د ټرمپ بریا د اوکرایین، منځني ختیځ او چین لپاره څه مانا لري؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ټام بټمن
- دنده, د بي بي سي د بهرنیو چارو د څانګې خبریال
سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ راستنېدل به د متحده ایالاتو بهرنۍ تګلاره کې د بدلون په معنا وي او د نړۍ په ځینو برخو کې د جګړې او ناڅرګندتیا په څېر په ډېری جبهو کې به د احتمالي بنسټیزو بدلونونو ژمن کړي.
د خپل کمپاین پرمهال ټرمپ د پراخې پالیسۍ ژمنې وکړې، ډېری وخت پکې مشخص جزییات نه دي ورکړي او د سوداګرۍ خوندیتوب اصولو پر بنسټ، یا لکه څنګه چې دی "امریکا لومړیتوب" کې راولي.
د هغه بریا د بهرنیو چارو په تړاو له ډېرو کلونو راهیسې د موازي کړکېچونو په درشل کې د واشنګټن په چلن کې یو له خورا مهمو احتمالي خنډونو ته اشاره ګڼل کېږي.
موږ کولای شو له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کلونو د کمپاین په درشل کې بېلابېلو سیمو ته د هغه د نظرونو او په واک کې د هغه له مخینو څخه، د هغه ځینې احتمالي چلندونه سره یوځای کړو.
روسیه، اوکرایین او ناټو
ښاغلي ټرمپ د کمپاین په بهیر کې، په وار وار ویلي، هغه د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه "په یوه ورځ کې" پای ته رسولی شي. کله چې دی وپوښتل شو څنګه؟ هغه د یوې معاملې وړاندیز وکړ، خو له جزییاتو ورکولو په څنګ تېر شو.
په یوه څېړنیزه مقاله کې چې د ټرمپ د ملي امنیت دوو پخوانیو مشرانو لخوا په مې میاشت کې لیکل شوې وه، ویل شوي و، متحده ایالات باید اوکرایین ته د وسلو رسولو ته دوام ورکړي، خو دا ملاتړ دې مشروط کړي چې کېیف له روسیې سره د سولې خبرو ته ننوځي.
د روسیې د هڅونې لپاره به، لوېدیځ ژمنه وکړي چې په ناټو کې د اوکرایین ډېر مطلوب غړیتوب وځنډوي. پخوانیو سلاکارانو ویلي وو، اوکرایین باید د روسیې له نیواکه د خپلې ټولې خاورې د بېرته ترلاسه کولو هیله له لاسه ورنه کړي، خو باید د اوسنیو لومړیو کرښو پر بنسټ خبرې اترې وکړي.
د ټرمپ ډیموکرات مخالفان، چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په همکارۍ تورنوي، وايي د هغه چلن د اوکرایین لپاره د تسلیمېدو په معنی دی او ټوله اروپا به له خطر سره مخ کړي.
هغه په دوامداره توګه ویلي، د هغه لومړیتوب د جګړې پای ته رسول او د متحده ایالاتو د سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی دی.
دا روښانه نه ده چې د پخوانیو سلاکارانو مقاله څومره د ټرمپ د خپل فکر استازیتوب کوي، خو ښايي موږ ته د هغه ډول مشورې لارښود راکړي چې هغه به یې ترلاسه کړي.
د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه "لومړی امریکا" کړنلاره د ناټو راتلونکې ستراتیژیکې مسلې ته هم غځېدلې.

د عکس سرچینه، Reuters
ناټو کې اوس له ۳۰ ډېر غړي هېوادونه لري او ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې پر دې ټلوالې شکمن و او اروپا یې تورنوله چې ګنې د امریکا له ملاتړه وړیا ګټه اخلي.
ایا هغه به په حقیقت کې امریکا له ناټو تړونه وباسي؟ چې په نژدې یوه پېړۍ کې د ترانساتلانټیک دفاعي اړیکو کې تر ټولو مهم بدلون ته اشاره ده، هغه څه چې لا هم د بحث وړ دي.
د هغه ځینې متحدین وړاندیز کوي، د ښاغلي ټرمپ سخت دریځ یوازې د خبرو اترو تاکتیک دی چې د ټلوالې د دفاعي لګښتونو د لارښوونې پر بنسټ یې غړي ترلاسه کړي.
خو حقیقت دا دی چې د ناټو مشران به په جدي ډول اندېښمن وي، ځکه د هغه بریا د ټلوالې د راتلونکې لپاره څه معنی لري او د دوښمنو مشرانو لخوا د هغې مخنیوي اغېز څنګه درک کېږي.
منځنی ختیځ
اوکرایین ته ورته، ټرمپ ژمنه کړې چې منځني ختیځ ته به "سوله" راولي، په دې معنی چې هغه به په غزه کې د اسرائیل - حماس جګړه او په لبنان کې د اسرائیل – حزبالله جګړه پای ته ورسوي، خو دا یې نه دي ویلي چې څنګه.
هغه په وار وار ویلي که هغه د جو بایډن پر ځای په واک کې وای، نو حماس به پر ایران د هغه د "ستر فشار" د پالیسۍ له امله چې دا ډله تمویلوي، پر اسرائیلو برید نه وای کړی.
په ټوله کې، احتمال شته، ټرمپ به هغې پالیسۍ ته د بېرته راستنېدو هڅه وکړي، چې د هغه ادارې د ایران له اټومي تړونه امریکا وایستله، د ایران پر وړاندې یې ډېر بندیزونه ولګول او د ایران تر ټولو ځواکمن پوځي قوماندان جنرال قاسم سلیماني یې وواژه.
په سپینه ماڼۍ کې ټرمپ د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیتالمقدس د نومولو او له تل ابیب هلته د امریکا د سفارت د لېږدولو په اړه په ټینګه اسرائیل پلوي سیاستونه پلي کړل. هغه ګام د ټرمپ د عیسوي انجیل بنسټه پلویانو، چې د جمهوریپالو د رایې ورکوونکو اصلي ډله ده، د فعالېدو لامل شو.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې ټرمپ د اسرائیلو "تر ټولو ښه ملګری" بللی دی.
خو ګوتنیوونکي استدلال کوي چې د هغه پالیسۍ د سیمې په بېثباته کولو اغېز درلود.
فلسطینیانو د ټرمپ له ادارې سره پرېکون وکړ؛ ځکه چې واشنګټن د بیتالمقدس، هغه ښار چې د فلسطینیانو لپاره د ملي او مذهبي ژوند تاریخي مرکز ګڼل کېږي، په اړه د دوی له غوښتنې تېر شو.
دوی هغه مهال لا نور منزوي شول کله چې ټرمپ د "ابراهام تړون" په نوم منځګړیتوب وکړ چې د اسرائیلو او څو عربي او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو لپاره یو تاریخي تړون و. دا کار پرته له دې چې اسرائیل یې په څنګ کې یو خپلواک فلسطیني دولت ومني، چې د دوو دولتونو حل په نوم یادېږي، د دې ډول سیمهییزې معاملې لپاره مخکې د عربي هېوادونو یو شرط و.
ښکېلو هېوادونو ته د اسرائیلو د پېژندلو په بدل کې د متحده ایالاتو پرمختللو وسلو ته لاسرسی ورکړل شو.
فلسطینیان د تاریخ په یوه ټر ټولو منزوي نقطه کې د هغه یوازېني قدرت له لوري پرېښودل شوي وو چې په حقیقت کې د جګړې پر دواړو غاړو نفوذ لري.
ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال څو څرګندونې وکړې او ویې ویل چې غواړي د غزې جګړه پای ته ورسوي.
هغه له نتنیاهو سره ځینې وختونه پېچلې او غیر فعالې اړیکې درلودې، خو یقینا پر هغه د فشار راوستلو وړتیا لري.
هغه د مهمو عربي هېوادونو له مشرانو سره چې له حماس سره اړیکې لري د قوي اړیکو تاریخ هم لري.
ټرمپ باید پرېکړه وکړي چې څنګه او یا د بایډن ادارې لخوا د حماس لخوا د یرغمل شويو د خوشي کولو په بدل کې د غزې اوربند ترلاسه کولو لپاره پیل شوی ډیپلوماتیک بهیر پرمخ یوسي.
چین او سوداګري
له چین سره د امریکا چلن د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستراتیژیکه مهمه برخه ده. هغه هېواد چې پر نړیوال امنیت او سوداګرۍ خورا لوی اغېز لري.
ټرمپ د واک پر مهال چین یو "ستراتیژیک سیال" وباله او متحده ایالاتو ته یې په ځینو چینایي وارداتو تعرفه ولګوله. دا کار د امریکا پر وارداتو د بېجینګ له خوا د ګمرکي تعرفو د لوړولو لامل شو.
د سوداګریزو لانجو کمولو لپاره هڅې روانې وې، خو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ دا امکان له منځه یووړ او هغه اړیکې خرابې شوې ځکه، پخواني ولسمشر کوویډ یو "چینایي وېروس" وباله.
په داسې حال کې چې د بایډن ادارې ګومان کړې و، د چین پالیسۍ ته ډېر مسؤلانه چلند غوره کړي او له مخې یې په حقیقت کې د ټرمپ دورې ډیری تعرفې په وارداتو کې ساتي.
ټرمپ د چین ولسمشر شيجینپینګ د "هوښیار" او "خطرناک" او خورا مؤثره مشر په توګه یاد کړی چې ۱،۴ میلیارده خلک په "اوسپنیز سوک" کنټرولوي، دا هغه څه دي چې مخالفین یې د "دیکتاتورانو" لپاره ټرمپ ستايي.
داسې برېښي چې پخوانی ولسمشر به د چین د کنټرول لپاره له نورو سیمهيیزو هېوادونو سره د متحده ایالاتو د قوي امنیتي ملګرتیا رامنځته کولو لپاره د بایډن د ادارې له چلنه لیرې شي.
متحده ایالاتو د کور واکي تایوان لپاره پوځي مرستې ساتلې، هغه ځای چې چین یې د یوه جلا شوي ولایت په توګه ګڼي او بالاخره به د بېجېنګ تر کنټرول لاندې وي.
ټرمپ د اکتوبر په میاشت کې وویل، که هغه سپینې ماڼۍ ته ورستون شي، هغه به د تایوان د چینایي بندیز د مخنیوي لپاره پوځي ځواک ونه کاروي؛ ځکه چې ولسمشر شي پوهېده، هغه "په ښکاره لېونی" دی، او هغه به په چینایي توکو لوړې تعرفې وضع کړي.











