د امريکا ټاکنې؛ دیموکراته نومانده کمالا هرېس څومره پېژنئ؟

د ویډیو تشریح، کمالا هرېس
د امريکا ټاکنې؛ دیموکراته نومانده کمالا هرېس څومره پېژنئ؟

امریکا کې ولسمشريزو ټاکنو لپاره هلې ځلې روانې دي. د ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس ترمنځ سيالي لا سخته شوې.

کمالا هرېس د ښځې په توګه خپله پېژندګلوي کمه ګڼلې، پر ځای یې د ميندوارۍ پر حقونو ټینګار کړی، او پر خپل سيال یې نیوکې کړې د زېږون کنټرول ته به لاسرسی محدودوي.

تر هغې وروسته چې جو بایډن را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندۍ څنډې ته شو، دیموکراتان له يوه ساعت کم وخت پر دې سلا شول، چې مرستیاله ولسمشره سیالۍ ته رامخ ته کړي.

دې د لومړۍ ښځینه، لومړنۍ تورپوستې او لومړۍ اسیايي توکمې په توګه مرستیالې ولسمشرې کېدو سره تاريخ جوړ کړ. اوس دا څارنواله چې په سياستواله اوښتې، هيلمنه ده، چې د دغه هېواد لومړۍ ښځينه ولسمشره شي.