هغه لس عوامل چې د ټرمپ او هرېس بریا کې رول درلودای شي‌

امریکا
    • Author, بېن بېوینګټن
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز، واشنګټن

امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده،‌ خو لا هم،‌ هم په ملي کچه او هم د سختې سیالۍ په اوښتونکو ایالتونو کې دې پوښتنې ته ځواب موندل ګران دي، چې ټاکنې به څوک ګټي.

د نظر پوښتنو له مخې سیالي دومره سره نږدې پر مخ روانه ده، چې یوازې دوه یا درې نمرې هم که هغه د ډونلډ ټرمپ په کټه وي یا د کمالا هرېس، په اسانۍ پایلې بدلولی شي.

راځئ له دغه تاریخ جوړونکي احتماله یې پیل وکړو چې د امریکا په تېر ۱۳۰ کلن سیاسي تاریخ کې په لومړي ځل یو ماته خوړلی ولسمشر ښايي‌ بیا وټاکل شي.

ټرمپ یې ګټلی شي‌ ځکه چې...‌

۱. په واک کې نه دی

اقتصاد رای ورکوونکو لپاره تر ټولو مهمه مسله ده. که څه هم د بېکارۍ کچه ټیټه ده او د ونډو بازار وده کوي، خو ډیر امریکایان وايي، دوی هره ورځ‌ له لوړو بیو سره مبارزه کوي.

له کورونا وبا وروسته ګراني داسې کچې ته رسېدلې، چې له ۱۹۷۰یمو کلونو راهیسې بې سارې ده او دې ټرمپ ته د دې پوښتنې موکه ورکړې چې "ایا اوس تاسې د څلور کاله مخکې مودې پرتله ښه وضعیت کې یاست؟"

۲۰۲۴ کال کې د نړۍ لروبر ډېرو هېوادونو کې رای اچوونکو واکمن ګوندونه تر یو ځایه د دې لپاره له واک راغورځولی چې د کورونا له وبا وروسته پکې ګراني ډېره شوې ده.‌

امریکا کې هم له هرو څلورو یوازې یوه تن ویلي، چې د هېواد له روان مسیره راضي دی، په داسې حال کې چې له هرو درېیو دوه کسان روښانه اقتصادي لیدلوری نه لري.‌

کمالا هرېس که څه هم هڅه کړې چې بدلون راوستونکې نومانده وپېژندل شي، خو د مرستیالې ولسمشرې په توګه ورته دا ستونزمنه ده چې ځان له کم محبوبیت لرونکي جو بایډن جلا وښيي.‌

۲. ټرمپ له بدو خبرونو امان کې ښکاري

د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمې د چپاو له پایلو، د استیضاح کېدو له هڅو او په بې ساري جنايي‌ محکومیت سره سره، ټول کال د ډونلډ ټرمپ ملاتړ ۴۰ سلنه او یا تر دې لوړ باثبات پاتې شوی دی.‌

که څه هم دېموکراتان او د ټرمپ مخالف محافظه کار ټینګار کوي، چې هغه ولسمشرۍ ته جوړ نه دی، خو ډېر جمهوریپال د نوموړي له دې ادعا سره موافق دي چې وايي دی د سیاسي دسیسې قرباني دی.‌

په داسې حال کې چې دواړه خواوې جدي هلې ځلې کوي، ټرمپ د هغو کمو رای اچوونکو د ملاتړ ګټلو ته اړتیا لري، چې د ده په اړه ثابت لیدلوری نه لري.

۳. د ناقانونه کډوالۍ له اړخه د پېښ خطر زنګ

پر اقتصادي حالت ورهاخوا، د ټاکنو پرېکړه اکثرا پر یوې داسې مسلې کېږي، چې له احساساتو سره تړلې وي.

دېموکراتان ښايي‌ هیله‌ ولري چې دا موضوع سقط وي،‌ خو ډونلډ ټرمپ بیا هیلې د کډوالۍ په موضوع پورې تړلې دي.‌

د بایډن د حکومت پر مهال که له یوې خوا د امریکا پر پولو د ورماتو ناقانونه کډوالو شمېر تر ریکارډ کچې لوړې شوی، نو له بلې خوا په لېرې پرتو ایالتونو کې هم اغېزه محسوسېدلی شي. نظرپوښتنې ښيي چې رای اچوونکي د کډوالۍ موضوع کې پر ډونلډ‌ ټرمپ ډېر باورمن دي، او دا چې نوموړی دا ځل د تېرو ټاکنو پرتله د لاتیني توکمه امریکایانو له ډېر ملاتړه برخمن دی.

۴. د هغو رای اچوونکو شمېر چې لوړې زدکړې نه لري

هغو رای اچوونکو ته د ټرمپ مراجعې چې احساسوي هیر او شاته پرېښودل شوي، د امریکا سیاست بدل کړی.

داسې چې د کاریګرو اتحادیې په څېر دودیزې دېموکراتو حوزو جمهوریپالو ته مخ اړولی او د تعروفو په وسیله د امریکا د صنعت خوندي ساتل نږدې نورم ګرځېدلی دی.‌

که دی بریالی په هغو ایالتونو کې چې سیالي په کې یو بل ته نږدې او سخته ده، د کلیوالي سیمو ډېر خلک د رایو مرکزونو ته راکاږي، نو په دې توګه کوله شي چې د معتدلو،‌ کالج لوستو جمهوریپالو زیان پوره کړي.

۵. بې‌ثبانه نړۍ کې پیاوړي کس

د ټرمپ منتقدین وايي چې هغه د نړۍ د مستبدو مشرانو په ملګرتیا سره د امریکا اېتلاف کمزوری کوي.

خو پخوانی ولسمشر د ده نه اټکلېدونکي چلند ته د وړتیا په سترګه ګوري او وايي، کله چې دی په سپینه ماڼۍ کې و، یوه لویه جګړه هم پیل نه شوه.

ډېر امریکایان د بېلابېلو عواملو له کبله د متحدو ایالتونو لخوا اوکرایین او اسرائیلو ته د میلیاردونو ډالرو په لېږل کېدو غوسه دي او فکر کوي چې امریکا د بایډن ولسمشرۍ کې کمزورې شوې ده.

ډېر رایې ورکوونکي، په ځانګړې توګه نارینه چې ټرمپ د جو روګن په څېر د پوډکاسټونو له لارې په ځان ورمات کړي، هغه ته د هرېس پرتله د ځواکمن مشر په سترګه ګوري.

هرېس یې ګټلی شي‌ ځکه چې...

۱‍. هغه له ټرمپ بل ډول ده

له ګڼو داسې ټکو سره سره چې د ټرمپ په ګټه تمامېدای شي، نوموړی ډېره یو اړخیزه څېره ده.

هغه د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې تر دې وخته له بل هر جمهوريپال نوماند ډېرې رایې وګټلې، خو بیا یې هم ماته وخوړه ځکه چې اوه میلیونه نورو امریکایانو د بایډن ملاتړ وکړ.

دا ځل هرېس د ټرمپ د بېرته راستنېدو په اړه د وېرې فکتور لوبوي. هغه نوموړی "فاشیست" او ډیموکراسۍ ته ګواښ بولي،‌ په داسې حال کې چې بل خوا بیا ژمنه کوي چې په "ډرامې او شخړې" تمرکز نه کوي.

جولای میاشت کې د رویټرز/ایپسوس لخوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښیي، چې په هرو پنځو کې څلور امریکایان داسې احساسوي چې هېواد له کنټرول څخه په وتلو دی. هرېس به هیله‌منه وي چې رایې ورکوونکي، په ځانګړې توګه معتدل جمهوريپال او خپلواک رای اچوونکي - هغه د ثبات پلوی نومانده وګڼي.‌

۲. هغه له بایډن هم بل ډول ده

هغه مهال چې بایډن له نوماندۍ شاته کېده، دېموکراتان نږدې په څرګند ډول له ماتې سره مخامخ برېښېدل. دا ګوند چې مشران یې ټرمپ ته د ماتې ورکولو یوه شان لېوالتیا لري، ډېر ژر په هرېس راټول شول.

په داسې حال کې چې جمهوریپال هرېس ته د بایډن له غیرمحبوبو تګلارو سره تړاو ورکوي، خو هغه ځان بایډن ته د ځینو مواجع نیوکو پر وړاندې خوندي ګڼي.

په دوی کې تر ټولو زغرده نیوکه ده عمر ده. نظرپوښتنو په پرله پسې ډول ښودله چې رای ورکوونکو ولسمشرۍ لپاره د بایډن د عمر او روغتیا په اړه رښتینې اندېښنې لرلې.

اوس کیسه په چورلټ ډول اوښتې او هغه داسې چې که ډونلډ ټرمپ ټاکنې ګټي نو د امریکا د تاریخ تر ټولو د ډېر عمر نوماند به وي چې بریالی کېږي.‌

۳. د ښځو د حقونو مدافع ده

دا په متحدو ایالتونو کې سترې محکمې لخوا د جنین سقطولو حق له بدلون وروسته د ولسمشرۍ لومړنۍ ټاکنې دي.‌

د دغه حق ملاتړي رای اچوونکي‌ د هرېس کلک ماتړ کوي. موږ د ۲۰۲۲ کال په تېرو منځمهاله ټاکنو کې ولیدل چې دې موضوع په ټاکنو کې د ګډون پر اندازه پام وړ اغیزه درلوده‌ او د راتلونکو ټاکنو پر پایلو یې هم درلودای شي.‌

دا ځل د اریزونا په ګډون چې رایې پکې ویشلې دي، په شاوخوا لسو ایالتونو کې رای اچونه ځینې نوښتنونه هم لري، او هغه داسې چې له دوی به په کې وپوښتل شي چې د جنین سقط باید څه ډول تنظیم شي. دا په رای اچوونه کې د هرېس په ګټه ګډون زیاتولی شي.

لومړۍ ښځینه ولسمشرې کېدو لپاره د هغې د هڅو تاریخي ماهیت هم د ښځینه رای ورکونکو منځ کې د هغې د پیاوړتیا لامل ګرځېدای شي.

۴. ټاکنو کې د هرېس د ملاتړ د ګډون احتمال ډېر دی

هرېس چې د کالج لوستو او زړو خلکو په څېر کومو ګروپونو کې ډېر محبوبیت لري، د هغوی لخوا د رای کارېدو امکان ډېر دی.

دیموکراتان نهایتآ د هغو رایه ورکونکو ډلو ډېر ملاتړ لري، چې په رای اچونه کې یې ګډون ډېر دی، په داسې حال کې چې ټرمپ بیا د ځوانانو او هغو کسانو په څېر چې د کالج درجه نه لري، په ټاکنو کې د نسبتآ کم ګډونه رایه ورکونکو ډلو له ملاتړه برخمن دی.

د بېلګې په توګه د نیویارک ټایمز/سینا نظرپوښتنې له مخې په ۲۰۲۰ کال ټرمپ د هغو راجستر شویو رای اچوونکو مخکښ ملاتړ درلود، چې رایې یې ونه کارولې.

دا ځل هم مهمه پوښتنه همدا ده چې ایا دوی به په ټاکنو کې ګډون وکړي.

۴. هغې ډېرې پیسې راټولې او لګولې دي

دا پټه نه ده چې امریکا کې ټاکنې ګرانې وي، او ۲۰۲۴ کال ټاکنې خو بیا له ټولو ګران زبادېږي.

کله چې د لګښتونو خبره راځي، نو هرېس په سر کې ده. د فایننشل ټایمز د وروستي تحلیل له مخې هغې جولای میاشت کې له نوماندېدو راهیسې تر هغې ډېرې پیسې راټولې کړې، چې ډونلډ ټرمپ په ټول ۲۰۲۳ کال کې راټولې کړې وې. دغه شننه ښيي، چې هغې همدا راز د ټرمپ‌ دوه برابره پیسې په اعلانونو هم لګولې دي.

دا په اوښتونکو ایالتونو کې د رای اچوونکو د ملاتړ جلبولو کې مهم رول لوبولی شي.‌