د چین - امریکا سوداګریزه جګړه: دواړه هېوادونه تعرفې لوړوي

Donald Trump

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټرمپ لیکلي: "له بده مرغه د امریکا مخکېنیو حکومتونو چین ته اجازه ورکړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز انډول په خپله ګټه وڅرخوي چې دا ځل یې دروند بار د امریکايي مالیه ورکوونکو پر اوږو اچول شوی. زه د ولسمشر په توګه د دې کار دوام ته اجازه نه ورکوم".

په داسې حال کې چې چین له امریکا نه په واردېدونکو توکو نوې تعرفه لګولې ده،‌ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې په غبرګون کې پر چین تعرفه پنځه سلنه نوره لوړه کړې او له امریکايي کارخونو یې غوښتي چې له چینه ووځي.

ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي د راتلونکې اکتوبر میاشتې له لومړۍ نېټې به له چینه پر وارداتي توکو د ۲۵۰ میلیون ډالرو تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۳۰ ته لوړه شي چې په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي جګړه تونده شوې ده.‌

ټرمپ د تازه تعرفې له اعلان څو ساعته مخکې پر امریکايي توکو د چین پر ۷۵ میلیارد ډالري تعرفې نیوکه کړې ده.‌

نوموړي ویلي د چین دا ګام سیاسي انګیزه لري او دا هېواد یې "له امریکا په ناوړه ګټه اخیستو" تورن کړ.

ټرمپ لیکلي: "له بده مرغه د امریکا مخکېنیو حکومتونو چین ته اجازه ورکړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز انډول په خپله ګټه وڅرخوي چې دا ځل یې دروند بار د امریکايي مالیه ورکوونکو پر اوږو اچول شوی. زه د ولسمشر په توګه د دې کار دوام ته اجازه نه ورکوم".

کرنیز محصولات، خام تېل او امریکا جوړې کوچنۍ الوتکې د هغو څه باندې ۵۰۰۰ امریکايي توکو له ډلې دي چې چین نوې تعرفي پرې لګوي.

Workers wait to unload shipping containers on a port in Qingdao in China

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین او امریکا ترمنځ د اقتصادي جګړې سختېدو امکان ډېر دی

د امریکايي توکو پر سر د چین دا نوې تعرفه به په دوو پړاوونو کې (د سپتمبر پر لومړۍ او د ډیسمبر پر ۱۵مه) عملي شي.

په ورته وخت کې چین ویلي، پر امریکايي موټرو ۲۵ سلنه تعرفه چې د ځنډ په حالت کې وه، بېرته له سره پیل شي، دا تعرفه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو کې د ښه نیت ښودلو په خاطر لغوه شوې وه.

پر چین تازه تعرفې

ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې به له چینه د وارداتي توکو پرسر د ۲۵۰ میلیون ډالرو تعرفې کچه له ۲۵ سلنې څخه ۳۰ فیصده ته لوړه شي.

هغه دا هم ویلي چې له چین نه به د ۳۰۰ میلیون ډالري نورو توکو پرسر تعرفه د ۱۰ سلنې پرځای ۱۵ ته لوړه کړي.

A man stands on a port in China

د عکس سرچینه، Getty Images

سوداګریزه جګړه څه ته وايي؟

سوداګریزه جګړه کې یو هېواد د بل هېواد پر توکو د محصول یا تعرفې په زیاتولو سره برید کوي.

یو هېواد چې د بل هېواد پر وارداتو محصول زیاتوي په ځواب کې یې بل لوری هم ورته ګام پورته کوي.

په دې سره د نورو هېوادونو اقتصاد هم اغېزمنېږي او سیاسي کړکېچ را ولاړوي.

تعرفه یا محصول څه ته وايي؟

د بهرنیو هېوادونو په جوړو شویو توکو لګول شوې مالیې ته تعرفه یا محصول وايي.

د دې مالیې په زیاتېدلو سره هغه توکي ګرانېږي او اخیستل یې کمېږي.

د دې مطلب دا وي چې خلک د دوی پر ځای ارزانه کورني توکي واخلي او هېوادنی اقتصاد پیاوړی شي.