د ټرمپ مېرمن وینا کې د ځینو خبرو په غلا کولو تورنه شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپال ګوند ډونالډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ تېره شپه د ګوند په یوه ناسته کې یوه لانجمنه وینا وکړه. د اغلې ټرمپ د وینا یوه برخه د ولسمشر اوباما د مېرمنې له خبرو سره ورته والی درلود همدا وو چې په 'ادبي غلا ' تورنه شوه.
پر نوموړې تور ولګول شو، چې په خبرو کې یې د نورو خلکو خبرې راخیستې دي.
ویل شوي چې ددغو خبرو منځپانګه د ولسمشر اوباما د مېرمنې د هغو خبرو یوه برخه وه، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې کړې وې.
میشل اوباما هغه مهال د دیموکرات ګوند په یوه ناسته کې ورته خبرې کړې وې.
ملانیا ټرمپ سلوونیا کې زيږېدلې. دې پخپلو خبرو کې د کورنۍ او ټولنې پر ارزښت ټینګار وکړې، او خپل مېړه یې یو "زړه سواندی" سړی وباله، چې په وینا یې د خپل هېواد لپاره مبارزه کوي.
دا په ټاکنیزو منډو ترړو کې د اغلې ملانیا لومړنۍ وینا ده، چې د وینا د متن لیکلو کې یې له نورو مرسته غوښتې ده.
وړاندې ویل شوي وو چې اغلې ټرامپ دا متن پخپله لیکلی دی.

د عکس سرچینه، Getty
هغې په خبرو کې هڅه وکړه چې خپل مېړه یو پرېکنده، زړه سواندی او یووالی خوښوونکی سړی معرفي کړي.
ملانیا ټرمپ تر اوسه د خپل مېړه په تبلیغاتي کمپاین کې ډېر څه نه دي کړي، خو زوی یې ډېر فعالیت کړی دی.








