکایت کړی

د مېرمن ټرمپ وکیل چارلز هارډر دا ادعاوې "بشپړ درواغ" بللي دي.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د مېرمن ټرمپ وکیل چارلز هارډر دا ادعاوې "بشپړ درواغ" بللي دي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د کاندید ډونالډ ټرمپ مېرمنې ملانیا ټرمپ له یوې بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلي مېل او یوه امریکایي لیکوال نه ددې ادعا خپرولو په تړاو شکایت کړی چې ګواکې هغه ۱۹۹۰ لسیزه کې جنسي کارګره وه. مېرمن ټرمپ د ۱۵۰ میلیون ډالرو جبران غوښتنه کړې.

ډیلي مېل ورځپاڼې لیکلي و، ملانیا وړاندې له دې چې له ټرمپ سره اشنا شي، ښایي نیویارک کې د سکورت (بډایو مشتریانو ته د فاحشو پیدا کول) کار کړی وي.

وبلاګ لیکوونکي وبسټر ټرپلي هم لیکلي و چې د ټرمپ مېرمنه هم اندېښمنه وه چې د هغې تېر ژوند د هغې د مشتریانو لخوا ډاګیز شي.

د مېرمن ټرمپ وکیل چارلز هارډر دا ادعاوې "بشپړ درواغ" وبللې.

هغه په یوه بیانیه کې ویلي: "له چا چې شکایت شوی، د مېرمن ټرمپ په تړاو یې څو ځله خبرې کړي چې سل په سلو کې درواغ دي او دا د هغې شخصیت او حرفوي اعتبار سخت زیانمنوي."

هارډر زیاته کړې: "د تور لګوونکو کار دومره بد، شوم او ناوړه دی چې مېرمن ټرمپ ته د هغې اړول شوي زیان اندازه ۱۵۰ میلیون ډالره اټکل شوې ده."

ډیلي مېل او وبلاګ لیکوونکي ټرپلي خپلې مقالې له وبسایټونو لرې کړې دي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ډیلي مېل او وبلاګ لیکوونکي ټرپلي خپلې مقالې له وبسایټونو لرې کړې دي

مېرمن ټرمپ ۴۶ کاله عمر لري، په سلوانیا کې زېږېدلې او په ۱۹۹۰ لسیزه کې د مډلې په توګه نیویارک ته کډواله شوې. هغې په ۲۰۰۵ کال کې له ښاغلي ټرمپ سره واده وکړ.

ډیلي مېل وبسایټ سلوانیایي مجلې سوزي کې خپره شوې هغه ادعا راخیستې چې وایي د موډلنګ ایجنسۍ چې مېرمن ټرمپ ورته کار کاوه همداراز جنسي خدمتونه هم وړاندې کول.

ورځپاڼې همداراز له سلوانیایي خبریال بوژان پوزر – او د مېرمن ټرمپ غیررسمي ژوندلیک لیکوونکی – له خولې ویلي چې هغه ادعا کړې مېرمن ټرمپ ۱۹۹۵ کال کې نیویارک کې د بربنډو عکسونو مډله شوه. هغه همداراز ادعا کوله چې ملانیا همغه ۱۹۹۵ کال کې له ډونالډ ټرمپ سره وکتل یعنې تر ۱۹۹۸ درې کاله مخکې چې هغوی ویلي سره اشنا شوي.

د مېرمن ټرمپ وکیلان وایي، هغه په ۱۹۹۶ کال کې امریکا ته راغله.

د عکس سرچینه، EPA

ښاغلی ټرپلي هم ادعا کړې وه چې "د راپورونو له مخې مېرمن ټرمپ د خپلو بډایو مشتریانو لخوا د یوې فاحشې په توګه د هغې مخینې له افشا کېدو وېره لرله."

ښاغلي ټرپلي او ډیلي مېل دواړو خپلې مقالې چې په وبسایټونو کې یې خپرې شوې وې، بېرته واخستې.

ډیلي مېل د پنجشنبې په شپه ولیکل په مقاله کې یې نه دي ویلي چې د جنسي کارګرۍ تورونه رښتیا دي، خو هغه یې خپاره کړي ځکه که دروغ هم وي کولی شي د امریکا پر ټاکنیزو مبارزو اثر وکړي.