ټرمپ: کډوال یو موټی او د امریکایانو پر ضد بریدونه کوي
د نړۍ د نن ورځې د ډېرو ورځپاڼو پر لومړيو مخونو، د نیویارک د بریدګر عکسونه چاپ شوي چې لاس یې تړلی او پر کټ پروت دی.
ډېلي مېل:

د عکس سرچینه، WABC
پر نیویارک د بریدګر په تړاو ډېلي مېل ورځپاڼې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري پال نوماند ډونالډ ټرمپ څرګندونې خپرې کړې.
ټرمپ له دغې موقع په استفادې چې پر نیویارک برید کوونکی یو افغان کډوال وخوت، ټول کډوال « له دننه خوا ورانکاری سرطان» بللي.
ډونالډ ټرمپ ویلي، کډوال یو موټی دي او د امریکایانو پر ضد بریدونه کوي.
د ډېلي مېل په لیکنه ټرمپ ویلي، په زرګونو کسان د ده هېواد ته ورځي او دا ډول بریدونه ښايي ټوله امریکا کې وشي.
ټرمپ د نیویارک بریدونو ته په اشاره د خپلو پلویانو مینځ کې ویلي، دی پوهېده چې داسې به کېږي.
ډېلي ټېلېګراف:

د عکس سرچینه، AFP
بریتانیا کې چاپېدونکې ډېلي ټېلېګراف په خپل سرلیک کې لیکلي « د نیویارک د بمي برید کوونکي اړیکي له اسلامي دولت نومې ډلې سره».
ورځپاڼه لیکي څېړنې روانې دي چې جوته کړي ایا دغه افغان الاصله امریکايی افغانستان ته له ډېر تلو سره، بنسټپالی شوی که څنګه.
ورځپاڼې لیکلي وروسته له دې چې ۲۸ کلن احمد خان رحمي ونیول شو، د قضیې څېړونکو ویلي چې دی نېغ په نېغه د اتو چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو
مسول دی او دوی د بل چا په لټه کې نه دي. مطلب دی همدا کس دی چې دوی یې په لټه کې ول.
انډیا ټایمز:

د عکس سرچینه، EPA
انډیا ټایمز ورځپاڼه لیکي پاکستانۍ خبري رسنۍ د کشمیر اوړي سیمه کې د هند د عملیاتو په اړه داسې شک ښيي ګواکې د هند پوځ د ځانګړې موخې لپاره عملیاتو ته پلمه جوړه کړې وي.
انډیا ټایمز لیکي د پاکستان نیوز انټرنشنل هسې عجیبه شانې اشاره کوي چې پر اوړي له برید وروسته عملیات، داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې ده پاکستانی
لومړی وزیر نواز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غوڼدې ته ولاړ شي او د کشمیر په هکله وینا وکړي. نو پر داسې مهال به د هند خبره پر پاکستان بره وي.
انډیا ټایمز د پاکستان د ایکسپریس ټربیون له ورځپاڼې هم سر ټکولی چې موخه یې همدا، خو الفاظ یې بدل کړي.








