کرونا ویروس؛ د چین او امریکا ناندرۍ

چین د امریکا په دې کړنې نیوکه کړې او ویلې یې دي دا کار یې د ښه نیت له مخې نه دی کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین د امریکا په دې کړنې نیوکه کړې او ویلې یې دي دا کار یې د ښه نیت له مخې نه دی کړی.

د کرونا ویروس د مخنیوي په پار امریکا خپلې هڅې چټکې کړي او پر هغو بهرنیانو یې ځینې محدودیتونه لګولي چې له چینه دغه هېواد ته ورځي.

همدارنګه د چین له هوبي ولایته ( د هوبي له مرکز ووهان ښاره کرونا ویروس خپور شوی) ټول ستنېدونکي امریکايان به د دوو اونیو لپاره قرنطین کیږي.

د نړېوالې روغتیايي ټولنې یو ویاند خبرداری ورکړی چې د پولو تړل د دې ویروس د مخنیوي لامل نه کېږي.

چین د امریکا په دې کړنې نیوکه کړې او ویلې یې دي دا کار یې د ښه نیت له مخې نه دی کړی.

تر اوسه په کرونا ویروس له اخته کسانو ۳۰۰ یې مړه شوي دي، چې ډېری یې په هوبي کې مړه شوي او په نړیواله کچه تر ۱۴۰۰۰ ډېر خلک په دې ویروس اخته شوي دي.

د امریکا روغتیا وزیر الکس ایزار

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا د روغتیا وزیر وايي، له هوبې سيمې راستنېدونکي امريکايان ١٤ ورځې قرنطين کېږي

چینايي چارواکي وايي، د دې ویروس له امله تر اوسه ۲۵۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲زره تنه په دې ویروس ککړ دي.

په چین کې شرکتونو له خپلو کارکوونکو غوښتې چې لږ تر لږه یوه اونۍ دندې ته دې نه ځي.

امریکا د دې ویروس د خپرېدو د اندېښنو له امله په خپل هېواد کې بیړنی روغتيایي حالت اعلان کړى او هغه بهرنیان يې له خپل هېواده منع کړي چې تېرې دوه اونۍ یې په چین کې تېرې کړې وي.

امریکا څه وايي؟

د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار وايي، امريکايي اتباع چې د چین له هوبې ولايته راستنېږي د ۱۴ ورځو لپاره به قرنطينېږي. د چین له نورو برخو هم د بېرته ستنېدونکو امریکایانو روغتيا يوېمودې لپاره څارل کېږي.

تر اوسه په امریکا کې د ۷ پېښو راپورونه ورکړل شوي دي
د عکس تشریح، تر اوسه په امریکا کې د ۷ پېښو راپورونه ورکړل شوي دي

ښاغلي ایزار وویل، د بېړني حالت د اعلانولو پرېکړه يې د روغتيا د نړېوال سازمان له هغې پرېکړې وروسته وکړه چې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله يې نړيوال روغتيايي بېړنى حالت اعلان کړ.

هغه وویل "د روغتیايي فشارونو د کمښت لپاره هغه بهرنیان چې تېرې دوه اونۍ يې په چین کې تېرې کړي، امریکا ته له راتگه به منع کېږي."

ښاغلي ایزاز زیاته کړه: "که څه هم پر امریکایانو یې د اغېز خطر اکم دی خو هڅه کوو چې د خطر کځه لا ټيټه وساتو"

تر اوسه په امریکا کې د ۷ پېښو راپورونه ورکړل شوي دي. امریکايي چارواکي وايي څه د پاسه ۱۹۰ تنه تر څار لاندې دي.

ځينو نورو هېوادونو هم امريکا ته ورته اقدامات کړي دي.

استرالیا ويلي له چينه تلونکو بهرنيو اتباعو ته دغه هېواد ته د ننوتو اجازه نه ورکوي او هغه استرالیایان چې له چین بېرته ورستنېږي دوو اونیو لپاره به قرنطين کې ساتل کېږي.