بارک اوباما تر ولسمشرۍ وړاندې

مخکې له دې چې بارک اوباما ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې ولسمشریزې ټاکنې وګټي، د امریکا سنا مجلس کې د ډیموکرات ګوند له خوا د یلېنای سناتور و او شیکاګو کې یې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه.

اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه عکس ۲۰۰۴ کال کې اخیستل شوی چې هغه مهال بارک اوباما د یلېنای سناتور و. پخوانی والي راد بلاګوجوېک (کیڼ لاس ته) ۲۰۰۸ کال کې د اف بي ای له خوا د فدرالي فساد په تور ونیول شو. څارنوالانو ویل ښاغلي بلاګوجوېک غوښتل د اباما ادارې کې د روغتیا او بشري خدماتو وزیر شي.
اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بارک اوباما مېرمن یې میشل او دوې لوڼې یې مالیا (ښی لاس ته) او ساشا (کیڼ لاس ته).
اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له یلېنای د امریکا سنا مجلس کې د ډیموکرات ګوند غړی او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند بارک اوباما له خپل لور ساشا سره چې د هالووین کالي یې پر ځان دي.
اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شیکاګو کینووډ سیمه کې د بارک اوباما کور.
اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۰۴ کال کې د یلېنای سناتور شیکاګو کې د افریقايي امریکایانو یوه فستیوال کې ډهل غږوي.
اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۰۴ کال کې کله چې بارک اوباما د ډیموکرات ګوند په استازیتوب له یلېنای څخه د سناتورۍ لپاره ځان ته کمپاین کاوه.
اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا د ۲۰۰۴ کال عکس دی، چې سناتور او ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند جان کېري د کمپاین په ترڅ کې په وینا بوخت دی او د یلېنای سناتور بارک اوباما ورته غوږ دی.
بارک اوباما، البوم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دقت پر مهال د بارک اوباما کتل د ډېرو پام ځان ته ور اړولی دی.
اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بارک اوباما مېرمن یې میشل او دوې لوڼې یې مالیا (کیڼ لاس ته) او ساشا (ښی لاس ته).