کرونا ویروس؛ ماسک که نور تدابیر ګټور دي؟

ماسک

د عکس سرچینه، Getty Images

مختلفو هېوادونو کې خلک د هوا ککړتیا کې ماسک کاروي، ان تېرو کلونو کې نوي ډېلي کې د ککړې هوا له امله حکومت د ښاروالۍ کارمنانو او زیانګالو(اسېب پزیرو) خلکو ته په زرګونو ماسکونه ووېشل.

د ویروس د لېږد د مخنیوي لپاره هم ماسک ډېرو هېوادونو کې کارېږي او اوس چې په چین کې کرونا ویروس پیل شوی دلته هم د ماسک خبره کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې ماسک کارول د ناروغۍ په لېږد یا مخنیوي کې څه اغېز لري؟

ویروس پوهان باور نه لري چې ماسک د هوايي ویروس د لېږد په مخنیوي کې اغېز ولري.

خو بیا هم داسې شواهد شته چې ښيي د مخ ماسک له لاس نه خولې ته د ویروس د لېږد په مخنیوي کې مرسته کوي.

اول ځل له جراحي ماسکونو په ۱۸ پېړۍ کې کار واخیستل شو او تر ۱۹۱۹ کال چې اسپانیا کې انفلوینزا پیل شوې نه وه، په خلکو کې ماسک دود نه و.

ماسک

د عکس سرچینه، Getty Images

د لندن پوهنتون استاد ډاکتر ډیویډ کارینګټن بي بي سي سره خبرو کې وايي، که خلک د مخ ماسک کاروي، دا هوا کې د باکتریاوو او ویروس د لېږد د مخنیوي لپاره اغېزناکه لار نه ده:

"ډېری ویروس له هوا لېږدېږي، ماسک په دې اغېزناک نه دی چې نازک دي، د هوا فلتر نه لري او که یې په پوزه کړو بیا هم پر سترګو هوا لګېږي".

خو بیا هم ماسک دا ښېګڼه لري چې د پرنجي یا ټوخلې له لارې د ویروس لېږد کم کړي او هم له لاس نه خولې ته د ویروس د لېږد مخنیوي کې مرسته کوي.

د ۲۰۱۶ کال یوه څېړنه ښيي چې خلک نږدې یوه ګړۍ کې نږدې ۲۳ ځله خپل مخ ته لاس وړي.

په ناتینګم پوهنتون کې د مولکولي ویروس پوهنې استاد جنتن بال یوه څېړنه کې وايي، د مخ ماسک د انلفوینزا د لېږد مخنیوي کې ګټور دی:

"خو که بیا هم د ماسک اړوند څېړنو ته پام وکړو، پایلې یې ډول ډول دی، بل دا چې ډېر وخت څوک په مخ ماسک ساتلی نه شي".

نورې لارې چارې

ماسک

د عکس سرچینه، Getty Images

خو ډاکټر کانر یامفورډ وايي، څو ساده روغتیايي اصول ډېر ګټور دي:

"د پرنجي په وخت خوله پټول، لاسونه مینځل او ناولي لاسونه خولې ته نه وړل هم د تنفسي ویروسونو د لېږد خطر کموي".

د برتانیا د طبي خدمتونو وېبپاڼه کې د انلفوینزا په څېر په ویروسي ناروغیو د نه اخته کېدو لپاره غوره لارې دا دي:

  • په ګرمو اوبو او سابون پرلپسې لاسونه مینځل
  • تر ممکنه بریده سترګو او پوزه باندې لاس نه وهل
  • د روغ یا سالم ژوند سبک لرل.