د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره به څنګه وي؟

د عکس سرچینه، EPA
د ډونلډ ټرمپ لومړۍ دوره د ځینو شنوونکو لپاره یوه ښه بېلګه ده، دا ترې قیاس کړئ چې د ولسمشرۍ دویمه دوره به یې څنګه وي. شنوونکي په دې باور دي، چې ښاغلی ټرمپ به خپلې چارې له هغه ځایه پیل کړي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د خپلې لومړۍ دورې په پاې کې پرېښې وې.
یوه نیمګړې پروژه یې د امریکا د سویلي پولې تړل او پر پوله د دیوال جوړول دي، چې په خپله لومړۍ دوره کې یې د ترسره کولو ژمنه کړې وه.
خو نوموړی ونه توانېد، چې د دې پروژې د مالي لګښتونو تامین لپاره د کانګرس ملاتړ ترلاسه کړي. اوس داسې ښکاري، چې هغه د دې پروژې ترسره کولو هڅو ته لا هم ژمن دی.
ډله ییز شړل
کېدای شي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل پلان اړوند د هغو کسانو ډله ییز اېستلو لپاره د کانګرس ملاتړ وغواړي چې امریکا کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د پیو څېړنیز مرکز د اټکل پر بنسټ په ۲۰۲۲ کال کې امریکا کې شاوخوا ۱۱ میلیون ناقانونه کډوال اوسېدل او ټرمپ خپل کمپاین کې ادعا وکړه، چې په میلیونونو نور هم شته.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې په ډله ییز توګه د کډوالو شړل به ګران او ستونزمن وي او د اقتصاد پر ځینو برخو منفي اغېز کولی شي، په ځانګړي ډول هغو برخو کې چې بې اسناده کارکوونکي په کې مهم رول لوبوي.
کله چې ډونلډ ټرمپ جولای میاشت کې د جمهوريپال ګوند له اړخه ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندېدل ومنل، ژمنه یې وکړه چې "د انفلاسیون ویجاړونکی ناورین به سملاسي پای ته ورسوي، د سود کچه او همدا راز د برېښنا بیه به ټیټه کړي".

د عکس سرچینه، Reuters
هغه غواړي په ۲۰۱۷ کال په دې برخه کې ځینې راوستي کمښتونه، چې راتلونکی کال پای ته رسېږي، وغځوي. دا په تېرو لسیزو کې د مالیاتو تر ټولو لویه بیا کتنه وه، چې موخه یې د مالیاتو د قانون ساده کول، وده او پانګونه وه.
د ټکس له ترټولو ډېر کمښته شتمن او کاروبارونه برخمن شول، چې دیموکراتانو یې د بېرته راګرځولو یا لغوه کولو غوښتنه کړې وه. تمه کېږي چې ټرمپ به شرکتي بیې لا نورې یعنې ۱۵ سلنې راټيټې کړي.
بله سوداګریزه جګړه؟
ټرمپ غواړي د تېلو استخراج لپاره هڅې لا ډېرې کړي. دی په دې باور دی چې لوړې بیې یې د انفلاسیون رامنځ ته کولو کې مرسته کړې. دا ګام به یې د انرژۍ لګښتونه کم کړي، که څه هم شنونکي ورته هیله من نه دي.
هغه دا هم ویلي چې، په پام کې لري، پر ډېرو بهرنیو توکو له ۱۰ تر ۲۰ سلنه تعرفې وضع کړي او څه چې له چین واردېږي، تعرفه به یې ۶۰ سلنه وي.
په هر حال ډېرو اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی، چې د دې ډول ګامونو پایله کې به امریکایي مصرفوونکي د لوړې بیې ورکړې ته اړ شي.
ولسمشر ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې له بېجېنګ سره سوداګریزه جګړه پیل کړه او چین یې د غېر عادلانه سوداګریزو کړنو او معنوي ملکیت په غلا تورن کړ.
په هر حال د امریکا د کانګرس جوړښت داسې دی چې وروستۍ خبره کوي یعنی اوس به له کانګرس معلومېږي چې ټرمپ کولی شي خپله پالیسي هغه ډول ترسره کړي چې غواړې یې که نه؟
د سقط بندیز

د عکس سرچینه، AFP
د خپلې لومړۍ دورې په بهیر کې ټرمپ د سترې محکمې د درېیو قاضیانو د ټاکلو ارزونه وکړه، چې د جنین سقط حق لغوه کولو کې چې په ۱۹۷۳ کال کې د رو في وېډ (Roe v Wade) په نوم و مهم رول درلود. خلک اندېښمن دي، چې نوی ولسمشر به د دویمې دورې بهیر کې هم داسې څه وکړي.
نوموړي له کمالا هرېس سره د سپتمبر په مناظره کې وویل، دی به د جنین بندیز لاسلیک نه کړي ځکه چې "د بندیز لاسلیک کولو لپاره هېڅ دلیل نشته. موږ هغه څه ترلاسه کړل چې ټولو غوښتل."
'ګوښه توب او یو اړخیزتوب'
د بهرنۍ تګلارې په اړه د ولسمشر ټرمپ دویمه دوره کېدای شي د هغه له لومړۍ دورې سره ورته وي یعنی د نړۍ د نورو برخو په شخړو کې د امریکا لاس لنډول.
ټرمپ ویلي دي، د اوکرایین جګړه به له روسیې سره د خبرو اترو له لارې "په ۲۴ ساعتونو کې" پای ته ورسوي. د دیموکراتانو په باور دا هغه ګام دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زړوروي.
ټرمپ ځان د اسرائیلو کلک ملاتړی بولي، خو په دې اړه کم غږېدلی، چې څنګه به په غزه کې جګړه پای ته رسوي.
د ناټو پخوانی چارواکی او اوس په اکسټر پوهنتون کې د ستراتیژۍ او امنیت پروفیسور جیمي شې فکر کوي، چې د ولسمشر ټرمپ د لومړۍ دورې سټایل ګډوډ، "خو د ماهیت له اړخه دوامداره و".
دی وايي: "هغه له ناټو ونه وت، له اروپا یې د امریکا سرتېري ونه اېستل او د امریکا لومړی ولسمشر و چې اوکرایین ته یې وژونکې وسلې ورکړې."











