له دوو جلا نړیو: هرېس او ټرمپ چې وړاندې مو هېڅکله نه وو لیدلي

د عکس سرچینه، Alamy
د ټاکنیزو کمپاینونو په جریان کې، امریکایي رایهورکوونکي د دوو نوماندانو لوی شمېر عکسونه لاس په لاس کوي، دواړه نوماندان پر سټېج غږېږي، خلکو ته ښه راغلاست وايي او د الوتکې له زینو ښکته کېږي، دلته له یوې بېلې زاویې ځینې انځورونه کتلی شئ چې دا ښیي دواړه نوماندان څوک دي او له کوم ځایه راغلي دي.
ډېر پخوا دوی پوهېدل چې سپینه ماڼۍ څه ده، پورتنی عکس د کمالا هرېس او ډونلډ ټرمپ د درې کلنۍ دی.
له لسیزو راهیسې، ولسمشرۍ ته دیموکراتې نوماندې کمالا هرېس خپل لومړني کلونه د کلیفورنیا په اوکلېنډ کې تېر کړل، په داسې حال کې چې جمهوريپال نوماند ډونلډ ټرمپ د نیویارک ښار په کوینز بورو کې لوی شوی.
هرېس (لاندې عکس کې کېڼ لور ته) له خپلې خور مایا (منځ کې) سره د خپلې هندۍ مور، شیامالا ګوپالان هرېس سره لویه شوې، چې د سرطان څېړونکې او ټولنیزه فعاله وه.
د ټرمپ پلار، فریډ ټرمپ د المان (جرمني) کډوالو کورنۍ کې پیدا شوی، په داسې حال کې چې مور یې، ماري ان مکلویډ ټرمپ په سکاټلنډ کې زیږېدلی وه. ټرمپ په ۱۳ کلنۍ کې د نیویارک پوځي اکاډمۍ کې شامل شوی و.

د عکس سرچینه، Kamala Harris / @realDonaldTrump
هرېس پنځه کاله د کاناډا مونټریال په یوه عالي لېسه کې تېر کړل، هلته یې مور د مکګېل پوهنتون پروفیسوره وه. هغې وروسته په واشنګټن ډيسي کې د هاورډ کالج، تاریخي تور پوټکو پوهنتون کې شامله شوه.
ټرمپ وویل په اکاډمۍ کې یې پنځه کاله چې په ۱۹۵۹ کې پیل شوې وه، هغه ته پوځي روزنه ورکړه او د هغه د رهبرۍ مهارتونو ته یې وده ورکړه، له هغه وروسته یې د ویتنام په جګړه کې د پنځو ځنډونو له امله برخه وانخیسته، څلور یې د اکاډمیک دلایلو له امله او یو یې د هډوکو د ستونزې له کبله و.

د عکس سرچینه، Alamy
د کمالا هرېس مور له ماشومتوبه، پخپله لور کې د مدني حقونو د غورځنګ اهمیت ته وده ورکړه او هغې هم په ۲۰۰۴ کې په واشنګټن کې د مارټن لودر کېنګ جونیر د ازادۍ مارچ کې ګډون وکړ.
خو ټرمپ د پنسلوانیا پوهنتون کې له وارټون ښوونځي د سند له ترلاسه کولو وروسته، د کورنۍ سوداګرۍ په چلولو کې د خپل پلار بریالیتوب لپاره غوره نوماند شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
هرېس بېرته کلیفورنیا ته راستنه شوه، چېرې چې هغې د ایالت د جنایي عدلي سیسټم کې چټکه بریا ترلاسه کړه، څارنواله شوه او په ۲۰۱۶ کې یې د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته د ټاکنو ګټلو لپاره خپل یون پیل کړ.
کله چې هرېس کانګرس ته لاره ومونده، ټرمپ د لومړي ځل لپاره هیلیري کلېنټن ته له ماتې ورکولو وروسته سپینې ماڼۍ ته ننوت او پر بریا یې نړۍ حیرانه شوه.
درې کاله وروسته، هرېس د ولسمشرۍ یو کمزوری کمپاین پرمخ یووړ، خو په لومړنیو دیموکراټیکو ټاکنو کې ګټونکی جو بایډن هغه د خپلې مرستیالې په توګه غوره کړه او دوی ثابته کړه چې ګنې یوه بریالۍ سیاسي جوړه ده او ټرمپ او مایک پینس ته یې ماتې ورکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټرمپ د ولسمشرۍ پای او د بایډن او هرېس د واکمنۍ پیل د کوویډ له کبله د محدودیتونو شاهد و او ه مینیاپولیس کې د پولیسو په لاس د جورج فلویډ له وژل کېدا وروسته ټولنیزې نا کرارۍ پکې ډېرې شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
هرېس د مرستیالې ولسمشرې په توګه له یو لړ ننګونو سره مخ شوه، خو هغې په ۲۰۲۰ کې هغه وخت خپل دریځ روښانه کړ چې د امریکا متحده ایالاتو سترې محکمې د جنین د ضایع کولو حق له منځه یووړ.
په ولسمشرۍ کې د واکمنۍ پر مهال ټرمپ د پاریس د اقلیم له تړون ووت او د کډوالۍ د کمولو لپاره یې ګامونه پورته کړل.

د عکس سرچینه، White House / Getty Images

د عکس سرچینه، White House / Getty Images
د مرستیالې ولسمشرې په توګه د هرېس لومړی نړیوال سفر په ۲۰۲۱ کې ګواتیمالا ته و، د هغې مسؤلیت دا و چې له لاتینې امریکا او مکسیکو سره د امریکا سوېلي پولې ته د کډوالو شمېر محدود کړي.
د بهرنۍ تګلارې اړوند مسایل چې هرېس ورسره لاس او ګرېوان وه، د اوکرایین او غزې جګړې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ګډوډ وتل شامل وو.
په داسې حال کې چې د ولسمشر په توګه له متحده ایالاتو بهر د ټرمپ لومړی سفر په ۲۰۱۷ کې سعودي عربستان ته و، چې موخه یې د هغه هېواد له بهرنیو شخړو جلا کول او د امریکا صنعت پیاوړي کول وو.

د عکس سرچینه، Getty Images / Reuters

د عکس سرچینه، Getty Images / Reuters
هاریس له ډوګ ایمهوف (لاندې انځور کې) سره واده کړی دی، هغه څوک چې د هغې لپاره کمپاین کوي او د هغې له لومړني واده څخه د ایمهوف ماشومانو کول (کیڼ) او ایلا (ښي) ته ښکاري.
د ډونلډ ټرمپ د کورنۍ یو شمېر غړو د هغه په سیاسي ژوند کې رول لوبولی دی، خو د ۲۰۲۴ په کمپاین کې د هغه د مېرمنې، پخوانۍ لومړۍ مېرمن میلاني ټرمپ ظاهرېدل محدود شوي.
ټرمپ له خپلې لومړۍ مېرمنې ایوانا درې اولادونه درلودل: ډونلډ جونیر (په لاندې عکس کې له کیڼ اړخه دویم)، ایوانکا (له ښي اړخه دویمه) او ایریک (ښي اړخ ته). ټرمپ له دویمې مېرمنې مارلا میپلز په ۲۰۰۵ کې د ټیفني (کیڼې خوا ته) په نامه یوه لور هم لرله او په ۲۰۰۵ یې له درېیمې ښځې میلانیا (له کیڼې خوا درېیمه) سره واده وکړ او د بارون په نامه زوی یې ترې وشو.

د عکس سرچینه، Alamy / AP
هرېس د ۲۰۲۴ ولسمشرۍ سیالۍ ته په نسبتا ناوخته پړاو کې ننوتله، چې د جو بایډن، چې له سیالۍ وتلی و، ځای ناستې په توګه رامخې ته شي.
هرېس د افریقا او اسیا د لومړۍ مېرمنې په توګه تاریخ جوړ کړ چې د لوی ګوند د مشرتابه رول مخته وړي او بیا یې په شیکاګو او الینوی کې د ډیموکراتیک ملي کنوانسیون کې وینا وکړه.


د عکس سرچینه، Reuters / EPA-EFE
په ورته ټاکنو کې، ډونلډ ټرمپ د خپل ګوند لخوا د درېیمې دورې لپاره د نوماندۍ کمیابه امتیاز ترلاسه کړ او د ویسکانسن په میلواکي کې د جمهوريپالو ملي کنوانسیون کې یې وینا وکړه، د کمپاین پرمهال له وژونکې هڅې ژوندي پاتې کېدو وروسته یې په غوږ پټۍ لګولې وه.











