د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ساده لارښود

امریکایان نن خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي او ټوله نړۍ یې له نږدې څاري.
دا ټاکنیزه سیالي په استثنايي ډول ډېره سره نږدې ده، هغه داسې چې مرستیاله ولسمشره کمالا هرېس یا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ دواړه یې ګټلی شي.
رای ورکوونکي همدا راز د کانګرس غړي هم ټاکي، چې د هغو قوانینو په تصویب کې مهم رول لوبوي، چې کولی شي متحدو ایالتونو کې پر ژوند ژوره اغېزه ولري.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې کله دي؟
د امریکا د ۲۰۲۴ کال ټاکنې نن (سېشنبه) د نومبر ۵مه ترسره کېږي.
خو د امریکا لروبر میلیونو کسانو لا وړاندې تر وخت مخکې خپلې رایې کارولې دي.
ګټونکی به د ولسمشرۍ څلور کلنې دورې لپاره چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې پیلېږي، سپینې ماڼۍ ته ځي.
د امریکا ولسمشر بهر کې په نړیوال درېځ د خپل هېواد استازیتوب لپاره پام وړ ازادي لري.
ولسمشر په کور دننه ځینې قوانین هم په یوازې ځان تصویبولی شي، خو د قوانینو تصویب لپاره باید تر ډېره له کانګرس سره کار وکړي.
ولسمشرۍ ته څوک نوماند دي؟

پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمهوریپال ګوند استازولي کوي. هغه په ګوندي ټاکنو کې د خپلو نورو سیالانو پرتله ډېر زیات ملاتړ ترلاسه کړ.
ټرمپ د اوهایو سناتور 'جيډي وانس' له ځان سره د مرستیال په توګه ملګری کړی.
اوسنۍ مرستیاله ولسمشره کمالا هرېس د دېموکرات ګوند له اړخه نومانده ده. نوموړې تر هغې وروسته رامخ ته شوه چې جو بایډن له ټاکنیزو سیالیو ووت او کوم بل دېموکرات مشر یې مقابلې ته ونه درېد.
په دې سیالۍ کې د هغې مرستیال د منیسوټا والي 'ټېم والز' دی.
ځینو خپلواکو نوماندانو هم امریکا کې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه نومولي دي. په دوی کې یو پام وړ نوماند 'رابرټ اېف کېنېډي جونیر' و، چې په اګست کې یې له ټاکنیزو منډو ترړو لاس واخیست او له ډونلډ ټرمپ سره یې ملاتړ اعلان کړ.
جمهوریپال او دېموکراتان د څه ملاتړ کوي؟
دیموکرات یو لیبرال سیاسي ګوند دی، چې د مدني حقونو د ملاتړ، د ټولنیز خوندیتوب جال او د اقلیم د بدلون مخنیوي لپاره د هڅو له کبله مشهور دی.
د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کمپایني غونډو پر مهال د هرېس لخوا په ګوته شویو مسایلو کې د ورځني ژوند لګښتونو له کړکېچ سره مبارزه او د جنین سقط د حقونو ملاتړ شامل دي.
جمهوریپال یوه محافظه کار سیاسي ګوند دی. دوی د ټکسونو ټیټېدلو، د حکومت اندازې د کمولو او د وسلې حقونو ملاتړ کوي.
ډونلډ ټرمپ په ټاکنیزو منډو ترړو کې له غیر قانوني کډوالۍ سره د مبارزې او د انفلاسیون پای ته رسولو مسایل مطرح کړي، چې امریکا بېرته سوکاله کړي.
امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

ګټونکی هغه څوک نه دی، چې په ټولیزه توګه ډېرې رایې ترلاسه کوي.
په پنځوس واړو ایالتونو کې سیالۍ کېږي او دواړه نوماندان یې د ګټلو هڅه کوي.
هر ایالت تر یوه ځایه د نفوس د شمېر له مخې د ټاکنیز کالج (اېلېکټرال کالج) په نوم ټاکلې شمېر رایې لري.
په ټولیز ډول د ټاکنیز کالج رایو شمېر ۵۳۸ دی او هر نوماند چې ۲۷۰ یا تر دې ډېرې ترلاسه کړي، ګټوونکی ګڼل کېږي.
له دوو ایالتونو پرته پاتې نور "ټول د ګټوونکي" قاعده تعقیبوي، په دې معنی چې هر نوماند ډېرې رایې ترلاسه کړي، د اېلېکټرال کالج ټولې رایې هغه ته ورکول کېږي.
ډېر یالتونه په دودیز ډول یا د یوه او یا د بل ګوند ټینګ ملاتړ کوي، نو ځکه تمرکز تر ډېره په اوو ایالتونو وي چې رایې په کې وېشلې او هر نوماند په کې د بریا چانس لري.
دغه ایالتونه د مقابلې یا اوښتوونکو ایالتونو په نوم پېژندل کیږي.
دا هم امکان لري چې یو نوماند دې - د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د هیلري کلنټن په څېر - په ملي کچه ډېرې رایې وګټي خو بیا هم ماتې وخوري.
څوک د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکولی شي؟
د متحدو ایالتونو ډېر اتباع چې اتلس کلنۍ ته رسېدلي او یا یې عمر تر دې لوړ دی، د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.
هر ایالت د رایې اچوونکو نوملیکنې لپاره خپله پروسه او وروستۍ نیټه لري.
هغه امریکایان چې له هېواده بهر دي، کولی شي نوملیکنه او د پوستې له لارې د رای اچولو غوښتنه وکړي.
په نومبر کې نور څوک ټاکل کیږي؟
ټول پام ښايي پر دې ورټول وي چې د ولسمشرۍ ټاکنې څوک وګټي، خو رایه ورکوونکي هممهاله کانګرس لپاره هم نوي غړي ټاکي، چېرې چې قوانین تصویبېږي.
کانګرس له استازو جرګې او سنا (مشرانو جرګې) څخه جوړ دی. استازو جرګه ټولټال ۴۳۵ غړي لري چې د رایو په وسیله ټاکل کېږي. سنا لپاره بیا پر ۳۴ څوکیو سیالي کېږي.
دمګړۍ استازو جرګه کې چې د لګښتونو پلانونه جوړوي، جمهوريپال واکمن دي. دیموکراتان بیا سنا په واک کې لري، چې په حکومت کې مهمې ګومارنې تاییدوي.
دا دواړه جرګې قوانین تصویبوي او د سپینې ماڼۍ پلانونه څاري.











