امریکا 'ټاکنو کې نفوذ لپاره' رسما روسیه په سایبري بریدونو تورنه کړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا دولت په رسمي توګه د روسیې دولت تورن کړی چې ولسمشریزو 'ټاکنو کې د نفوذ لپاره' یې امریکا کې پر سیاسي بنسټونو سایبري بریدونه کړي دي.
د امریکا د کورني امنیت سازمان او د استخباراتو مرکزي ادارې په يوه ګډه خبرپاڼه کې په دې اړه ویلي؛ په وروستیو کې د دیموکرات ګوند ایمیلونو هک کېدل، د "څرنګوالي او انګېزې له پلوه له هغو ګامونو سره سمون لري چې روسیه یې مشري کوي."
د سږکال په اوړي کې د ګوند تر عمومي ناستې وړاندې د دیموکرات ګوند کمیټې ایمیلونو برسېره کېدو په دې ګوند کې اختلافونو او نیوکو ته لمن ووهله.
همغه مهال د ګوند ټاکنیز کمپاین روسیه تورنه کړه چې ددغو رسواییو ترشا ده او ویې ویل چې مسکو غواړي د جمهوریپال ګوند کاندید ډونلډ ټرمپ بریالی شي.
د امریکا ځینو ایالتونو ویلي؛ د هغو ګامونو د "ارزولو" په حال کې دي چې ظاهرا "د ټاکنو اړوند سیسټمونو" کې د نفوذ لپاره دي.
ایالتي چارواکو ویلي؛ د اوس لپاره نشي کولی دغه ګامونه نېغ په نېغه د روسیې دولت کار وبولي.
روسي چارواکو دا تورونه "چټیات" بللي دي.
د امریکا د کورني امنیت سازمان او د استخباراتو مرکزي اداره وایي؛ د کرملین لوړپوړي چارواکي، تقریبا په قطعي ډول په دغو سایبري بریدونو کې ښکېل دي.
د امریکا دغو دواړو امنیتي ادارو ویلي؛ "ددغو ګامونو پراخوالي او حساسیت ته په کتو، باور لرو چې یواځې لوړپوړو چارواکو کولی شول ددغه ډول فعالیتو اجازه ورکړي."
بلخوا د بارک اوباما ادارې چارواکو ویلي؛ د امریکا د ټاکنیز نظام نه تمرکز او پراخ څار شتوالي ته په کتو، په رایو او پایلو کې بدلون به "ډېر ګران" وي.
دیموکرات ګوند کې نفوذ
د دیموکرات ګوند عمومي ناستې څو ساعته وړاندې چې هېلیري کلنټن پکې په رسمي ډول د امریکا روان کال ولسمشریزو ټاکنو کې ددې ګوند نومانده اعلان شوه، ویکي لیکس د دیموکرات ګوند ایمیلونه خپاره کړل چې منځپانګې یې دې ګوند کې دننه اعتراضونو ته لمن ووهله او د کمېټې مشر اړ شو استعفا وکړي.
له دغو ایمیلونو داسې ښکاري چې د ګوند په کمېټه کې اغېزمنو کسانو د دیموکرات ګوند بل کاندید برني سېنډرز د ټاکنیز کمپاین پرضد دریځ درلود او هڅه یې کړې وه چې د هغه ټاکنیز پروګرام کم اغېزې وښيي.
د دیموکرات ګوند کمېټې مدیرانو دغه افشا شوي دریځونه د "نه توجېه وړ" وبلل او د هغې له امله یې له برني سېنډرز نه بخښنه وغوښته. په دغو ایمیلونو کې د ګوند کاندیداتورۍ ترلاسه کولو لپاره د هغه مبارزو پروړاندې جبهه نیول شوې وه.

همغه مهال د مېرمن کلنټن ټاکنیز کمپاین وویل ددغو ایمیلونو بربنډېدو ترشا روسیه ده او ویې ویل چې مسکو غواړي ډونالډ ټرمپ ټاکنې وګټي.
امریکایي رسنیو هم راپور ورکړی و چې د بارک اوباما ادارې چارواکي باور لري چې د روسیې ملاتړ لرونکي هکران ددغو ایمیلونو د وتلو مسوول دي او موخه یې په ټاکنو کې نفوذ دی.
د ښاغلي اوباما دولت او هغه خپله په وروستیو اونیو کې په څرګنده د پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې او د اوباما ګوندي ملګرې هیلري کلنټن په ګټه او د ډونالډ ټرمپ پرضد دریځ نیسي.
د ویکي لیکس بنسټګر جولیان اسانژ دا تور رد کړی و او ویلي یې و چې "هېڅ قطعي شواهد نشته" چې د روسیې استخباراتي اداره ددغو پیغامونو د هک کولو عامل وي.
د روسیې دولت هم "په دغه مساله کې د روسیې دولت او دولتي بنسټونو هرډول ښکېلتیا" رد کړې وه.








