پوتین او ټرمپ سختو امنیتي تدابیرو کې جي ۲۰ سرمشریزې ته ننوتل

د عکس سرچینه، Getty Images
د جي شل ډلې سرمشریزه د جرمني هامبورګ ښار کې سختو امنیتي تدابیرو کې پیل شوه.
په دغه سرمشریزه کې د نړۍ د داسې هېوادونو مشران ګډون لري چې اقتصاد کې ډېره ونډه لري.
د سرمشریزې ګډونوال پر اقتصادي مسلو اوارولو، سوداګریزو همکاریو، کډوالۍ او د ځمکې پر تودوخه خبرې کوي.
د نړۍ پر امنیتي او سیاسي مسلو په تېره له ترهګرۍ سره پر مبارزه خبرې د دې ناستې مهمه برخه ده.
د ټرمپ او پوتین لیدنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې سرمشریزې یوه مهمه برخه د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه د امریکايي سیال خپلمنځي لیدنه ده.
دغه دوه مشران په سختو امنیتي تدبیرونو کې د سرمشریزې ځای ته لاړل، هغه هم په داسې مهال چې نن هم د دې ناستې پرضد په ټول ښار کې مظاهرې روانې دي.
نږدې ۷۶ پولیس له لاریونوالو سره د تېرې شپې نښتو کې ټپیان شوي دي.
د امریکا او روسیې د مشرانو لیدنه له هغه وروسته مهمه شوې چې ښاغلي ترمپ د مسکو پر هڅو او دریځ نیوکه وکړه.
ډونلډ ټرمپ تېره ورځ پولنډ کې د روسیې په تړاو بې سارې څرګندونه کې وویل:
" د روسیې له بې ثباتوونکو هڅو سره د مقابلې لپاره له خپلو ملګرو او د روسیې له ګاونډیانو سره همکاري کوم".
ویل کېږي، د سوریې کړکېچ، داعش، اوکراین او د منځني ختیځ نورې مسلې، د روسیې پرضد د لوېدیځ بندیزونه او له ناټو سره د مسکو اړیکي د دواړو مشرانو د خبرو اصلي ټکي جوړوي.
چین

د عکس سرچینه، EPA
په داسې مهال چې د امریکا او چین ترمنځ تاوتریخوالی زیاتېږي، ټاکلې ده ولسمشر ټرمپ له چینايي سیال شي جن پینګ سره هم وویني.
د شمالي کوریا له وروستۍ ازموینې وروسته د دې کړکېچ په تړاو د چین د چلند له امله د بېجینګ او واشنګټن ترمنځ د نظر اختلاف ډېرېږي.
په ورته مهال د امریکا دوو بم غورځوونکو په سوېلي چین سمندرګي کې د چین په ادعايي سیمه الوت کړی او ویلي یې دي چې د دې الوت موخه یې "په نړیوالو ګډو سیمو کې د ازاد تګ د حق زبادول" و.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي الوتکو وروستۍ هڅه د خپل هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ بللې ده.
له دا ډول پرمختیاوو سره سره د امریکا حکومت له چین هیله لري چې د شمالي کوریا د یواځني ملګري په توګه د دغه هېواد د یرغلیز سیاست د ځنډولو لپاره له خپل دریځ کار واخلي.
۲۰ زره پولیس

د عکس سرچینه، Reuters
په دا منځ کې ۲۰ زره پولیس د جي شل ډلې د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوي دي.
دوی په هامبورګ ښار کې سخت امنیتي تدبیرونه نیولي، چې لاریونوال د سرمشریزې ځای ته لار ونه کړي.
پولیس د لاریونوالو پرضد د مرچکو سپري او اوبو کار اخلي او معترضان هم بوتلونه او نور څیزونه د پولیسو پر لور ګوزاروي.









