جي ۲۰ هېوادونه پر سوريې سره وېشلي

د روسیې سن پیټرز بورګ ښار کې د شلو شتمنو هېوادونو سرمشریزه د سوریې په اړه سره وېشلې ده.
د ایټالیا لومړي وزیر انریکو لیتا ویلي، د سوریې په اړه دغه وېشنې د سرمشریزې د ګډون کوونکو د ماښامنۍ خوړلو پرمهال رامنځ ته شوې.
د سرمشریزې پر لومړۍ ورځ ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې د روسیې د دریځ په اړه نهیلي وښوده.
سامنتا باور پر روسیې تور پورې کړ، چې ګني امنیت شورا کې یې د پرېکړو مخنیوی کړی د.
هغې دا هم وویل چې اوس د امنیت شورا سوریه کې د جنګي جرمونو پر وړاندې د غبرګون ښودلو لپاره پرېکړو لپاره "لار نه ده".
د امریکا حکومت پر سوري حکومت تور لګولی، چې د تېر اګست پر ۲۱ یې د دمشق څنډو کې کیمیاوي وسلې او سارین غاز کارولی، چې لږترلږه ۱۴۲۹ کسان په کې وژل شوي.
ناقانونه پرېکړه
برتانیا هم ویلي وو، چې د ازمېښتونو پایله کې یې موندلې، چې سوریه کې سارین غاز کارول شوی.
د سوریې حکومت د دغه برید پړه پر مخالفو وسله والو اچوي، چین او روسیې د سوریې پرضد د امنیت شورا له پرېکړې سره مخالفت ښوولی.
د امریکا متحده ایالتونه او فرانسه هغه دوه جلا هېوادونه دي، چې د جي شلو هېوادونو سرمشریزه کې یې د سوریې ضد ځواک کارولو دریځ اعلان کړی.
خو چین او روسیه بیا د ملګرو ملتونو له چوکاټه بهر هر راز پرېکړه ناقانونه او د نه منلو وړ بولي.
امریکایي ولسمشر بارک اوباما د سرمشریزې پرمهال هڅه کوي، چې د سوریې پرضد د پوځي ګام اخیستو لپاره د نړیوال ایتلاف ملاتړ خپل کړي.
خو د ایټالیا لومړي وزیر پر خپل ټویټر پانې ویلي چې "سرمشریزه تېر ماښام پای ته ورسېده، خو د سوریې په اړه سره وېشلي وو".

که څه هم د دغې سرمشریزې اصلي موضوع د سوریې کړکېچ نه و، خو د ګډونوالو او مشرانو ضمني خبرو او ناستو کې دا موضوع مطرح وه.
امریکايي ولسمشر بارک اوباما د جاپان، له لومړي وزیر شینزو ابي سره د سوریې په تړاو جلا نارسمي خبرې هم کړې دي.
اوباما وویل چې هېواد یې او جاپان "په ګډه مني" چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارول یوه غمیزه او د نړیوال قانون تر پښو لاندې کول دي.
نوموړي تېره اوونۍ هم ویلي وو چې هېواد یې پر سوري اهدافو د "محدودو بریدونو" لپاره چمتو دی، خو هیله یې وښوده چې کانګرېس د پوځي ګام اخیستل ومني.








