کلېنټن او ټرمپ پر توکمپالنه، ترهګرۍ او دندو بحث وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د جمهوريپال او ډیموکراټ ګوند نوماندانو په خپله لومړنۍ مناظره کې پر توکمپالنه، ترهګرۍ، د عراق جګړه او دندو تود بحث وکړ.
په نیویارک کې د هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ دا لومړنۍ مناظره ۹۰ دقیقې وه.
جمهوريپال نوماند ډونالډ ټرمپ وویل، د ناسمو سوداګریزو تړونونو له امله په هېواد کې"د دندو چانس" له منځه ځي.
د هغه ډیموکراټې سیالې هېلري کلېنټن ژمنه وکړه، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې په بریالي کېدلو سره به په هېواد کې د لس میلیونه دندو چانسونه برابر کړي او پانګونه به زیاته کړي.
په نیویارک ښار کې دا مناظره د تاریخ ډېره لیدل شوې مباحثه بلل کیږي او په ټول کې (سل میلیونه) خلکو په تلوېزیون لیدلې ده.
د څېړنو له مخې له ټاکنو مخکې دا د ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن ترمنځ سخته سیالي وه.
په دا مهال مېرمن کلېنټن پر ټرمپ نیوکه وکړه، چې د خپلې مالیې د سند په هکله له معلوماتو ور کولو ډډه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مناظرې پر مهال ښاغلي ټرمپ د مالیې د معلوماتو په هکله هم ځینې پوښتنو ته محتاطانه ځوابونه ور کړل، خو د امریکا د اقتصاد په هکله یې وویل"موږ په یو لوی، غټ او سخت بالون کې ایسار یو"
نوموړي دا هم وویل، که سیاله یې د څېړنو پر مهال ۳۳ زره ړنګ کړل شوي برېښنالیکونه عامه خلکو ته په ډاګه کړي، نو دی به هم د مالیې معلومات خپاره کړي.
هېلري کلېنټن د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په هکله د ډونالډ ټرمپ پر ستاینو هم نیوکه وکړه.
د مناظرې نور مهم ټکي
په مناظره کې جمهوريپال نوماند ټرمپ خپله سیاله هېلري تورنه کړه چې د ولسمشرۍ مناسب فطرت نه لري، خو اغلې کلېنټن وویل، د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه یې ۱۱۲ هیوادونه لیدلي دي.
ټرمپ وویل، په ا مریکا کې افریقايي توکمه امریکایان د ټوپک د تاوتریخوالي له امله"په دوزخ کې" اوسي.
مېرمن کلېنټن د ټرمپ په دې خبره نیوکه وکړه، چې ګواکې اقلیمي بدلون د چین له امله و.
کلېنټن د اسلامي دولت ډلې په ضد د کمزورې مقابلې او د ایران په هکله د نرم دریځ له امله هم له نیوکې سره مخ شوه.
کلېنټن هم په ټرمپ په دې نیوکه وکړه چې پر مېرمنو یې ډول ډول نومونه"سپۍ، نامنظمې او خوګانې" ایښي.

د عکس سرچینه، Reuters








