"امریکا پر اروپايي توکو تعرفې لګولو سره خطرناکه لوبه کوي"

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اروپايي ټولنه وايي، امریکا ته ځواب ور کول د سوداګریزې جګړې په مانا نه دي.

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ مشره وايي، امریکا پر اروپايي سټيل یا پولادو او المونیمو د تعرفې لوړولو سره خطرناکه لوبه کوي.

سیلسیلیا مالموسټورم خبرداری ور کوي چې د ولسمشر ټرمپ دا ګام د اروپا اقتصادي ټیکاو او خپله امریکايي مصرفوونکو ته خطرناکې پایلې لري.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر وېبلر راس تېره پنجنشبه له لوېدیځو سوداګریزو ملګرو سره د امریکا د سوداګرۍ خبرې بې پایلې وبللې.

هغه د اروپايي ټولنې، کاناډا او مکسیکو پر پولادو د ۲۵ سلنه او المونیمو ۱۰ سلنه مالیې لګولو خبره وکړه.

اروپايي ټولنې هم د واشنګټن له دغه ګام وروسته پر امریکايي توکو د محصول لګولو لس مخیز نوملړ خپور کړ، چې هارلي ډیوډسن ټپټپی یا موټر سیکل او بوربن شراب هم پکې دي.

کاناډا او مکسیکو هم د امریکا له خوا د دوی پر توکو له تعرفې لګولو وروسته پر ځوابي ګام غور کوي.

د اروپا او امریکا سوداګریزه جګړه

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اروپا د امریکا په لسو توکو تعرفه لګوي.

د اروپایي ټولنې د سوداګرۍ مشره سیلسیلیا مالموسټورم زیاتوي، چې اروپايي ټولنه د امریکا دا ګام د سوداګرۍ نړیواله ټولنه کې ننګوي:

"پر امریکايي توکو محصول لګول اړین و، ځکه موږ چې پر خپلو توکو تعرفې وینو، چوپ پاتېدلی نه شو".

د سوداګرۍ مشره په دې باور ده چې که اروپايي ټولنه په تعرفې لګولو سره انډول برابروي، دواړه لوري د سوداګریزې جګړې حالت کې نه دي.

"سوداګریزه جګړه به سخت حالت وي. دا یواځې د امریکا له خوا د اروپايي ټولنې خلاف ګامونو بېرته اخیستلو لپاره ښه دي.

د امریکا ولسمشر له دې مخکې د چین پر ځینې توکو هم مالیه ولګوله، خو له ځواب سره مخ شو.

امریکا تېره اونۍ بیا وویل، چې د جون له نیمايي به د چین پر پنځوس میلیارد ډالرو صادراتو ۲۵ سلنه تعرفه زیاته کړي.

بېجینګ وايي، که واشنګټن دا کار کوي، بې ځوابه یې نه پرېږدي.

امریکا ولې تعرفې لګوي؟

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، چین وايي، که واشنګټن یې پر توکو نوې تعرفه لګوي د امریکا پر سویا( یو ډول خواړه) به هم محصول ولګوي.

ډونلډ ټرمپ په دې باور دی چې د اروپايي ټولنې پر سټیل او المونیمو د تعرفې لوړولو سره امریکايي پولاد جوړوونکي خوندي کېږي او دا د هېواد د خوندیتوب لپاره ډېر ضروري کار دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون امریکايي سیال ډونلد ټرمپ ته ټلېفون کړی او دا تعرفه یې بې قانونه بللې ده.

خو ډونلډ ټرمپ ویلي چې له اروپايي ټولنې سره د امریکا د سوداګرۍ انډول بدلولو ضرورت و.

د برتانیا د نړیوالې سوداګرۍ مشر لایم فوکس وايي، پر پولادو ۲۵ سلنه تعرفه لګول یو مخ خندوونکې خبره ده.

"دا هم ډېره د افسوس خبره ده که موږ هم په ځواب کې تر ټولو نږدې ملګري سره سوداګریز جنجال پیلوو".

پر۱۵۰ کلن ستراتیژیک ملګري تعرفه لګول

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر اروپا سربېره کاناډا هم د امریکا پرضد ورته عمل کوي.

امریکا پر کاناډا هم تعرفه ولګوله چې له ۱۵۰ کلونو راهیسې یې تلپاتې او ستراتیژیکه ملګرې ده.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو د واشنګټن دا ګام یو مخ نه منونکی بولي.

هغه دا خبره هم رد کړې ده چې ګویا هېواد یې د امریکا ملي امنیت ته خطر دی.

کاناډا هم پلان لري چې د جولای له لومړۍ نېټې د امریکا پر ۱۳ میلیارد ډالرو صادراتو ۲۵ سلنه محصول ولګوي.

په دې توکو کې د امریکا له پولادو نیولې، تر پیو، ویسکي او کافي پورې توکي راځي.