تر اوبو لاندې د چین او امریکا نوې جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین له لوري د ډیټا غلا له اندېښنو سره ښايي امریکا تر اوبو لاندې هغه ډیټا کېبل یا مزی رد کړی، چې امریکا له هانګ کانګ سره تړي. دغه کېبل ته د پسفیک لایټ کېبل نوم ورکړل شوی او ګوګل او فېسبوک یې هم ملاتړ کوي، او د انټرنېټ سرعت او کیفیت ښه کولو لپاره غځول کېږي.
خو اوس د امریکا یوې کمېټې چې (ټیم ټيلي کام) نومېږي سپارښتنه کړې چې امریکا یې باید تایید رد کړي. دا د امریکا او چین تر منځ چې له مخکې په سوداګریزه جګړه بوخت دي، د تاوتریخوالي ډېرېدو یوه بله نښه بلل کېږي.
د دغه کېبل ردول به د امریکا له لوري د ملي امنیت له کبله د دغسې کېبل ردولو لومړنۍ پېښه وي.
د نړۍ په لر او بر کې داسې سلګونه مزي د سمندرونو تر اوبو لاندې تېر شوي، چې د انټرنېټ وصولولو لپاره کاروول کېږي.
د دغه نوي مزي په تړاو ۲۰۱۶ کال کې اعلان وشو، چې چارې یې فېسبوک، ګوګل او یو شمېر نورو کمپنۍ په شریکه سمبالوي.
ګوګل وايي، د مزي اوږدوالی به ۱۲۸۰۰ کیلومترو ته رسېږي او د ارام سمندر له لارې به (د ډیټا لېږدو تر ټولو ډېره وړتیا لري.) خو د امریکا ټیلي کام ټیم کمېټه بیا دې موضوع ته له بلې زاویې ګوري.

دوی د تایوان او فیلپین سکتور تایید سپارښتنه کړې، خو د چهارشنبې پر ورځ یې وویل چې د هانګ کانګ او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ برخه باید د (ملي امنیت اندېښنو) له کبله تایید نه شي.
دوی د ځینو نورو اندېښنو تر څنګ د چین له لوري د میلیونونو امریکایانو حساسو شخصي معلوماتو د لاسرسي هڅو او دغه راز د نورو هېوادونو ډیټا ته د چین لاسرسي موضوعات یاد کړي دي.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته پر چینايي سوداګریزو مالونو د میلیاردونو ډالرو تعرفې ولګولې، پر دغه هېواد یې د غیر شفافې سوداګرۍ او علمي موادو د غلا تور پورې کړ او چین هم ورته ځوابي اقدامات وکړل.
امریکا دغه راز د تکنالوژي چینايي کمپنۍ هوايي په نښه کړه، ملي امنیت ته یې ګواښ وبلله او د هانګ کانګ په تړاو یې هم دریځ سخت دی. چین په هانګ کانګ کې د امنیت په تړاو د یوه قانون تصویب هڅه کوي، چې اداري کنټرول یې لري، خو امریکا او ځینې نور هېوادونه وايي، دغه قانون به د هانګ کانګ خپلواکي وګواښي.









