د بایډن بریا ته د نړۍ د مشرانو غبرګونونه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن تر منتخب ولسمشر کېدو وروسته د اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ ځینو مشرانو نوموړي ته د بریا مبارکي ویلې ده.
اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ټوېټر لیکلي، چې امریکا له افغانستان سره د ترهګرۍ پرضد مبارزه او افغانستان ته د سولې راتلو کې د امریکا مهم ملګری دی.
نوموړي لیکلي: "منتخب ولسمشر جو بایډن او مرستیالې ولسمشرې کماله هرېس ته مبارکي وایم. افغانستان د امریکا له متحدو ایالتونو سره په بېلابېلو کچو د خپلو ستراتیژیکو همکاریو د لا ټینګښت د هڅې د دوام غوښتونکی دی- د ترهګرۍ پرضد مبازه او افغانستان ته د سولې راتلو کې امریکا زموږ اساسي ملګرې ده."
فلسطین
د فلسطین د کور واکې ادارې مشر محمود عباس د کرانه باختري په رام الله ښار کې له خپل دفتر څخه د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته د هغه د بریا مبارکي ویلې.
د محمود عباس په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي د ولسمشریزو ټاکنو بریالي نوماند ته د راتلونکې دورې مبارکي وایي"له منتخب ولسمشر سره مرستې او همکارۍ ته لیواله یم"
ایران
د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بایډن بریا ته هیله مندي وښوده چې د امریکا راتلونکی دولت به "له مخ ته راغلو فرصتونو څخه د تېرو تېروتنو د جبران لپاره ګټه واخلي"
روحاني بیا هم وویل د ایران "خلکو ثابته کړه چې د امریکا د فشار سیاست امریکا له ماتې سره مخ کوي"
جرمني، فرانسه او بریتانیا
د جرمني، فرانسې او برتانیا په ګډون د اروپايي هېوادونو ځینومشرانو جو بایډن ته په ټاکنو کې د بریا مبارکۍ ورکړې دي.
د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال له اروپا سره د امریکا اړیکي ترینګلي شوي وې او ښکارېده چې د اروپا مشران به د یوه دیموکرات په بریالیتوب خوښي وښيي.
ځینو اروپايي مشرانو د هغه بریا د امریکا او د اروپا د اړیکو بیا رغېدو لپاره یوه پیلامه بللې ده.
د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "مبارکي وایم، د امریکا خلکو بالاخره خپله پرېکړه وکړه. جوبایډن به د امریکا ۴۶ ولسمشر وي. زه د زړه له کومي د هغه لپاره په کارونو کې بریالیتوب غواړم، د هغه مرستیالې کامله هریس ته هم مبارکي وایم."
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم پر ټوېټر لیکلي چې د امریکا خلکو خپل ولسمشر وټاکه،جو بایډن او لومړۍ مرستیالې ته یې مبارکي وایم."
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن، د کاناډ لومړي وزیر جسټن تروډو، د ایرنلډ لومړي وزیر میکل مارټین او د اروپاييي ټولنې د شورا مشرې شارل میشل هم جو بایډن ته مبارکیانې ویلې دي.
نتنیاهو: بایډن د اسراییلو لوی ملګری دی
د اسراییلو لومړي وزیر د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او کماله هرېس ته د بریا مبارکي ورکړې او ښاغلی بایډن یې د اسراییلو لوی ملګری بللی دی.
ننتیاهو د ټرمپ مننه هم کړې چې ګنې د اسراییلو دولت سره نژدې همکار پاتې شوی دی.
له ټرمپ څخه د نتنیاهو مننه
د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو چې له دې وړاندې جوبایډن او کامله هریېس ته د هغوی د بریا مبارکي ورکړې وه خو وروسته یې په یو ټوېټ کې له ډونالډ ټرمپ څخه مننه کړې "د ایران د رژیم" په وړاندې د ډونالډ ټرمپ ودرېدنه یو له هغو مواردو څخه وو چې نتیاهو ورته اشاره کړې.
بنیامین نتنیاهو له ډونالډ ټرمپ سره نږدې اړيکې لرلې او هغه یې په سپینه مانۍ کې د اسرایلو نږدې ملګری یاد کړ.
د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو چې له دې وړاندې جوبایډن او کامله هریېس ته د هغوی د بریا مبارکي ورکړې وه .په یو ټوېټ کې یې له ډونالډ ټرمپ څخه مننه کړې "د ایران د رژیم" په وړاندې د ډونالډ ټرمپ ودرېدنه یو له هغو مواردو څخه وو چې نتیاهو ورته اشاره کړې.
بنیامین نتنیاهو له ډونالډ ټرمپ سره نږدې اړيکې لرلې او هغه یې په سپینه مانۍ کې د اسرایلو نږدې ملګری یاد کړ.
محمد بن زايد آل نهيان - د ابو ظبۍ ولیعهد
"جو بایډن او کماله هرېس ته د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له زړه مبارکي وایم، دواړو ته په چارو کې بریا او د امریکا ولس ته چې زموږ ملګري دي په کارونو کې توفیق غواړم، متحده عربي امارات او امریکا د ملګرتیا تاریخي اړیکي لري او قوي ستراتیژيک ملګري دي، په راتلونکې کې به هم دا ملګرتیا ټینګه وساتو."
ایت الله علي خامنه يي
"په امریکا کې وضعیت او هغه څه چې دوی یې د خپلو ټاکنو په اړه وايي، له حیرانتیا ډک دی! همدا په امریکا کې د کرکجنې لیبرال دیموکراسۍ نمونه ده. که پایلې هرڅه وي، یوڅه ښکاره دي، هغه دا چې په سیاسي، ملکي او اخلاقي ډګرونو کې د امریکا د نظام پرځېدل حتمي دي."
نرېندرا مودي
د هند لومړي وزیر نرېندرا هم جو بایډن ته مبارکي ورکړې. کله چې ته مرستیال ولسمشر وې، د هند-امریکا د اړیکو تقویه کولو کې ستا نوم د قدر وړ و. یوځل بیا به زه له تا سره له نژدې کار وکړم."
جاپان
د جاپان لومړي وزیر یوشیهیدیه سوګا د بایډن د بریا غبرګون کې ویلي، "د جاپان او امریکا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې به له تا سره له نژدې کار وکړم."
د مکسیکو ولسمشر: بایډن ته د مبارکۍ لپاره لا وخت شته
په داسې حال کې چې دنړۍ ګڼو مشرانو د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ته د بریا مبارکیانې استولي خو ډېری نور بیا تر اوسه پام کوي او مبارکیانې نه دي استولي.
د مکسیکو ولسمشر آندرس مانویل لوپز وایي، لا وخت شته، باید ټولو قانوني مسایلو باندې بحث وشي، هغه ټولو قضایي دوسیو ته اشاره کړې چې د ټرمپ حقوقي ټیم ټاکنو کې په یو ډول بې نظمې رامنځته کړې. خو ډونالډ ټرمپ تر اوسه د خپلو ادعاوو په اړه کوم سند نه دی وړاندې کړی.
له دې سره د مکسیکو ولسمشر خبریالانو ته ویلي، مونږ نه غواړو بې احتیاطي وکړو.
:هغه زیاته کړه غواړو د خلکو برخلیک وټاکو او احترام وکړو".










