امریکا د ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت چینايي توکو باندې تعرفه زیاته کړه

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزې جګړې د زیاتېدو بهیر کې متحده ایالتونو د چین د دوه سوه میلیارد ډالرو ازښت توکو باندې تعرفه له ډبل کېدو هم زیاته کړه.

دا تعرفه له لس سلنې تر ۲۵ سلنې پورته شوې او بېجینګ وايي، غچ به اخلي.

د دغو دوه سوه میلیارد ډالرو په ارزښت توکو کې ماهي، لاس بکسې، جامې او پایزار راځي.

پکار و د کال لومړیو کې پرې دا تعرفه لګېدلې وی، خو د خبرو د پرمختګ له امله ځنډېدلې وه، مګر اوس ولسمشر ټرمپ وايي، چې دا خبرې "بېخي ورو" پرمخ ځي.

دا ګام په داسې مهال دی چې د دواړو لورو لوړپوړي چارواکي واشنګټن کې هڅه کوي سوداګریز تړون وژغوري.

لږ مخکې داسې ښکارېدل چې متحده ایالتونه او چین د میاشتو دوښمنۍ ختمولو ته نږدې شوي دي.

چین ویلي چې د امریکا دغه ګام ته به ورته ځواب ور کړي.

د چین ځواب به څه وي؟

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین مرستیال لومړی وزیر له امریکايي چارواکو سره پر اړوند مسله خبرې کوي.

تېر کې چې امریکا پر چینايي توکو تعرفې لوړې کړې، نو بېجینګ هم ځواب کې سملاسي پر امریکايي توکو نوې تعرفې لګولې دي.

د امریکا او چین سوداګریزه جګړه پر نړیوال اقتصاد هم اغېز کوي او سوداګر او مشتریان یې له شک او تردید سره مخ کړي دي.

خو دا حالت به لا هم بدتر شي ځکه ولسمشر ټرمپ ویلي د ۳۲۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پر چینايي توکو د ۲۵ سلنه تعرفې زیاتولو اداري بهیر یې پیل کړی دی.

د چین مرستیال لومړي وزیر لیو هي او د امریکا د سوداګري استازي رابرټ لیګټیز او د مالي وزیر سټیوین منوچین ترمنځ د پنجشنبې په ورځ هم خبرې روانې وې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې وروستیو کې وویل، له چینايي سیال شين جنپينګ یې ښه لیک ترلاسه کړی او دوی ښايي ټلیفوني خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، امریکايي چارواکي د چین مرستیال لومړي وزیر سره د جمعې په سهار هم د خبرو پر غځولو سلا شوي دي.

د خبرو دوام

واشنګټن

د عکس سرچینه، Getty Images

که څه هم امریکايي چارواکي چین په ژمنه ماتولو تورنوي، خو زیاتوي چې لا هم تړون شونی دی.

له بلې خوا د چین حکومت وايي، واشنګټن ته د دغه هېواد د یوه ځواکمن چارواکي لیو استول د بېجینګ ښه نیت ښيي.

شنونکي وايي، د امریکا او چین د څلورو لسیزو سوداګریز اړیکي برخلیک ټاکي حالت ته رسېدلي او د دوی پرېکړه به د واشنګټن او بېجینګ د اقتصاد او د نړۍ د ونډو بازار ته سختې پایلې ولري.

د دې دوو هېوادونو خپلمنځي را کړه ور کړه تېر میلادي کال ۶۶۰ میلیارد ډالره وه.