ځینې هېوادونو د کرونا ویروس مخنیوي لپاره پولې وتړلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرونا وژونکي ویروس چټک خپراوي د مخنیوي لپاره د نړۍ یو شمېر هېوادونو له چینه د ورتلونکو کسانو پر مخ خپلې پولې تړلې دي.
امریکا او اسټرالیا ویلي، دوی به هغو بهرنیانو ته د ورتګ اجازه ور نه کړي، چې دا نژدې ورځو کې یې چین ته سفر کړی.
دسمبر میاشت کې دغه ویروس لومړی ځل په چین کې خپور شو.
له دې مخکې د روسیې، جاپان، پاکستان او ایټالیا په ګډون ځینې نورو هېوادونو هم ورته بندیزونه لګولي، خو د روغتیا نړیوال چارواکي بیا برعکس مشوره ورکوي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر د جمعې پر ورځ وویل:
''د سفر بندیزونه د ګټې پر ځای ځکه ډېر تاوان کوي، چې د معلوماتو او طبي اسانتیاوو شریکولو مخه نیول کېږي او اقتصاد ته تاوان رسوي. ''
دغه اداره د پولو او بندرونو په اوږدو کې د طبي معایناتو مشوره ورکوي او وايي، د پولو بندول به ځکه د ویروس د لا چټک خپراوي سبب شي، چې خلک به د رسمي لارو پر ځای له غیر رسمي لارو سفر کوي.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF PUBLIC HEALTH OF AFGHANISTAN
چین حکومت هم د سفر محدودیتونو دغه څپه غندلې او پر بهرنیو حکومتونو یې تور لګولی، چې رسمي وړاندیزونه یې رد کړي دي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چونېینګ وايي:
'' د روغتیا نړیوال سازمان د سفري محدودیتونو له مخالف وړاندیز سره، امریکایانو مخالف لوري ته بېړه وکړه. ''
بل لور ته په کابل کې د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپی وايي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې د کرونا په ویروس د مشکوکو اخته کسانو قرنطین ته ځانکړي مرکزونه چمتو کړي دي.
له دې مرکزونو يو د کابل په انتاني روغتون کې دی چې په لومړي پړاو کې د ۱۲ کسانو لپاره ځای لري.
د دغه وزارت چارواکو تایید کړې چې له پرون (جنورۍ ۳۱ مه) راهیسې نژدې ۲۰ افغان محصلین له چينه کابل ته ستانه شوي، خو په خبره یې يو هم په دغه ویروس اخته نه دی.
خبریال د چارواکو له قوله وايي، په کابل هوايي ډګر کې په ځانګړي ډول د هغو کسانو طبي معاینه کېږي، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې یې چين ته سفر کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغو کسانو شمېر چې پر دغه ویروس چې د 2019-nCov رسمي نوم ورکړل شوی، اخته کېدو له کبله مړه شوي، اوس ۲۵۹ ته رسېدلی دی.
دغه ټول کسان په چین کې مړه شوي او ډېری یې د هوبي نومي ایالت اوسېدونکي دي چې لومړی ځل دغه ویروس پکې خپور شو.
تر اوسه پر دغه ویروس د اخته ۱۲۰۰۰ کسانو نومونه هم په چین کې ثبت شوي او نژدې ۱۰۰ کسان بیا داسې دي چې د نړۍ په ځینې نورو برخو کې پر دغه ویروس اخته پېژندل شوي دي.








