"امریکا پر اروپايي توکو تعرفې لګولو سره خطرناکه لوبه کوي"

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ مشره وايي، امریکا پر اروپايي سټيل یا پولادو او المونیمو د تعرفې لوړولو سره خطرناکه لوبه کوي.

سیلسیلیا مالموسټورم خبرداری ور کوي چې د ولسمشر ټرمپ دا ګام د اروپا اقتصادي ټیکاو او خپله امریکايي مصرفوونکو ته خطرناکې پایلې لري.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر وېبلر راس تېره پنجنشبه له لوېدیځو سوداګریزو ملګرو سره د امریکا د سوداګرۍ خبرې بې پایلې وبللې.

هغه د اروپايي ټولنې، کاناډا او مکسیکو پر پولادو د ۲۵ سلنه او المونیمو ۱۰ سلنه مالیې لګولو خبره وکړه.

اروپايي ټولنې هم د واشنګټن له دغه ګام وروسته پر امریکايي توکو د محصول لګولو لس مخیز نوملړ خپور کړ، چې هارلي ډیوډسن ټپټپی یا موټر سیکل او بوربن شراب هم پکې دي.

کاناډا او مکسیکو هم د امریکا له خوا د دوی پر توکو له تعرفې لګولو وروسته پر ځوابي ګام غور کوي.

د اروپا او امریکا سوداګریزه جګړه

د اروپایي ټولنې د سوداګرۍ مشره سیلسیلیا مالموسټورم زیاتوي، چې اروپايي ټولنه د امریکا دا ګام د سوداګرۍ نړیواله ټولنه کې ننګوي:

"پر امریکايي توکو محصول لګول اړین و، ځکه موږ چې پر خپلو توکو تعرفې وینو، چوپ پاتېدلی نه شو".

د سوداګرۍ مشره په دې باور ده چې که اروپايي ټولنه په تعرفې لګولو سره انډول برابروي، دواړه لوري د سوداګریزې جګړې حالت کې نه دي.

"سوداګریزه جګړه به سخت حالت وي. دا یواځې د امریکا له خوا د اروپايي ټولنې خلاف ګامونو بېرته اخیستلو لپاره ښه دي.

د امریکا ولسمشر له دې مخکې د چین پر ځینې توکو هم مالیه ولګوله، خو له ځواب سره مخ شو.

امریکا تېره اونۍ بیا وویل، چې د جون له نیمايي به د چین پر پنځوس میلیارد ډالرو صادراتو ۲۵ سلنه تعرفه زیاته کړي.

بېجینګ وايي، که واشنګټن دا کار کوي، بې ځوابه یې نه پرېږدي.

امریکا ولې تعرفې لګوي؟

ډونلډ ټرمپ په دې باور دی چې د اروپايي ټولنې پر سټیل او المونیمو د تعرفې لوړولو سره امریکايي پولاد جوړوونکي خوندي کېږي او دا د هېواد د خوندیتوب لپاره ډېر ضروري کار دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون امریکايي سیال ډونلد ټرمپ ته ټلېفون کړی او دا تعرفه یې بې قانونه بللې ده.

خو ډونلډ ټرمپ ویلي چې له اروپايي ټولنې سره د امریکا د سوداګرۍ انډول بدلولو ضرورت و.

د برتانیا د نړیوالې سوداګرۍ مشر لایم فوکس وايي، پر پولادو ۲۵ سلنه تعرفه لګول یو مخ خندوونکې خبره ده.

"دا هم ډېره د افسوس خبره ده که موږ هم په ځواب کې تر ټولو نږدې ملګري سره سوداګریز جنجال پیلوو".

پر۱۵۰ کلن ستراتیژیک ملګري تعرفه لګول

امریکا پر کاناډا هم تعرفه ولګوله چې له ۱۵۰ کلونو راهیسې یې تلپاتې او ستراتیژیکه ملګرې ده.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو د واشنګټن دا ګام یو مخ نه منونکی بولي.

هغه دا خبره هم رد کړې ده چې ګویا هېواد یې د امریکا ملي امنیت ته خطر دی.

کاناډا هم پلان لري چې د جولای له لومړۍ نېټې د امریکا پر ۱۳ میلیارد ډالرو صادراتو ۲۵ سلنه محصول ولګوي.

په دې توکو کې د امریکا له پولادو نیولې، تر پیو، ویسکي او کافي پورې توکي راځي.