ولې امریکا ټرمپ ته دویم چانس ورکړ؟

AP

د عکس سرچینه، AP

    • Author, سارا سمېت
    • دنده, خبریاله

دا د امریکا په سیاسي تاریخ کې سپینې ماڼۍ ترټولو ډراماتیکه ستنېدنه ده. ډونلډ ټرمپ له څلورو کلونو وروسته بېرته سپینې ماڼۍ ته ورګرځي. په میلیونونو امریکایانو نوموړي ته رایه او دویم چانس ورکړ.

د ټاکنو کمپاین یې هم تاریخي و: له دوو وژنکو پېښو ژوندی ووت او مهم سیال یې، ولسمشر جو بایډن، د ټاکنو له ورځې څو میاشتې مخکې له نوماندۍ شاته شو.

ډېرو امریکایانو په مهمو ایالتونو کې ورته رایه ورکړه. ډېرو ویل مهمې اندېښنې یې اقتصاد او کډوالۍ ده. بریا ورته له یوې ماتې وروسته ورپه برخه شوه.

د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو له منلو یې انکار وکړ. ده هغه ټاکنې جو بایډن ته بایللې وې. خو د هغو ټاکنو د پایلو د نه منلو پر هڅو تر ننه پوښتنې او نیوکې کېږي.

ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه تاوتریخوالي ته د خلکو د هڅولو له تورونو سره مخامخ دی. په دې هم تاریخي څېره ده چې دی لومړی امریکايی ولسمشر دی چې په یوه جدي جرم محکوم شوی دی.

نوموړی له هغه وروسته پړ وپېژندل شو، چې تجاري اسناد یې په جعلي ډول جوړ کړي وو. نو ډونلډ ترمپ په همدې دلیل داسې کس دی چې خلک یې په اړه وېشلی نظر لري.

هغه د ټاکنیز کمپاین بهیر کې پارونکي الفاظ کارول، ټوکې ټکالې یې کولې او خبرداری یې ورکاوه چې له خپلو سیاسي دښمنانو به غچ اخلي.

د اقتصاد په اړه یې پیغام د خلکو خوښ شو

ap

د عکس سرچینه، AP

ډېرو رایه ورکوونکو چې ما د دې کمپاین په بهیر کې ورسره خبرې وکړې، راته وویل، کاشکې "کله کله غلی شي" خو وايي دا دومره غټه موضوع نه ده.

پر ځای یې خلکو د ده پر هغې پوښتنې غور کاوه، چې په هره غونډه کې به یې له خپلو ملاتړو کوله: "له تېرو دوو کلونو مو حالت اوس ښه دی او که بد؟"

ډېرو خلکو چې ډونلډ ټرمپ ته یې رایه ورکړې، راته وویل، داسې انګېري چې د هغه په لومړۍ دوره کې اقتصاد ښه و خو اوس د بیو له لوړوالي په تنګ دي.

که څه هم ګرانۍ د کورونا وبا پروخت د بندیزونو په څېر ډېر داسې لاملونه درلودل، چې د هېچا په کنټرول کې نه وو، خو خلک بیا هم حکومت مسول ګڼي.

رایه ورکوونکي امریکا ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ په اړه هم ژوره اندېښنه لري، چې د جو بایډن په حکومت کې یې شمېر تر ریکارډ کچې لوړ شوی دی. دوی نه لکه ښاغلی ټرمپ توکمپالی دي او نه داسې وايي چې کډوال د خلکو کورني ژوي خوري.

د ټرمپ د دویمې دورې شعار 'لومړی امریکا'

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

"لومړی امریکا" د ټرمپ یو بل ټاکنیز شعار و، چې واقعا داسې برېښي چې د ډېرو رایه ورکونکو پام یې ور اړولی و. ما د هېواد لروبر له ښي اړخو او کېڼ اړخو اورېدلي چې د اوکرایین په ملاتړ د میلیاردونو ډالرو په لګولو نیوکه کوي او پر دې باور دي چې دا پیسې باید په کور دننه ولګول شي.

دوی له همدې کبله ونه شوی کولی، کمالا هرېس ته، چې دا څلور کاله مرستیاله ولسمشره وه، رایه ورکړي ځکه دوی فکر کوي، حالت به همداسې روان وي. خو دوی بدلون غواړي.

ښايي د دغو ټاکنو یوه ستونزه همدا وه: هغه نومانده چې د بدلون ټټر یې واهه، پخپله څلور کاله په واک کې وه. ډونلډ ټرمپ چې په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کال کې واک ته ورسېد، له سیاسي پلوه ډېر نه پېژندل کېده.

هغه د یوې لنډې مودې لپاره له ځانه پخواني سیاسي سلاکاران او کارکوونکي راچاپېر کړل چې لارې چارې وروښيي. اوس نه برېښي، چې هغه دې لیوال وي او له اصولو سره سمه لوبه دې وکړي.

ډېرو سلاکارانو او کارکوونکو یې چې د ده په اړه یې خبرې کړې دي، دی یې "دروغجن،" "فاشیست" او "نا مناسب" بللی دی. هغوی خبرداری ورکړی، چې که ټرمپ له ځانه یوازې خپل وفادار کسان ورتاو کړي - څنګه چې یې تمه کېږي - نو هېڅوک به نه وي چې نوموړی له افراطي نظرونو راوګرځوي.

ډونلډ ترمپ چې کله له سپينۍ ماڼۍ ووت له یو لړ تورونو سره مخامخ شو. د کانګرس پر ودانۍ بلوا ته د خلکو لمسون، له ځان سره د ملي امنیت اړوندو اسنادو ساتل او د لوڅو فلمونو یوې لوبغاړې ته د چوپتیا په بدل کې پیسې ورکول، د دغو تورونو سترې بېلګې دي.

AFP

د عکس سرچینه، AFP

خو څنګه چې سترې محکمې حکم کړی، ولسمشر خپلې واکمنۍ کې په رسمي چارو کې له پوره مصونیت برخمن دی، نو څارنوالانو ته به دا سخته وي چې دویمه دوره کې یې بیا تورن او محاکمې ته راکاږي.

همدا راز دی د ولسمشر په توګه کولی شي عدلیې وزارت ته لارښوونه وکړي، چې د جنورۍ شپږمې پېښې اړوند په هغه لګېدلي تورنه لرې کړي.

په ورته وخت کې دی کولی شي سلګونه کسان، چې د کانګرس پر ودانی د چپاو په لاریون کې د برخې اخېستو له کبله زنداني شوي، وبخښي.

رايه ورکوونکو ته د امريکا دوې نظرې وړاندې شوې دي. ډونلډ ټرمپ خلکو ته ویل، هېواد یې په ناکامېدو دی، او یوازې دی کولی شي چې بیا یې راپورته کړي.

په ورته وخت کې کمالا هرېس خبرداری ورکاوه، چې که ټرمپ وټاکل شي، د امریکا ډیموکراسي به پخپله له ګواښ سره مخامخ شي.

خو ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون په څېر استبدادي مشرانو ستاینه کوله. د ده په وینا: "که مو خوښېږي او که نه، هغوی د خپلې لوبې په اوج کې دي".

Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

ده میډیا کې د نیوکه کوونکو د غلي کولو خبره هم کړې ده. له ټاکنو څو ورځې وړاندې یې داسې اشاره هم وکړه چې ګواکې که د رسنیو غړي ووژل شي، دی یې پروا نه کوي.

همدارنګه د توطیې تیورۍ او د ټاکنو د درغلیو بې اساسه ادعاوو ته هم دوام ورکوي. که څه هم ټاکنې اخر هم ده وګټلې.

اوس به رایه ورکوونکو ته معلومه شي چې د کمپاین په بهیر کې یې ویناوې څومره تشې خبرې وې - "ټرمپ، ټرمپ دی." او په یاد ولرئ: دا یوازې امریکایان نه دي چې باید د ټرمپ د دویمې دورې له واقعیت سره به مخامخ شي.

نړیوال اقتصاد ته له پایلو نیولې چې ټرمپ وايي د امریکا په وارداتي توکو ۲۰ سلنه تعرفه لګوي، د اوکرایین او منځني ختیځ تر جګړو پورې چې ده یې د ختمولو ژمنه کړې، نړۍ ته به هم معلومه شي چې واقعا " لومړی امریکا" څه معنی لري.

ډونلډ ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې خپل ټول پلانونه پلي نه کړل. اوس به یې امریکا او نړۍ په دویم ځل واکمنۍ کې وګوري چې واقعا څه کولی شي.