ډونلډ ټرمپ: تېروتلی یم، بښنه غواړم

د عکس سرچینه، Getty

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوريپال نوماند ډونلډ ټرمپ د ۲۰۰۵ کال ویډیو کې مېرمنو ته د خپلو څرګندونو له امله بښنه غواړي او وايي، چې دا فېلم له اصلي سیاسي مسلو پام بلې خوا ته "اړوي".

نوموړي ویلي"ما تيروتنه کړې، بښنه غواړم"

د دې ویډیو بیا خپرېدل له منفي غبرګون سره مخامخ شول او د جمهوريپال ګوند نامتو سټو هم د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې سختې وغندلې.

دا ویډیو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې او په هغه کې ښاغلی ټرمپ بېلي بوش( د بوش کورنۍ غړې) ته په وینا کې چې تلوېزوني ویانده ده، وايي "کله چې مشهور یې، څه چې غواړې له ښځو سره یې کولی شې".

نوموړی بیا له یوې واده شوې ښځې سره د جنسي اړیکو پر ټینګولو او بیا د نورو ښځو د مچولو په هکله خبرې کوي.

ډونالډ ټرمپ پر دغو څرګندونو له بښنې غوښتلو وروسته ژمنه کړې چې"خورا ښه سړی به شي".

ډونلډ ټرمپ وايي، دا ویډیو له اصلي سیاسي مسلې د پام اړولو لپاره خپره شوې.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وايي، دا ویډیو له اصلي سیاسي مسلې د پام اړولو لپاره خپره شوې.

نوموړي په خپل فیسبوک کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي "دا ویډیویي فېلم، له اصلي سیاسي مسلو پام اړوي".

هغه زیاتوي "ما کله هم نه دي ویلي چې بشپړ اننسان یم، نه مې داسې ښودلې چې بل څوک یم. داسې څه مې ویلی او داسې کارونه مې کړی، چې له امله یې خواشینی یم او نن چې د یوې لسیزې پخوانۍ ویډو کې کومې خبرې خپرې شوې، هغه یې یوه بېلګه وه".

ډونلډ ټرمپ په ځوابي ویډیو کې ویلي "څوک چې ما پېژني، نو پوهیږي چې دا خبرې زما استازي نه کوي، زه د هېواد مختلفو سیمو ته تللی یم، د امریکا د بدلون په هکله مې خبرې کړې، خو دغو سفرونو په ما کې هم بدلون راوستلی".

ښاغلی ټرمپ په دې ویډیو کې د ډیموکراټ ګوند پر نومانده او خپله سیاله هېلیري کلنټن نیوکه کړې، د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن ته یې اشاره کړې او ویلي یې دي "هغه (کلنټن) په رښتیا هم مېرمنې ځورولې هېلیري هم پر قربانیانو حمله وکړه او هغوی یې وځورولې".

دا ویډیو په داسې مهال ده چې ټاکل شوې ښاغلی ټرمپ او اغلې کلنټن د دوشنبې په سهار د ولسمشرۍ ټاکنو دویمه مناظره سره وکړي.

ټرمپ او کلنټن راتلونکې دوشنبه بیا خپلمنځي مناظره لري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټرمپ او کلنټن راتلونکې دوشنبه بیا خپلمنځي مناظره لري.