د امریکا ټاکنې؛ کوم ګوند ډېر واک کې پاتې شوی؟

په راشمر غره کې له ښي لوري ابراهام لېڼکلن، تیودور روزولټ، توماس جفرسن او جورج واشنګټن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په راشمر غره کې له ښي لوري ابراهام لېنکلن، تیودور روزولټ، توماس جفرسن او جورج واشنګټن

امریکا متحده ایالتونو پر ۱۷۸۹ کال د جورج واشنګټن تر ټاکلو راهیسې تراوسه ۴۵ ولسمشران لرلي دي.

په دې څه باندې دوه سوو کلونو کې مختلفې ډلې واک کې پاتې شوې دي.

تراوسه له جمهوریپال ګوند ۱۹ او له ډیموکراټ ګوند ۱۶ کسان پکې ولسمشران شوي دي.

جورج واشنګټن کوم ګوند پورې تړلی نه و او نه یې ګوندي نظر درلود، خو د متحده ایالتونو د بنسټګرانو خپلمنځي سیاسي اختلاف او جنجال سبب شو چې د الیکساندر همېلټن په مشرۍ فدرالیست ګوند او د توماس جفرسن په مشرۍ ډیموکراټ جمهوريپال ګوند جوړ شي.

له جورج واشنګټن وروسته ولسمشر جان ادمز د فدرالیست ګوند یواځنی ټاکلی ولسمشر و چې واک ته ورسېد.

له هغه وروسته له ۱۸۰۱ تر ۱۸۲۹ کال د ډیموکراټ- جمهوریپال ګوند ولسمشرانو پر سپینه ماڼۍ واکمني درلوده.

ډیموکراټ او جمهوریپال ګوندونه جوړېدل

جورج واشنگتن و ژنرال‌هایش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جورج واشنګټن له خپلو جنرالانو سره

پر ۱۸۲۰ کال د سیاسي او شخصي سیالیو او اختلافونو له امله هېوادني مشرتابه کې اختلاف جوړ او په دوو ګوندونو ډیموکراټ او ملي جمهوریپال ګوند ووېشل شو.

د انډروجکسن په مشرۍ یې ملګرو ډیموکراټ ګوند جوړ کړ چې په دودیز ډول د هغه وخت ګوندونو کې ډېر ساتنپالی و.

ملي جمهوريپال ګوند لنډ عمر درلود او پر ۱۸۳۰ کال له ویګ ګوند سره یو ځای شو او وروستیو دوو لسیزو کې د ډیموکراټ ګوند اصلي ننګونکی و.

څلور ولسمشران د امریکا له وېګ ګوند ټاکل شوي، خو څلور واړه اته کاله پر دغه څوکۍ پاتې شول، ځکه دوه پکې د خدمت لومړیو کلونو کې مړه شول.

په ۱۹ پېړۍ کې د امریکا سیاست کې غلامي او نفاق اصلي مسله وه.

سیمه ییزو اختلافونو دواړو ګوندنو کې نفاق جوړ کړ.

خو ډیموکراټ ګوند کې چې په ملي حاکمیت باورمن و دا اختلافونه ډېر نه و، چې سره ویې وېښي، خو ویګ ګوند د دې اختلافونو له امله دوه ټوټې شو؛ سوېل کې نو-نتېنګ ګوند چې ځايي رېښو ته یې تمایل درلود او شمال کې جمهوریپال ګوند چې د غلامۍ ضد و.

۱۶۰ کلنه سیالي پیلېدل

ابراهام لېنکن د امریکا لومړنی جمهوريپال ولسمشر او امریکا کې د غلامۍ له منځه وړونکی و، خو د تیاتر یوه لوبغاړي پر ۱۸۶۵ کال وواژه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ابراهام لېنکن د امریکا لومړنی جمهوريپال ولسمشر او امریکا کې د غلامۍ له منځه وړونکی و، خو د تیاتر یوه لوبغاړي پر ۱۸۶۵ کال وواژه.

د ۱۸۵۶ کال ټاکنې لومړنۍ وې چې د ډیموکراټ او جمهوریپال ګوند نوماندان پکې مخ په مخ و.

دا د هغو سیالیو پیل دی چې له ۱۶۰ کلونو راهیسې د امریکا سیاست ترې اغېزمن دی.

د ۱۸۶۰ کال ټاکنو کې ابراهام لېنکلن بریالیتوب سره د متحده ایالتونو لومړنی جمهوریپال ولسمشر شو.

له هغه راهیسې تر ۱۹۳۳ کال د امریکا ۱۶ ولسمشرانو کې ۱۲ د جمهوریپال او یواځې څلور ولسمشران د ډيموکراټ ګوند غړي وو.

امریکا کې له کورنۍ جګړې وروسته سوېلي ایالتونه چې مخکې کورنۍ جګړه کې سره ملګري وو د ډیموکراټ ګوند د قدرت اصلي مرکز شول او ډېر کم یې جمهوریپال ګوند ته رایه ور کړې ده.

پر ۱۹۱۰ کال دې دوو ګوندونو کې جمهوریپال ګوند له ایډیالوجیک او هم اقتصادي اړخه او داسې شرایطو کې چې متحده ایالتونه له ستر اقتصادي کړکېچ وتل ډېر سانتپالی سیاست یې غوره کړ.

اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بارک اوباما د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر دی.

په ۱۹۶۰ کال چې لېنډن جانسن ولسمشر و د توکمیزو مسلو او د تورپوستو د مدني حقونو د مظاهرو اوج ته رسېدو سره د خلکو د رایې ورکولو فکر هغه څه ته شو چې نن ور سره اشنا یو.

تېرو سلو کلونو کې لس ولسمشران له جمهوریپال او ۸ ولسمشران له ډیموکراټ ګوند ټاکل شوي او دې سره تر ۵۲ کلونو د کم وخت لپاره سپینه ماڼۍ د ډیموکراټانو لاس کې پاتې شوې ده.

د جمهوریپال ګوند ډېری پلویان تر ډېره ساتنپالي دي او په اقتصادي او ټولنیزو مسلو کې ښی لاسی سیاست خوښوي.

خو د ډيموکراټ ګوند پلویان یو مخ د دوی اپوټه دي.

د ګوندونو او رایه ورکوونکو اړیکه استوګنځي، توکم، شتمني، زدکړو او عمر سره هم نېغه تړلې ده